ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه

د غاښ درد یو روسی ګرځندوی ځان وژنې ته اړویست

لیکنه: بشر درویش

د غاښ درد له ترټولو ډېرو ځورونکو دردونو څخه ګڼل کیږي.
د دې درد یوه غټه بدي دا ده، چې عام دی او تقریباً هر څوک یې د ژوند په یوه یا څو مرحلو کې تجربه کوي.

د دې درد به نورڅه بیان کوو، کیدای شي تاسو هم تجربه کړی وي او دا اوس یادونه به یې هم د هغه درد بدې خاطرې در په زړه کړي.

د غاښ درد، یوه لویه بدي دا ده چې له عصبي ریښو سره نیږدې او ژورې اړیکې لري.

د غاښ له دردیدو سره د انسان اعصاب اغېزمنیږي، غیرنورمال کیږي او د انسان ټول طبیعت ورسره خټه وي.

دلته به د غاښ د درد یوه نوې او بده کیسه درته وکړو، چې یو روسی ګرځندو یې تر ځان وژنې رسولی.

ولې ځان وواژه؟
دغه روسی ګرځندوی، چې د روسيې یوه رسمي خبري اژانس اسپوتنیک یې د مرګ تایید کړی، د سیاحت لپاره له خپلې لور او یو شمېر دوستانو سره ټایلینډ ته تللی و.

هغه، هلته د غاښ په بد درد اوښتی و، هرډول درمل یې چې د دې درد د کرارولو لپاره کارولي و، نتیجه یې نه وه ورکړې.
دا ګرځندوی، د ټایلینډ په پاتایا سیمه کې اوسیده.
د ده عمر ۴۶ کاله و، دی څو ورځې نادرکه کیږي، تر دې چې د کور په انګړ کې یې مړ شوی جسد لاسته راځي.

د کورنۍ غړو او دوستانو یې ویلي، چې هغه بله کومه ستونزه نه لرله؛ یوازې د غاښ درد مرګونې شېبې ورباندې راوستې اوپه ډېر ګومان د همدې درد له لاسه یې د کور د دویم پوړ په یوه خونه کې ځان په رسۍ زندی کړی او وژلی دی.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

د دغه روسي ګرځندوی دوستانو ویلي، چې هغه له ژوند سره پوره مینه لرله او کله یې هم د ځان وژنې د ارادو او تمایل په اړه چا ته څه نه و ویلي.

سپارښتنه
د غاښ درد، ځورونکی او خطرناک دی خو هغومره هم نه چې انسان به ورنه د خلاصي لپاره ځان وژنه کوي.

زموږ افغانان، چې له جګړواو سختیو سره لوی شوي، د بهرنیانو په اړه یې عام باور دا دی چې تر حد زیات نازک مزاجه او بې زغمه دي.

کیدای شي دا باور ریښتیا هم وي.

نو دې ته په پام سره، تاسې اول کوښښ وکړئ چې غاښونه مو خوندي او له ناروغیو وساتئ، که بیا درنه خراب شول، دومره مه بې پامه کیږئ چې درد یې شدید شي.

که یې درد شدید شو، نو حوصله ولرئ، خدای مه کړه د روسي ګرځندوی په شان ځانوژنه مه کوئ، ویې باسئ یا له کومې بلې لازمې لارې چې ډاکټر درښودلې وي، له درد او جنجاله یې ځان خلاص کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي