تورخم کې نن ورځ ارامه خو ترینګلتیا دوام لري
تورخم کې نن ورځ ارامه خو ترینګلتیا دوام لري

تورخم کې ترینګلتیا د دریمې ورځې لپاره دوام درلود

تورخم کې نن ورځ نسبي ارامه وه . خو تیره شپه دغلته د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښتې شوې دي .

افغان چارواکي وايي په تورخم کې د افغان او سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو په بیګانۍ نښته کې د خوشال په نوم یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی دی.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې په دغه جګړه کې پنځه نور ټپیان شوي هم دي.
ویل کیږي چې پاکستاني لورې ته د تیرې شپې په جګړه کې مرګ ژوبله اوښتي خو چارواکو یې د دقیقې شمیرې په اړه څه نه دي ویلي .

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا جګړه تېره شپه بیا هم در دریم ځل لپاره د پاکستاني پوځیانو له خوا پیل شوه.

په تورخم کې خبریالان وايي اوس سیمه ارامه ده ، خو ترینګلیتا لا هم دوام لري او په داسې حال کې چې د دواړو لورو ترمنځ پر کوم اوربند موافقه نه ده شوې د جګړې د بیا پیل احتمال شته .

افغان ولسي جرګې د تورخم په اړه جدي ارزونه غوښتې

د افغانستان ولسي جرګې په تورخم کې پر افغان سرحدي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو بریدونه وغندل او د افغان ځواکونو د دفاع او مېړانې ستاینه یې وکړه.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري چې د جرګې د چارشنبې د ورځې د عمومي غونډې مشري یې کوله وویل چې د افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي ارزونه ولري.

د ولسي جرګې مرستیال دغه شان وویل چې د د دفاعي او کورني امنیت له کمیسیونونو څخه جوړ یو ګډ یو پلاوی ته دنده سپارل شوې چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتو موضوع وڅېړي.

په غونډه کې دغه شان په دې ټینګار وشو چې په تورخم کې راولاړې شوې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو اوارې شي.

په ورته وخت کې د پاکستان لپاره دا فغانستان سفیر او پدې هیواد کې د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخیلوال ویلي چې د تورخم د لانجې په اړه له لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي زاخیلوال دغه څرګندونې پرون [سه شنبه] کابل ته تر لنډ سفر وروسته په اسلام اباد کې له رسنیو سره شریکې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.