سفر

لس هغه هیوادونه چې تر نورو ډیر امن دي

نازو کمال
موږ مو نه یوازې له نړۍ سره اشنا کوو، بلکې دا هم ښه ده چې در په یاد شي، شته ډېری هېوادونه چې هلته لا ماشومان توپک، مړی او ځانمرګی نه پېژني، دا ویره هم نه شته چې نن به کور ته روغ ستنېږو او که…
خیر راځئ وپېژنئ چې د نړۍ تر ټولو امن هېوادونه کوم دي؟

ایسلنډ؛
د ژوند کولو له‌پاره لومړنی امن هېواد دی. تر ټولو ارامه او خوشحاله ټولنه لري، د سواد کچه یې تر ټولو هېوادونو لوړه ده، همدا دلیل دی چې د جرمونو کچه یې ټیټه ده، سربیره پر دې د ښکلې منظرو په درلودو سره یې هم د خلکو پام ځانته جلب کړی دی.

ډنمارک؛
د ژوند او چکر له‌پاره دویم امن هېواد دی. دا هېواد تل هڅه کوي چې له نظامي مناقشو څخه ځان لېرې وساتي، خلک یې باسواده او خوش‌بینه دي.

اتریش؛
د نړۍ ارامه او سوله غوښتونکی هېواد دی. دا هېواد د دویمې نړیوالې جګړې له وخته له ستونزو او جګړو لېرې دی. د سواد کچه یې لوړه ده او پلازمېنه یې د نړۍ تر ټولو ارام ښار پېژندل کېږي.

نیوزیلنډ؛
دا هېواد خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې له اسټرالیا سره ښې ساتلي. ښایسته طبیعت د خلکو مینه‌ناکې اړیکې د دې لامل شوې چې د ګرځېدونکیو پام ځانته ور واړوي.

سویس؛
د سویس خلک د بېلابېلو ژبو او فرهنګو په لرلو سره بیا هم په سوله او دوستۍ کې ژوند کوي. د نړۍ سوله خوښوونکی هېواد دی، تر ټولو اول چې زموږ ذهن ته راځي هغه د دې هیواد نامتو بانکونه دي؛ خو پرته له بانکونو هم دا هېواد د امنیت له کبله ښه نوم لري.

 

فنلېنډ؛
د نړۍ له ارامو هېوادونو شمېرل کېږي، که څه هم د دې هېواد سرتېري د سوله‌ییزو فعالیتونو له‌پاره د نړۍ بېلابېلو ځایونو کې ښکېل دي، خو خلک یې له ژونده راضي او راتلونکي ته هیله من دي.
کاناډا؛
دا هېواد له نظامي مناقشو ځان لېرې ساتي، کوم کسان چې کاناډا ته نوي ځي ټول لومړني خدمتونه ورته وړیا دي، یو بل ته ډېر احترام لري همدارنګه دا هېواد طبیعي مناظر هم لري چې ډېر ګرځېدونکي ورځي.
جاپان؛
د دې هېواد خلک له ځانه ډېر خپلې ټولنې ته ارزښت ورکوي، همدا لامل دی چې ټولنه یې ډېره پرمختللې ده. تاریخي او ښکلې ځایونه یې ډېر مشهور دي.
بیلجیم؛
که څه دا هېواد ډېر لوی نه دی، خو د نړۍ ښو او امنو هېوادونو کې حسابېږي. پلازمېنه یې، بروکسل له دویمې نړۍ والې جګړې وروسته د نړۍ په سیاسي مرکز بدله شوې. ښکلې، تاریخي او هنري ځایونه ډېر لري.
ناروي؛
د جرمي پېښو کچه یې کمه ده د ښه ژوند په لرلو سره ناروی د نړۍ شتمن هېواد دی ښکلی طبیعت لري او دا هېواد یو ځلې خامخا په ليدو ارزي.
خو د همدې څېړنۍ پایله به ښيي چې سوریه د نړۍ تر ټولو ناامن هېواد دی، چېرته ژوندي پاتې کېدل، لویه خبره ده، نور خو پرېږده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */