ادبیات

ژباړه او ټولنې ته یې ارزښت

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: صابر حمیدي

ژباړه هغه فن یا مهارت ته ویل کیږي، چي د هغې په مرسته موږ کولای سو د اړتیا منځپانګه یعني پيغامونه، معلومات او پوهه د یوې ژبي د چارجوب څخه وکاږو او د بلي ژبي ته یې انتقال کړو.

په دې کي شک نسته چي د ویل سوو ټکو ترجماني د ژباړي څخه مخکي راغلې ده، خو ژباړه پخپله د لیکل سوو ادبیاتو د راتلو سره راغله.

د ژباړي مهموالی

په دې ټولنه کي که چیري د ژباړي دود، عنعنات او فرهنګ نه واd، نو چیري به د انسانانو لرغوني علمي میراث یوې بلي ژبي او ټولني ته رسېدلی وای.

نړۍ چي د فلسفې او ساینس پر اوږو تر اوسنۍ زمانې رارسېدلې دا هم د ژباړي تبادله ده.

انسان چي د خپلي کمي او محدودي پوهي په بنسټ ژباړه زده کړه او خپل شفاهي توکي یې تحریري ادبیاتو ته واړول، نو نه یوازي د مځکي پر مخ بلکي د کائناتو په هغه ګوښو کښي ئې هم د معلوماتو د لاس ته راوړلو سفر ته دوام ورکړ، چي تر هغه پخوا دوی په بشپړه توګه ورڅخه ناخبره وه.

“يو چا ريښتيا ویلي دي، چي که ژباړه نه وای دود سوې، نو نړۍ به د ګونګيانو په يوه کلي بدله سوې وای”

په پښتو ژبه کښي د ژباړي تاريخ شاوخوا يوولس سوه کلونو ته رسېږي، د «لرغوني پښتانه» په اساس لومړۍ معلومه ژباړه د ابو محمدهاشم سرواني (٢٢٣هـ- ٢٩٧هـ ق) هغه منظومه ژباړه ده، چي د خپل عرب استاد شعر ئې پښتو ته منظوم را ژباړلى وو، نو په دې حساب که و ګورو پښتو ښايي په ژباړه کښي هم تر ډېرو ژبو زوړ تاريخ ولري، خو که ئې د کميت او کېفيت له پلوه و ارزوو او پښتو ته له نورو ژبو را سوي ژباړي زموږ له ژبو سره پرتله کړو، نو فکر نه کوم چي له محدودو ادبي او ديني آثارو پرته دي د علم په نورو برخو کښي سيالي ورسره وکړل سي.

د نړۍ هغو ملتونو او د هغوی ژبو ډېره چټکه وده کړې ده، چي پر وخت ئې د ژباړي اړتيا محسوسه کړې ده او د خپلو ژبو د ادبياتو تر څنګ ئې د نړۍ د بېلابېلو ژبو علمي آثار خپلو ژبو ته ژباړلي دي او دا هم د ژباړي برکت دى، چي د نړۍ د بېلابېلو اديانو مقدس کتابونه يوې بلي ژبي ته ژباړل سوي او خلګو ته ئې د ژوند، ميني، بشر دوستۍ او اخلاقو پېغام رسولى دى.

د ژبپوهانو په نظر ژبه په يوه ورځ او د ځانګړو کسانو له خوا نده جوړه سوې، بلکې د ټولنيز تړون له مخي د پېړيو په اوږدو کښي د اولس په ګډ زيار جوړه سوې او وخت په وخت له اړتياوو سره سمي زياتوني پکښي سوي دي.

کومي ټولني چي تر اوسه په علمي لحاظ وروسته پاته دي او د خلګو ئې فکري وده نده کړې، يو لوی سبب ئې دا دى چي هغوی خپلي ژبي ته د نورو ژبو د ادبياتو دروازې ندي را خلاصي کړي.

د انسانانو تر منځ چي د سياسي او اقتصادي ګټو په خاطر په پېړيو ـ پېړيو د مذهب په نامه عقيدوي کرکو او تعصبونو ته لمن وهل سوې ده او انسانان له يوه بله ليري کړل سوي دي، د بېرته را نژدې کولو لپاره د دوی شريک ادبيات په دې کښي مهم نقش تر سره کولای سي، خو که دوی د يو بل په ادبياتو د پوهېدو لپاره د ژباړي هنر خپل نه کړي او د ژباړي په وسيله په ادبياتو کښي د يو بل کلتوري ارزښتونه او نفسيات، ټولنيز ژوند، جنسي او جمالياتي تمايلات او تاريخ ونه پېژني، نو ډېره به ګرانه وي چي يو بل ته را نژدې سي.

که چیري موږ ژباړي ته مخه نکړو او پښتو ژبه په همدې اوسنیو شرایطو کي همداسي پرېږدو، یوه ورځ به خاماخا پښتو ژبه یوازي د شعر او شاعرۍ لپاره کاروو او د ټکنالوجۍ لپاره به بیا نوري بهرنۍ ژبي کاروو.

ایټالوی لیکوال ایټالو کالوینو وايي”له ژباړي پرته به زه د خپل هېواد په پولو کښي بندي وای، ژباړونکى زما تر ټولو ښه ملګرى دى، چي زه ئې له نړۍ سره اشنا کړم”،

نو که غواړو چي له نړۍ سره اشنا سو، د نړۍ له غني ادبياتو، د هغوی له تاريخ، عقائدو، کلتورونو، سياستونو، اقتصاد، لرغونو تهذيبونو، ساینس، نفسياتو او فلسفې سره اشنا سو، نو پکار ده چي ژباړي ته مخه کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران