ټولنیز ژوند مخکښان

د توماس اډیسن شل غوره ویناوې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ په رښتیا هېڅ څه خراب نه دي! حتا هغه ساعت چې له کاره لوېدلی وي، یوځل بیا په ورځ کې وخت سم ښیي.

۲ ـــ انسانان د ګوتو د کرښو په شان هېڅ یو، له یو بل سره ورته والی نه لري.

۳ ـــ نبوغ یانې یو سلنه الهام اخیستل او نهه نوي سلنه د خولو تویول.

۴ ـــ زما ټول پرمختګ، زما د منظم سوچ او کره یاد دښت اخیستنې پور وړی دی.

۵ ـــ ما اووه سوه ځلې تېروتنه ونه کړه. ما یو ځل تېروتنه ونه کړه، زه هغه مهال بریالی شوم، هغه اووه سوه لارې مې اصلاح کړې، چې بریا پکې نه وه، هغه لاره مې له منځه یوړه چې دنده یې نه ترسره کوله او هغه لاره مې پیدا کړه، چې کار یې ترسره کاوه.

۶ ـــ د متفکرو کسانو افکار خپل په خپله فکر کوي.

۷ ـــ د انسانانو له پاره هیلې دومره ارزښت لري، لکه د الوتونکو له پاره وزرونه.

۸ ـــ انسان په هر عمر کې چې له کاره پاتې شي غوره ده، چې پرته له ځنډه ومري.

۹ ـــ ډېری ناکامۍ له دې امله دي، چې د تسلیمېدو پرمهال نه پوهېږئ، چې تر کومه بریده بریا ته نږدې یاستئ.

۱۰ ـــ که چېرې غواړئ په ژوند کې بریالي واوسئ، نو پایښت، هڅه و کوښښ له خپل صمیمت سره ملګري کړئ.

۱۱ ـــ د نظریې ارزښت له هغې څخه په ګټه اخیستنه کې نغښتی دی.

۱۲ ـــ پوهېږم، چې دا نړۍ د یوې بې پایه ځیرکۍ او هوښیارۍ په وسیله اداره کېږي، هر هغه څیز، چې موږ احاطه کوي او هر هغه څیز، چې شتون لري، نو دا ثابتوي، چې تر شاه یې بې پایه قوانین شتون لري، نه شو کولای، چې له دې حقیقت څخه انکار وکړو.

۱۳ ـــ زه یې له هغه ځایه پیلوم، چې وروستی کس ترې بهر شو.

۱۴ ـــ ستاسو ارزښت په هغه څه کې دی، چې یاستئ، نه په هغه څه کې، چې لرئ یې.

۱۵ ـــ زموږ تر ټولو ستره کمزورتیا تسلیمېدل دي. د بریا لپاره تر ټولو غوره لاره، تل یو ځل بیا هڅه کول دي.

۱۶ ـــ تل داسې یوه لاره شتون لري، چې په مرسته یې کولای شئ، په غوره توګه، یو کار ترسره کړئ، نو هغه لاره پیدا کړئ.

۱۷ ـــ داسې دوستان لرم، چې خپلې جامې د نړۍ د پاچاهانو په ګټه نه بدلوي.

۱۸ ـــ ښه او نېک نوم، هغه جامه ده، چې هېڅکله نه زړېږي.

۱۹ ـــ هره بریا او پرمختګ له فکر څخه سرچینه اخلي.

۲۰ ـــ ښځو سترې اختراعګانې نه دي کړي، خو ستر مخترعین یې روزلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل