سپورټ فوټبال

د طوفان هریرود فوټبال لوبغاړي اعلان سول

تیره اونۍ په هرات ولایت کي د هرات اې، هرات بي، هرات سي، فراه، غور او بادغیس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې ورڅخه د طوفان هریرود  فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه.

له هغه سیالیو وروسته پرون شنبه د یادي لوبډلي ۲۱ کسیزه غوره سوي لوبغاړي اعلان سول.

یادو لوبغاړو کي فیصل حمیدي او ګلالی رحیمي ګول ساتونکي او پاته نور لوبغاړي فرزاد عطايي، نوید نادم، علي نظري، ناصر حلیمي، تمیم عرب، حسیب انصاري، رضا غلامي، رحمت الله خیر خواه، رضا غفوري، عصمت الله محمدي، حسیب احدي، خالد بارګزی، رفیع بارګزی، معین کمالي، معروف محمدي، فرهاد عادل، حاتم شېردل، نبي اسحاق زی او غلام رضا یعقوبي دي.

طوفان هرېرود د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د لوبډلو څخه یوه لوبډله ده، چي دوه ځله ئې په دې سیالیو کي اتلولي خپله کړې.

دې لوبډلي تیر کال په دې سیالیو کي لومړی مقام خپل کړ.

بلخوا تیره اونۍ میوند اتلانو فوټبال لوبډلي ته هم  کندهار کي ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې.

د کندهار د فوټبال فدراسیون رئیس نصیر احمد رحماني یاران ته وویل، چي ممکن میوند اتلانو لوبډلي ته ټاکل سوي لوبغاړي نن یکشنبه اعلان سي.

راپور: صابر حمیدي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې