روغه سټه ژوند او ژواک

په ګرمۍ او توده هوا کې څنګه ځان روغ او هوسا ساتلی شئ

 

که له ګرمۍ او تودې هوا سره مناسب چلن ونه شي، نه یوازې دا چې ورځنۍ چارې مو ګډوډوي او ناارامه کوي مو، بلکې د جل په څیر د شدیدو ناروغیو سبب هم کیږي. دلته د ګرمۍ په وړاندې د مبارزې څو ساده لارې چارې درسره شریکوو چې په کارولو یې کولی شئ د خپل وجود تودخه منظمه وساتئ او په توده هوا کې د هوساینې احساس وکړئ. ددې لپاره چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې بريښنا نه شته، نو په دې لارښود کې تر ډیره په طبیعي لارو چارو تمرکز شوی دی.

اوبه ، اوبه او اوبه
که په توده هوا کې ژوند درله غاړې وي نو اوبه ستاسو تر ټولو لویه دفاعي وسیله ده. اوبه وڅښئ! په دې توګه به د خولو له کبله ستاسو وجود د اوبو له کمې یا ( ډیهایډریشن ) سره مخ نه شي. خوله کیدل ستاسو وجود سوړ ساتي نو څومره چې اوبه ډیرې وڅښئ هومره مو د وجود حرارت ټیټیږي. په دې پسې مه ګرځئ چې تږې شئ. بلکې مخکې له دې چې تږې شئ او به وڅښئ. ځکه په دې توګه به ستاسو د وجود حرارت نه لوړیږي.

په څښلو سربېره په توده هوا کې په سړو اوبو مخ لاس وینځل. په سړو اوبو لامبل او یا د لنډ وخت لپاره پر تندې، غاړه، تخرګونو ، د ځنګنونو تر شا د سړو اوبو او یا د یخ د ټوټو ايښودل ستاسو د وینې رګونه سړولی او د ټول وجود تودخه مو راټیټولی شي. دا چاره په ځانګړې توګه په توده هوا کې د ماشومانو د وجود د حرارت د ټیټ ساتلو سره ډیره مرسته کوي.

د کار کولو لپاره د ورځې سړه برخه وټاکئ

فزیکي کارونه ستاسو د وجود حرارت لوړوي. په ګرمۍ کې که احتیاط ونه شي ډیر فزیکي کار د شدیدو ناروغیو سبب کیږي. ښه داده چې د کار کولو پر مهال پر سر د سیوري جوړولو چاره وکړئ. یو ساده څادر په یو څه راځوړوندول ستاسو پر سر سیوری جوړولی شي. که اړ یئ چې لمر ته کار وکړئ نو ښه دا ده چې سهار وختي یې پیل کړئ د غرمې له یولس بجو تر درې بجو پورې چې لمر ډیر تیز وي دمه وکړئ نور کار مو مازیګر کې چې ګرمي ماته شي ترسره کړئ. همدارنګه د کار پر مهال د ډیرو اوبو څښل او بیا بیا د مخ لاس وینځل مه هیروئ. همدارنګه هڅه وکړئ چې د لمر له مستقیمو وړانګو خپل سره په یو دسمال یا خولئ پټ وساتئ.

روښانه او سپین رنګه جامې وغواندئ

په توده هوا کې د مناسبو جامو اغوستل ډیر مهم دي. که غواړئ د وجود حرارت مو زیات نه شي. نو نرمې، نښې او سپین رنګه جامې واغوندئ. په جیبونو کې مو وسایل کم کړئ او له واسکټ یا صدرۍ اغوستلو ډه ډه وکړئ. سپین رنګ د لمر مستقیمې وړاندې دفع کوي او ډیره تودخه نه جذبوي. خو برخلاف تور او خړ رنګونه د لمر له وړانګو تودخه راکاږي.

بې ضرورته بهر مه ګرځئ

که اړتیا مو نه وي په توده هوا او تیز لمر کې له کوره بهر مه اوځئ او هڅه وکړئ سیوري کې پاتې شئ.

لوړو منزلونو کې مه اوسیږئ
که ایرکنډیشن یا د کور د سړښت نور وسایل نه وي، نو هڅه وکړئ چې په لوړو منزلونو کې ونه اوسئ. تودخه په طبیعي توګه پورته ځي. عموما د کورونه ښکته منزلونه له لوړو منزلونو ساړه وي.

هغه خواړه چې تږي کوي مو مه خورئ

شیرني ، خواږه، کافي او ځینې نوشابې له وجود څخه د اوبو د فرار سبب کیږي نو په ګرمه هوا کې د داسې خوړو څخه ډه ډه وکړئ چې تږي کوي مو او د وجود اوبه مو کموي.

کم خوراک وکړئ
په یو وخت له ډير خوراکۍ ډه ډه وکړئ. بیا بیا ، لږ لږ خواړه وخورئ. په توده هوا کې ډیر خوراکي ستاسو د وجود تودخه زیاتوي. هاضمه حرابوي او نا ارامه کوي مو. همدارنګه په کور او اشپز خانه کې اخلې پخلې کور ګرموي داسې هم کیدای شي چې په توده هوا کې داسې ساړه خواړه وخورئ چې هم پخول نه غواړي او هم مو وجود سوړ وساتي. مستې، تروې، سلاد او نور داسې شیان چې پخلی نه غواړي په سړه هوا کې ښه او غوره خواړه دي. له هندواڼې یا بلې کومې میوې سره ډوډۍ خوراک هم بد انتخاب نه دی.

هڅه وکړئ هلته چې یئ هوا جریان ولري
د کور کړکۍ پرانیزئ ، که باد پکه ولرئ خو ډیره ښه ده. باد پکه هوا نه سړوي خو د هوا جریان رامنځ ته کوي. که د باد پکې مخې ته د یخ غټه ټوټه او که یخ نه وي په یو لوی لوښې کې سړې اوبه کیږدۍ ورسره هوا مرطوبیدلی او سړیدلی شي.
همدارنګه کې د شپې ویده کیږئ ښه ده چې پر ځان یو داسې څادر واچوئ چې یو څه مو په سړو اوبو لوند کړی وي. البته دومره لوند نه چې بستره لمده کړي خو مرطوب څادر په ځان اچول درسره مرسته کوي چې په سړه هوا کې په اسانۍ او زر ویده شئ. دا هم ښه ده چې یوازې او په یو څه پراخ ځای کې ویده شئ. په دې توګه به مو لاس او پخې سمې غزولی شئ چې دا هم د وجود تودخه کموي.

پر یادو سربیره ګڼې نورې لارې چارې هم خپلولۍ شئ څو په توده او ګرمه هوا کې د هوساینې ساه واخلئ.

 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */