افغانستان سیاسي شننې عمومي

افغانستان؛ هغه جګړه چې ټرمپ یې په اړه په ندرت خبرې کړي

ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه په سختۍ یو ټکی ویلي. ایا افغانستان اندېښمن واوسي؟ دا لاس انجلس ټایمز د یوې تازه لیکنې سرلیک دی.

لاس انجلس ټایمز په خپلې دې لیکنې کې ویلي، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکسیکو سره پر پوله د دیوال پر جوړولو او د داعش د ګواښ پر ختمولو ډیرې خبرې کړي. خو منتخب ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه چې د امریکا یوه تر ټولو اوږدې جګړې کور دی د خپل پلان په اړه چپ دی.

پخواني افغان سفیر عمر صمد لاس انجلس ټایمز ته ویلي، افغانستان د امریکا د راتلونکې ولسمشر لپاره د بهرنۍ پالیسۍ یو د سر مسله ده او افغان چارواکي په تمه دي چې ټرمپ به د افغانستان ۱۶ کلنې جګړې ته د یوې نوې لید لوري څخه وګوري او د هواري لاره به ورته ومومي.

د لاس انجلس ټایمز په وینا افغان چارواکي په تمه دي چې د امریکا نوې اداره به د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره اقدامات او پر پاکستان فشار زیات کړي چې دوی یې د وسلوالو په ملاتړ تورنوي.

لاس انجلس تایمز ورځپاڼه وايي، یو شمیر افغانان د اوباما اداره پر پاکستان د زیات فشار په راوړولو کې په ناکامۍ ملامتوي څو د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي . او د کانګرس د انتقادونو سربیره امریکا پاکستان ته د پوځي مرستو ورکولو ته دوام ورکړ.

ورځپاڼه وايي، افغان چارواکي چې له ټرمپ څخه یې د پاکستان په وړاندې د سختو اقداماتو تمه لرله ، له هغې وروسته نهیلي شول، چې ولسمشر ټرمپ په یو ټیلفوني تماس کې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف ډير وستایه او هغه یې ” یو فوق العاده سړی چې حیرانونکی کار کوي“ وباله.

له افغان ولسمشر اشرف غني سره بیا د ټرمپ ټیلفوني خبرې له احتیاطه ډکې وې.

کله چې د ولسمشر له ویاند ظفر هاشمي څخه هغه مهال ددې خبرو د جزییاتو په اړه وپوښتل شول هغه وویل” دواړه خواوو د خبرو اترو پر دوام موافقه وکړه او پر دې سلا شول چې د شریکو ګټو لپاره به کار کوي او د شریکو ګواښونو پر ضد به مبارزه کوي.“

کابل بیا د ټرمپ د کابینې لپاره د ځینو نومول شویو کسانو له خوا د شویو تبصرو هرکلی کړی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی قومندان جنرال جیمز ماتي چې ټرمپ د دفاع د وزارت لپاره نومولی، د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمیټې ته په خبرو کې وویل ” پر پاکستان به ټینګار وکړي، چې د طالبانو ، حقاني شبکې او د دوی د نورو متحدو وسلوالو پر ضد نور زیات اقدامات وکړي.“

د ټرمپ د ملي امنیت راتلونکي سلاکار مایکل فلین هم داسې نښې نښانې ښودلې چې د پاکستان په وړاندې زغم نه لري، نوموړې ویلي پاکستان طالب وسلوالو ته د پناه ځایونو په ورکولو” دوه اړخیزه لوبه “ کوي.

لاس انجلس ټایمز د څیړونکو له خولې وايي، په سوریه او عراق کې د داعش په وړاندې د ټرمپ سخت دریځ ددې څرګندوی دی چې نوموړی به د اوباما پالیسي افغانستان کې مخته یوسي او دلته به د امریکايي سرتیرو پوځي ماموریت پراخ کړي او وبه یې غزوي، ځکه افغانستان هم دا مهال د داعش له ګواښ سره مخ دی، او ددې هېواد په ختیځ کې عملا پر څو ولسوالیو داعش واک لري.

د افغان اجرایه ریس عبدالله عبدالله ویاند جاوید فیصل بیا د ټرمپ د افغان پالیسۍ په اړه اندېښنې کم اهمیته بللي او د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته یې ویلي” موږ د د ټرمپ له ادارې سره شریک کار ته ډیر هیلمن یوو .“

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */