خواړه روغه سټه سفر

مخکې او وروسته له پرواز باید څه وخورو او څه نه؟

اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

معمولا په دې ورځو کې کم پېښېږي چې پرته له ناروغ او ناروغۍ په هوایي سفر چېرته ولاړ شو او د خوړو د کمښت له امله، زیاتره کسان له ځانه سره آذوقه اخلي تر څو د سفر پر مهال د لوږې مخنیوی لپاره او په داسې حال کې چې فکر کوي دا خواړه صحي دي، اخلي مګر ممکن د دې مطلب په لوستلو به مو پام شي چې سم انتخاب مو نه درلود او د معمول په ډول به تاسې ته د دې خوړو اغېزې روښانه شي.

هغه خواړه چې باید مخکې له الوتنې ( پرواز) وخوړل شي:

 کم سودیم لرونکي خواړه

له اندازې زیاته مالګه د الوتنې پر مهال د نس د باد لامل ګرځي، نو غوره ده له هغو خوړو چې کم سودیم لري ګټه واخلئ لکه کولای شئ له مېوو یا سبو څخه له ځان سره ولرئ تر څو له تازه خوړو ګټه واخلئ.

 د مالټې خوړل مخکې له الوتنې

معمولا د ورېځو پر سر او الوتکه کې سفر کول خپل اغېز لري او د بدن دفاعي سیستم باید له سفر وړاندې په کافي اندازه وېټامین سي ولري. د مالټې خوړل نه یواځې دا چې وېټامین بدن ته رسوي بلکې بدن مو هم په کافي اندازه اوبه تر لاسه کوي.

 ګیاهي بوټو چای څښل مخکې له الوتنې

که چېرې ډېر کافیین او قهوه مصرف کړئ، بدن مو وچېږي، نو د هغه پر ځای د ګیاهي بوټو چای څځه ګټه واخلئ د کافیین پرته چای ستاسې د بدن رطوبت متعادل ساتي او همدارنګه کولای شي د هضم چاره بهتره کړي.

 د مستو خوړل مخکې له الوتنې

هوایي سفر په معدې او نس ډېر اغېز لري او نشي کولای څومره کیلو متره لوړ په اوبو، خواړه هضم کړي مستې په طبیعي توګه د پروبیوتیک لرونکي دي، چې کولای شي ستاسې هضمي سیستم ښه تنظیم کړي.

 د لیمو اوبه

آیا له الوتکې ښکته کېدو څخه وروسته د لوږې احساس کوئ؟ ځینې وختونه ګنس کېدل د بدن د اوبو کموالي له امله هم وي چې کېدای شي ستاسې د خوبجنتیا لامل شي چې زیاتو اوبو څښلو او د لیمو د یوې ټوټې سره کولای شئ د لیمو د انتي باکتریال څخه ګټه واخلئ همدارنګه د ستوني له درد مخنیوی کوي.

 د ممپلیو خوړل مخکې له سفر څخه

د ممپلیو د دروند خاصیت درلودلو له امله هېڅکله نشئ کولای په الوتکه کې یې وخورئ مګر مخکې له الوتنې کولای شئ ترې ګټه واخلئ.

 خالص پروتین

خالص پروتین نشئ کولای له خوړو لکه کب یا سوخاري چرګ غوښې څخه تر لاسه کړئ د بېلګې په ډول باید له اوبو سره پوخ شوي چرګ غوښې څخه ګټه واخلئ، تر څو بدن مو د الوتنې پر وخت په کافي اندازه پروتین پوره کړي.

کوچنۍ سپارښتنې مخکې له سفر څخه

آیا په دې لټه کې یئ چې د سفر پر مهال ویده شئ، له اندازې زیات خواړه مه خورئ او که فکر کوئ ډېر خواړه خوړل ستاسې د ډېر موړ ساتلو لامل کېږي، باید لږ څه محتاط واوسئ او د کم خوړلو سره کولای شئ آرام او ښه خوب وکړئ.

قهوه یي رنګه وریجو خوړل

که مسافر یئ کولای شئ له یوې کاسې غلې څخه ګټه واخلئ تر څو د سفر پر مهال د کمزورۍ سره مخ نشئ.

له الوتنې وروسته څه باید وخورو او څه ونه خورو؟

د دې لپاره چې وروسته له الوتنې سفر زپلي نه شو، ډېر مهم دی چې سم خواړه مصرف کړو په خوب کې نارامي، د لوږي حس ډېروي او تاسې باید یو څه وکړئ چې د خوړو له ډېر خوراک مخنیوی وشي او ورسته له پرواز ښه ده هغه خواړه چې بیا ځلي ستاسې د بدن میتابولیزم په کار اچوي، وخورئ.

له الوتنې وروسته د انتي اوکسېدان لرونکو مېوو او سبو خوړل

د مالټې، شفتالو، کښته، ځمکني توت یا انګورو خوړل مناسب دي. انتي اوکسیدان ستاسې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او دا مېوې ستاسې د بدن اوبو کموالی د سفر له امله بېرته تامینوي.

شین چای

شین چای څښل د کافیین لرونکو څښاکونو په پرتله غوره دي د دې تر څنګ د وینې جریان زیاتوي.

د تریخ خوند لرونکو خوږو خوړل

تریخ خوند لرونکي خواږه خواړه تاسې سره د سفر د اغېز په لرې کولو کې مرسته کوي ځکه د مګنیزیم بډایه سرچینه ده.

شاتو څخه ګټه اخیستل

یوه قاشقه شات له ګرمو اوبو سره کولای شي د سفر له امله ګنسیت له منځه یوسي او که له خوب مخکې یو اندازه شات وخورئ، کولای شئ ځیګر مو روغ رمټ وساتئ.

له لاندې یادو شویو خوړو ډډه

ځینې وختونه واقعیت تریخ وي مهمه نده څومره له دې خوړو سره مینه لرئ چې له دې خوړو ډډه د دې لامل ګرځي آرام او هوسا سفر ولرئ.

له قند لرونکو خوړو ډډه

د کاربوهایدرېت څخه مشتق شوي خواړه لکه ککاو، کېک، خواږه څښاکونو څخه ډډه وکړئ ځکه دا خواړه تاسې نه مړوي همدا د دې لامل ګرځي تر څو له وخت وړاندې ډېر وږي شئ.

کافیین

د کافیین لرونکو څښاکونو څښل یواځې ستاسې د ضعیفتیا او منظمو چارو ګډوډۍ لامل ګرځي.

د اسید سلفوریک له بډایه پروتینو ډډه

د پروتینو پودر، د چرګې هګۍ او غوښې څخه وړاندې له الوتنې  ګټه اخیستل ښه وړاندیز ندی ځکه د دې لامل ګرځي چې مېکروبونه هایدروجن سلفیت تولید کړي چې هضم یې درې تر پنځه ساعتونه وخت ته اړتیا لري. مګر دا چې ستاسې دسفر موده ډېره لنډه وي. د اوږد سفر لپاره د دې خوړو څخه ډډه وکړئ.

د وچې مېوې څخه ډډه کول

زیات شمېر وچې مېوې  په ځانګړې توګه په زیاته کچه د فیبر لرونکي دي مګر د دې شتون په بدن کې ګاز تولید لامل کېږي. همدارنګه په لوړه کچه کالوري او قند لري غوره ده پر ځای یې د سپکو خوړو څخه ګټه واخیستل شي.

د آجیل څخه ډډه

آجیل د بادام، پستې، چهار مغز، فندق او … یو ځای کولو ته وایي. په آجیل کې شته فېبر مغذي او د شخص سلامتیا لپاره وړ دي، خومخکې له الوتنې یې خوړل معده  درنوي او د دې لامل ګرځي د سفر پر مهال د ډېر فشار سبب شي.

له بې قنده ژاولو ډډه

په دې موادو کې موجود شکر ډېر توپیري دي او کولای شي د هضم چاره ډېره چټکه کړي مګر د باد او اسهال احتمال ډېر زیات دی او د دې امکان شته د دې ډول ژاولو ژول د سفر پر مهال تاسې د ستونزې سره مخ کړي.

د کچالو له چپسو خوړلو ډډه

دا مواد د خوند اپوټه، په لوړه کچه قند او کالوري لري مګر مغذې مواد یې کم دي او د مالګې زیاتوالي له امله درنو خوړو په ډله کې شمېرل کېږي په بدن کې د مایع جریان زیاتوي د باد او پښو پړسوب او همدارنګه د خوړو د رفلکس اسید نښې ورسره وي.

 

سرچینه: نمناک

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.