سفر له نړۍ

په اوږدو سفرونو کې دا ټکي په پام کې لرئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

اوږده سفرونه که په الوتکه کې وي یا په موټر کې، مساپر ډېر ستړي کوي. تاسې هم كه اوږده سفرونه لرئ، ځينې ټکي درسره په پام کې ونیسئ:

– ټولو نه لومړی د ناستې پروخت مناسبه څوکۍ ولټوئ. داسې څوکۍ، چې هم یې موقعیت او هم یې شاوخوا ته ناست کسان ظاهراً ستاسې مزاج ته مزاحم ونه بریښي.

– مناسب لباس اغوستل هم ډېر ضرور دي. داسې لباس مه اغوندئ، چې په عذاب مو کړي. لباس مو باید د اقلیم، هوا او سفر لپاره په هرلحاظ مناسب او بې مزاحمته وي.

– له قیمتي شیانو سره مو محتاط اوسئ. مثلاً: كه د سرو زرو ساعت، ګوتمۍ یا نور داسې څه درسره وي، کوښښ وکړئ چې د خلکو له سترګو یې پناه وساتئ. کیدای شي خوب درشي، یا په کوم بل فرصت کې یې څوک درنه ولوټي.

– که سفر مو په الوتکه کې وي، کوښښ وکړئ چې مخکې کینښنئ. هلته معمولاً د ماشومانو او مېرمنو لپاره څوکۍ ځانګړې شوي وي، که تاسې ورته نیږدې وئ، حتمي ده چې د ماشومانو شور به مو مزاحمت کوي.

– د خوب لوازم ولرئ. هدف مو توشکې او بالښتونه نه دي، حد اقل په اوړي کې یو نری څادر او په ژمي كې یوه پټو درسره ولرئ. که شپه یا اوږده ساعتونه درباندې په لاره راځي، دا شیان مرسته کوي چې نسبتاً منظم او ارامه خوب ولرئ.

– د خوراکونو د ساتلو لپاره ځینې ګرځنده لوښي لرل ضرور دي. کیدای شي مېوه، خواړه یا نور څه په لاره کې درسره واخلئ، ووینځئ او یوه برخه یې وخورئ. د پاتې برخې د ښې ساتنې او خوراک لپاره لازم لوښي په در خوري.

– که په الوتکه کې مزل کوئ، ښه ده چې د هرو دوه ساعتونو له تېریدو وروسته لږ وګرځئ. دا ګرځیدل که د الوتکې په هره برخه کې ممکنه نه وي، کیدای شي له خپلې څوکۍ سره ودریږئ، پښې ازادې کړئ او په دې ډول د وینې جریان ته مو د اوښتل کیدونکي زیان سطحه کمه کړئ.

– د چای او کافي پرځای په سفر کې ښه ده، چې صحي اوبه د مایعاتو په توګه وکاروئ. چای او کافي په سفر کې د کارولو نه دي، اوبه د هغوی په نسبت زیاته ګټه لري.

– په سفر کې غوره ده، چې کتاب یا په ایپاټ او ګرځنده ټلیفون کې ځينې فلمونه او هم د برقي وسایلو چارجر درسره ولرئ. کولای شي وخت نه په استفادې سره مطالعه وکړئ یا ځینې فلمونه او سریالونه وګورئ.

– له خلکو سره خبرې او تعارف مه هېروئ. زیات خلک په سفرونو کې ښه ملګري پیدا كوي. تاسې هم خپله د نورو د ملګري کولو فرصت له لاسه مه ورکوئ او هم له نورو څخه له تاسې سره د ملګري کیدو فرصت مه اخلئ.

– دا وروستۍ سپارښتنه باید اول درته شوې وه، خو اوس هم د هېرولو نه ده. کوښښ وکړئ چې د داسې ترانسپورتي شرکت او هوایي شرکت په وسایلو کې سفر وکړئ، چې په ناکامۍ ډېر بدنامه نه وي.

په دې برخه کې کنجوسي مه کوئ، ستاسې ژوند او سهولت مهم دی. کیدای شي څو روپۍ زیاتې مصرف کړئ خو په ښه موټر/ الوتکه کې لاړشئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي