ټولنیز ژوند روغه سټه سفر

که هندوستان ته د درملنې لپاره ځئ، نو لومړی دا ولولئ

ژوند تل یو ډول نه وي او وخت ناوخت بیلابیلې ناروغۍ ددې سبب کیږي چې یو څوک باید ډاکتر ته ولاړ شي.

ګڼ افغانان په افغانستان کې د طبابت په برخه کې د ښو ډیرو ستونزو، دولتي بې پرواییو، او د طبابت په برخه کې د شته درغلیو او خپلسریو له کبله هند او پاکستان ته د درملنې لپاره مخه کوي.

د پاکستان د درملنې موضوع به یو بل بحث ته پریږدو. دلته د هند په اړه غږیږو.

هغه افغانان چې هند یې د درملنې لپاره ناروغان بیولې، دغلته د ترجمانانو، د روغتونو له کمیشنکارانو او د تجارتي روغتونو له ناسم چلن پراخ شکایتونه لري. ګڼ له دوی څخه د یوې وړې درملنې لپاره لوټل شوې دي. او ځینې یې پرته له دې چې درملنه یې وشي، راستانه شوي دي. په هند کې درملنه د افغانانو لپاره یو فرصت دی، خو له ستونزو ډکه موضوع ده، او کله چې هم د درملنې لپاره دې هیواد ته ځئ باید مخکې تر مخکې له ځان سره پوره معلومات ولرئ او د تګ لپاره یو قوي دلیل ولرئ.

موږ څه موده مخکې د یاران له خوا له هغو کسانو څخه چې یا هند ته د درملنې لپاره تللي او یا هلته اوسې، یوه نظر پوښتنه وکړه. له دوی مو د هغو افغانانو لپاره چې غواړي هند ته د رملنې لپاره ولاړ شي، مشورې وغوښتي.

یاران ته له راغلو لسګونو پیغامونو او تبصرو څخه په لنډه توګه دا معلومات راووتل، چې لوستل یې بې ګټې نه دي.

1- ایا ناروغي مو دومره ده چې هند ته درملنې پسې ولاړ شئ؟

ګڼ خلک د ډیرو داسې ناروغیو لپاره هند ته درملنې سخته لاره په مخکې نیسي چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې یې هم درملنه ممکنه وي. په دوی کې ډیر هغه کسان دي چې اصلا فزیکي ناروغۍ نه لري بلکې رواني فشارونو په کې مبهمې فزیکې نښې پيدا کړي، او د افغان ډاکټرانو له درملنو ستړې شوي او هند ته ځي. دا کسان باید لومړی هڅه وکړي چې په افغانستان کې له یو صادق او ایماندار ډاکتر سره مشوره وکړي. که په کلینکونو کې پر ډاکترانو بې باوره شوی وی، کولی شي خپلو خپلوانو یا دوستانو کې داسې یو ډاکتر پیدا کړي چې د خپل روغتیايي وضیعت، افغانستان کې د کړې درملنې، شوي تشخیص په اړه ورسره سلا مشوره وکړي. که چیرې له مشورې وروسته هم فکر کوي چې هندوستان ته یې د درملنې لپاره تګ ضرور دی بیا دې د سفر موزې پښو کړي.

کنه دا مهال په افغانستان کې هم د ګڼو ناروغیو درملنه که څه هم سرګرداني غواړي خو ممکنه ده. او ګڼ هغه ناروغان چې اوس هندوستان یا نورو هیوادونو ته ځي، کیدای شي په کور دننه تداوي وشي.

2- هندوستان ته له تګ مخکې معلومات راټول کړئ

که پریکړه مو وکړه چې هندوستان ته باید درملنې لپاره ولاړ شئ، نو تر تلو مخکې د خپلې ناروغۍ پر څرنګوالي سربیره د سفر، استوګنې، روغتونونو او ترجمانانو په اړه معلومات راټول کړئ.

ددې لپاره ښه داده چې له کابله مو یو روغتون یا کلینک په هند کې کوم روغتون ته رسما معرفي کړي. که داسې ممکنه نه وي لږ تر لږه په کابل کې باید له یو روغتون، ډاکتر یا کلینک څخه د خپلې ناروغۍ او په هندوستان کې د درملنې لپاره د مناسب روغتون په اړه معلومات تر لاسه کړئ.

د یو شمیر افغان ډاکترانو بوختیاوو او له ناروغانو سره ناسم چلن ته په پام دا کار ستونزمن دی، خو که هڅه وکړئ کولی شئ، په کابل له ډاکترانو او روغتیايي مرکزونو داسې معلومات تر لاسه کړئ چې هم ستاسو د ناروغۍ جزییات درته ووايي او هم درته دا لارښونه وکړي چې په هند کې څه ډول یو روغتون ته ولاړ شه. او یا دقیق درته هلته یو روغتون وښيي چې ستاسو درملنه کولی شي.

دویمه د معلوماتو سرچینه هغه کسان دي چې له تاسو مخکې د درملنې لپاره هندوستان ته تللي. داسې کسان چې تاسو د ورته ناروغۍ له کبله هند تللي وي، بهترین معلومات درکولی شي. خو که د بلې کومې ناروغۍ لپاره هم هندوستان ته تللي وي، بیا هم د سفر، ترجمې، روغتونونو او لګښتونو په اړه بهترین معلومات ترې تر لاسه کولی شئ. لږ تر لږه تر تګ مخکې له دوه درې تنو داسې کسانو سره خامخا مشوره وکړئ چې هند تر تاسو مخکې درملنې لپاره تللې وي. داسې کسان که ستاسو خپلو خپلوانو کې نه وي، په پوښتنه او هڅه یې پیدا کولی او معلومات ترې اخیستلی شئ.

دریمه د معلوماتو سرچینه انلاین معلومات دي.

په هند کې روغتونونه او هغه ایجنسۍ چې د ناروغانو او روغتونو لپاره کار کوي، په ټولنیزو رسنیو کې شته، او ویب پاڼې هم لري. که څه هم دا انلاین معلومات ډیر تبلیغاتي دي او په ټولو خبرو یې باور کول نه دي پکار، خو که د یو اوښیار کس په مرسته تر تګ مخکې هندوستان کې د ښې درملنې لپاره انلاین معلومات راټول کړئ، دا به تاسو ته په هغه هیواد کې د روغتونونو، طبابت او درملنې په اړه یو عمومي تصویر درکړي. نو تر سفر مخکې انلاین ښه پراخ معلومات د هند د روغتونونو، لګښتونو، استوګنې او د سفر او درملنې د نورو اړخونو په اړه راټول کړئ.

3- افغان ترجمان – د افغان ناروغانو تر ټولو جدي ستونزه

په هند کې په ځانګړې توګه په نوي ډیلي کې یو شمیر افغانانو د ترجمانانو په نومونو د ناروغانو لوټولو ته ملا تړلې ده. ښايي د ګوتو په شمیر ښه ترجمانان به هم په کې وي، خو ګڼ له دوی څخه ترجمانان نه بلکې غله او کمیشنکاران دي. او هغوی چې هند ته په درملنې پسې د دوی په ډاډ ورغلي ډیر یې بیرته لوټل شوي او په روغتونونو پلورل شوي راستانه شوي دي.

ددې لپاره د یاران ګڼو لوستونکو سپارښتنه کړې چې که څوک هندوستان د درملنې لپاره ځي، نو یو داسې څوک دې له وطن څخه ځان سره راولي چې لږ بیدار وي او په اردو، هندي او یا انګلیسي ژبو پوه شي. په ځانګړې توګه که په انګلیسي ژبه خبرې کولی شي، ډیره مرسته درسره کوي. تاسو کولی شئ هغه پیسې چې هندوستان کې یې یو ترجمان ته ورکوئ، په وطن کې یو نژدې دوست یا خپلوان ته ورکړئ او یا ترې مرسته وغواړئ چې سفر کې درسره ملتیا وکړي. که یو بیداره او په ژبه پوه څوک درسره وي، نو ستونزو سره نه مخ کیږئ. که غور وکړئ، ستاسو په شا او خوا کې داسې ځوانان پیدا کیږي چې هم په انګلیسي پوهیږي او هم یې د وخت سره سمه چالاکي زده ده، او مرسته درسره کولی شي. تاسو کې ددې کسانو د سفر لګښت ومنئ، هند کې مو ځان ته ډیر نور لګښت سپمولی وي.

پر دې سربیره هم که ترجمان ته اړتیا وي، ښه داده چې هندوستان کې یو دوه ورځې هلته په ځینو افغان میشتو سیمو کې له میشتو افغانانو سره پاتې شئ، او هلته له هغو مساپرو افغانانو معلومات تر لاسه کړئ چې ترجمانان نه دي خو هند کې اوسیږي. او چې لږ مو سترګې وغړیدې، له نورو ناروغ لرونکیو او ځینو میشتو ښو خلکو سره مو خبرې وشوې، نو کیدای شي هغوی درته ځینې ښه ترجمانان، یا کمیشنکاران معرفي کړي. او یا درته نورې لارې چارې وښيي.

له رسیدو سره سم د نوي ډیلي په هوايي ډګر کې ځان د کوم چالاک افغان ترجمان په لاس مه ورکوئ

یعنې له رسیدو سره سم د نوي ډیلي په هوايي ډګر کې ځان د کوم چالاک افغان ترجمان په لاس مه ورکوئ، بلکې یو دوه درې ورځې په یوداسې سیمه کې پاتې شئ چیرې چې نور افغان ناروغ لرونکي هم وي او لومړی معلومات راټول کړئ بیا پریکړه وکړئ. په یاد لرئ چې هوايي ډګر کې افغان ترجمانان د افغان ناروغ لرونکو مخې ته ولاړ وي، او هڅه کوي په سل رنګه پلمو مو ځان سره کړي. ښه داده چې مننه ترې وکړئ، او ځان لومړی هغه ځای ته ورسوئ چې مخکې له مخکې مو د استوګنې لپاره ټاکلي وي. یو دوه ورځي له ځايي افغانانو او نورو ناروغ لرونکو معلومات ټول کړئ او بیا پریکړه وکړئ.

داسې سیمې چې افغانان په کې وي، په نوي ډیلي کې څو ځایه دی، او تاسو یې باید له تلو مخکې په اړه معلومات راټول کړي وي. ادرس او پته مو باید مخکې له مخې ځان سره ساتلي وي.
همدارنګه له ځان سره یو اینټرنیټ لرونکی فون ولرئ، هند ته په رسیدو تاسو کولی شئ، د انټرنیټ ډیټا لرونکي سیم کارډ واخلئ. دا به تاسو سره د ادرسونو په موندلو ، له دوستانو سره د مشورې لپاره د تماس په نیولو او نورو چارو کې ډیره مرسته وکړي.

داسې سیمې چې افغانان په کې وي، په نوي ډیلي کې څو ځایه دی، او تاسو یې باید له تلو مخکې په اړه معلومات راټول کړي وي. ادرس او پته مو باید مخکې له مخې ځان سره ساتلي وي.

4- له نوي ډیلي پرته د هند په نورو لویو ښارونو کې په درملنه غور وکړئ.

دا چې نوې ډیلي ته ګڼ افغان ناروغان ورځي، نو دغلته کمیشنکارانو او ترجمانانو په روغتونو او او هوايي ډګرونو کې ناروغ لرونکو ته جالونه غوړولي دي او پر روغتونونو یې د افغان ناروغانو بیروبار زیات دی. په هندوستان کې ګنو میشتو افغانانو یاران ته په پیغامونو کې ویلي چې افغان ناروغان دې له نوي ډیلي پرته د هند په نورو ایالتونو او ښارونو کې د ښو روغتونو لټه وکړي چې ډیر زیات دي.

که تاسو له نوي ډیلي پرته په کلکته، بنګلور، چینای، ممبیيي، حیداراباد ، چاندیګر او نورو ښارونو کې مخکې له مخکې د خپلې درملنې لپاره ښه روغتونونه پیدا کړئ شئ، او هلته ورشئ، ښايي د نوي ډیلي په مقایسه کمو ستونزو سره مخ شئ. تاسو کولی شئ چې په دې اړه تر تګ او سفر مخکې له ځینو خلکو سره مشوره وکړئ او په نورو ایالتونو کې معتبر او باوري روغتونونه خپلې درملنې ته ومومئ.

په ځانګړې توګه د یاران لوستونکو د کلکتې ډیره سپارښتنه کړې چیرې افغانان هم شته او مرسته ترې غوښتلی شئ.

5- اوس نو ستاسو وار دی، تاسو پر دې سپارښتنو څه ورزیاتوئ، په تبصرو کې یې ولیکئ. که ستاسو معلومات د یو افغان ناروغ ستونزې را کمې کړي، دا به مو لوی کار کړی وي. نو سختي مه کوئ، او تبصرو ته شئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پاڅون بهرام خیل