ټولنیز ژوند خوندیتوب سفر

د ژمنيو سفرونو پر وخت دا لوازم ولرئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

په ژمي کې معمولا د سفرونو او چکرونو کچه کمیږي. په اسیا کې افغانستان، هندوستان، ټایلنډ، سریلانکا او یو شمېر نور هغه هېوادونه دي، چې د اورښتونو او سړې هوا له کبله خلک پکې خپل سفرونه او چکرونه کموي.

خو له سفرونو په ټوله کې مخ هم نه شو اړولی؛ ګڼ دلایل او لاملونه سبب کیږي، چې په ژمي کې مو هم سفرونو او چکرونو ته هڅوي او مجبوروي.

د داسې حالت د مدیریت لپاره لازمه ده، چې ځینې ټکي په پام کې ونیول شي:

ګرم جاکټ
د باراني موسمونو یو خاصیت دا دی، چې تاسې ګرځیدو ته هڅوي.

په دغه وخت کې قدم وهل ریښتیا هم خوندور وي؛ معمولا د دغه ګرځیدو په وخت انسان نه خوښوي، چې زیات شیان یې د لباسونو پرسر اغوستي وي.
مثلا: څادر، بالاپوش او نور په دغسې خوندوره هوا کې ډېر ښه نه لګي؛ خاصتا چې تاسې زیات قدم وهئ او خوله کیږئ.

خوله کیدل مو هوسوي، چې زر د جامو یا دریشۍ له پاسه اغوستي شیان وغورځوئ.

دا کار سمدستي ستاسې خوله او د ګرمۍ احساس آراموي؛ خو جانبي عوارض یې ښه نه دي او ناروغۍ درته پیدا کوي.

د ستونزې د حل لپاره غوره ده، چې ترجامو لاندې ګرم جاکټ ولرئ. د جاکټ ښیګڼه دا ده، چې زر نه ویستل کیږي او تاسې په دې کار لاس نه پورې کوئ.

د سفر لوی بیک ولرئ
په ژمي کې د سفر پر وخت یو لوی بیک درسره ولرئ. کیدای شي تاسې د ځینو شیانو اخیستو ته اړتیا پیدا کړئ او ویې پېرئ.

د پېرودلو شیانو د خوندیتوب لپاره د داسې اوبو ضد بیک لرل ضرور دي، چې ستاسې اخیستي او نور وسایل له لمدیدو او خرابیدو څخه وژغوري.

له لمر او حشراتو خوندي شئ
باراني هوا د دې سبب کیږي نه، چې تاسې د لمر او حشراتو له زیانونو ځان خوندي وګڼئ.

په دغه موسم کې هم لازمه ده، چې د لمر ضد عینکې، کریم او همدا شان د حشراتو ضد درمل او وسایل یا درسره یوسئ او یا یې د سفر ځای کې درته را ونیسئ.

مناسب لباس
د سفر لپاره مختلف لباسونه درسره ولرئ. کیدای شي د شپې یا سهار له لورې سختو ګرمو لباسونو ته اړتیا پیدا شي؛ خو د ورځې په جریان کې د رسمي ناستو لپاره عادي لباسونو ته اړتیا پیدا شي.

تاسې ته لازمه ده، چې د مختلفو لباسونو امادګي ولرئ، که یې نه لرئ له ستونزو سره مخ کیدای شئ.

چترۍ
چترۍ د ژمنیو سفرونو لپاره مهم دي. که هرچېرته سفر کوئ، له چترۍ ځان مه بې برخې کوئ.

له چترۍ لرلو پرته نه یوازې د ژمنیو سفرونو پرمهال؛ بلکې هرچېرته له ستونزو سره مخ کیدای شئ.

مختلف پوښاک ولرئ
د ژمي هوا معلومه نه وي؛ کله سختې خټې وي، کله هوا سمه او عادي وي.

د مختلفو حالتونو لپاره لازمه ده، چې پښو ته د پوښاک مختلف شیان ولرئ.

کیدای شي په خټینه ځمکه کې موزو، بوټانو او نورو شیانو ته اړتیا وي.

همدا ډول له خټو پرته په اواره ځمکه کې څپلۍ او څپلکو ته اړتیا پیدا کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي