کلتور او هنر نړۍ

هغه افغان سندرغاړی چې د کاناډا له لومړي وزیر سره ورته والی لري

اعلان

د یوه افغان سندري غاړي د څهرې ورته والي، د کاناډا د لومړي وزیر جسټن ترودو سره خلک حیران کړي دي.
دا افغان سندر غاړی سلام مفتون نومیږي او د محلي موسیقۍ غږوونکی دی.

سلام مفتون خلکو هاغه وخت مشهور شو چې د طلوع ټلویزیون په یوه خپرونه، ستاره افغان کې یې ونډه واخیسته.

دغه سندرغاړی د بدخشان ولایت اوسیدونکی دی، په موسیقۍ کې د میر مفتون شاګرد دی او کړه وړه یا سټایل یې هم کټ مټ د خپل استاد مېر مفتون په څېر برابر کړي وي.

دې انځورونو کې ښکاري چې د کاناډا د لومړي وزیر او افغان هنرمند ډیر توپير نه کیږي

نوموړی د دغه تلویزیونې خپرونې په لس غوره بهترینو سندرغاړو کې راغلی، خو اوس ورته د خلکو پام اوښتی او عکسونه یې په ټولنیزه مېډیا کې په دې خاطر لاس په لاس کیږي چې ګنې قواره یې کټ مټ د جسټن ټروډو یا د کاناډا د لومړي وزیر په څېر ده.

د ټولنیزو رسنیو کارونکي وایي چې د نوموړي قواره خوله، سترګې، د مخ کاسه، پزه او نور کټ مټه د ټرډو په څېر دي.

ځینو آن لیکلي چې په لومړي ځل لیدو یې فکر وکړ چې د کاناډا د لومړي وزیر قواره چا د ستاره افغان د سټیج د سر د کوم سندرغاړي په بدن ورنښلولې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې یوه افغان د نورې نړۍ د مشهور کسانو په څېر قواره لري بلکې تر دې وړاندې یو بل افغان هم د هندۍ سېنما د ستوري سلمان خان څهرې سره د ورته والي له امله مشهور شوی وو.

دغه راز یو بل افغان ورزشکار عباس هم د هالیوډ د پخواني ستوري بروس لي سره د ورته والي له امله شهرت موندلی وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی