سپورټ نړیوال کرکټ

بېګ باش لیګ کې د سِکې ټاس پر ځای د بېټ ټاس واچول شو

اعلان

ټاس په انګریزي ژبه کې پچې ته ویل کېږي، ورته په پښتو ژبه کې بدیله کلمه پچه ده.

ټاس په یوه سِکه یا فلزي پېسو ته ورته دایروي جسم باندې اچول کېده؛ خو اوس د اسټرالیا په نارینه بېګ باش لیګ کې پرېکړه شوې، چې د سِکې پر ځای به نور په بېټ ټاس اچول کېږي.

د اسټرالیا په بېګ باش کرکټ لیګ کې به نور د سکې ټاس نه کارېږي پرځای به یې کوچني بېټونه د ټاس اچولو لپاره وکارول شي.

بېګ باش لیګ د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه په اسټرالیا کې پېلېږي.

مخکې به ټاس کې دوه برخې وې، یوې برخې ته یې هېډ یا سر وایه او بلې برخې ته یې ټېلز یا لکۍ ویله.
هېډ نه مطلب د سړي یا سکه کې د حېوان سر و او ټېلز نه مطلب بیا د حېوان لکۍ وه.

پخوا په چين کې داسې سِکې وې، چې یو طرف ته یې د چېن د امپراتورې انځور و او بل طرف ته یې کښتۍ وه، نو هغې ته هېډ او شېپ کلمې کارل شوې وې او انګلستان کې بیا د امپراتورې او کراس یا چلیپا علامه وه.

کله چې ټاس پورته کېده نو مقابل لوبډلمشر به ویل، چې هیډ یا ټېلز اخلم، بیا به چې کله چا ټاس ګاټه خوښه بیا د ګټونکې لوبډلمشر وه، چې توپ وهنه یې خپله کوله او که توپ اچونه.
اوس چې د سِکې ټاس په اسټرالیا کې په بېټ بدل شو؛ نو یوې برخې ته د هېل یا غونډۍ کلمه کارېږي او بلې برخې ته فلټ یا هموار او هواره معنی کارېږي؛ دا کلمې د دې لپاره کارېږي، چې د بېټ مخ هموار او مسطح وي او د بېټ شا یا ملا د غونډۍ په څېر لوړه او قات وي نو ځکه دا کلمې ورته کارېږي.

مخکېني ټاس ته کاین یا سکه ویل کېدله او اوسني ټاس ته بېټ فلېپ وایي.

د بېګ باش لیګ مشر کېم مک کاني ویلي، چې د بېټ ټاس نسبت د سِکې ټاس ته منطقي او درست دی؛ نو ځکه یې دوی په اړه تصمیم ونیو.

بېګ باش لیګ مشر ویلي، چې دوی د ټاس پورته کولو لپاره مناسب بېټونه جوړوي او په هغه به بیا ټاس یا پچه اچول کېږي.

له دې وړاندې په بېګ باش سوداګریز کرکټ لیګ کې د لومړي ځل لپاره په وېکټ کې د لایټ یا ګروپ روښنایي سیسټم رامنځته شو، کله چې وېکټ له توپ یا بل شي سره ټکر شي ګروپ لګوي، چې د اوټ پر مهال ډېرې اسانتیاوې لوبڅار ته په واک کې ورکوي.

د برېسبېن لوبډلې لوبډلمشر کریس لیين، چې مجیب ځدران هم ورسره په لوبډله کې شامل دی، د راشدخان دوی لوبډلې لوبډلمشر ټراوېس هېډ سره د لومړي ځل لپاره دا ټاس غورځوي.

د بېګ باش لیګ د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د راشدخان دوی او مجیب ځدران دوی په لوبه پېلېږي.

دا لوبې د فبروري په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږي، د دې لوبو اتلولي تېر کال د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې ګټلې وه، راشدخان هم له همدغې لوبډلې سره ولوبېد.

راشدخان تېر کال په دغه لیګ کې ۱۷ وېکټې اخېستې وې او د ټول بېګ باش لیګ غوره توپ اچوونکی و.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې