ژوند او ژواک

اوباما: سپینه ماڼۍ څه د کور د انګړ مدیرت نه دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې خپل ځای ناستي ډونالډ ټرمپ ته يې له غوږه تیره کړې چې د سپينې ماڼۍ مدیرت هسې نه دې” څنګه چې دې د یوې کورنۍ چارې تنظیموي . “

د ABC نیوز سره په خبرو کې ښاغلي اوباما ویلي، چې ډونالډ ټرمپ باید د متحده ایالاتو اداراتو ته درناوی ولري.

اوباما وویل: ” وروسته له هغې چې ته د ولسمشرۍ لوړ کوي؛ ښاغلی ټرمپ! تاسې د ځمکي پر مخ د یو سترې ادارې مسؤلیت ته اوږه ورکوۍ“.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې حکومتولي او ټاکنیز کمپاین یو بل سره توپیر لري.

اوباما وویل:” دلته د نړۍ ستر مالي بازارونه او سرمايي دي؛ او د نړۍ خلک ټولې هغه څرګندونې، چې تاسې (ټرمپ) يې کوئ، بیخي جدي نیسي “.

اوباما د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د روسیې له خوا د انټرنیټي بریدونو په تړاو، د امریکا د څارګرې ادراې په رپوټ هم وغږیده.

نوموړي وویل، چې هغه دا ډول بریدونه واړه بللي وه.

اوباما زیاته کړه:” زه فکر کوم ما د مسله د ټیکنالوژۍ په دې دور کې لکه څنګه چې پکار وه، هومره یې جدي نه وه نیولي. دا زموږ په خپلواکو ټولنو اغیز لري “.

نوموړی وايي، د ټرمپ سره د څارګرې ادارې په رول او په هغې د باور کولو په اهمیت هم په مفصل ډول غږیدلی.

ښاغلی اوباما به، چې د تیرو ۱۰ کالونو راهیسې د امریکا جمهور ریس دی، د روانې جنوري میاشتې په شلمه واک رسمآ نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وسپاري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */