بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ګټه وټه

د وخت د مديريت لپاره اړينې لارښوونې

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

آيا کله داسې شوي دي چې مجبور يۍ پرته د ويښتو له ږمنځلو کارځای ته لاړ شئ او يا مو کاري اړيکې د وخت په اخېر او يا د کورنۍ په څنګ کې ځواب کړې وي؟
که داسې وي نو شايد احساس کړئ چې د وخت او ژوند واک مو له لاسه وتی دی.
په دې مقاله کې مونږ تاسې ته داسې لارښوونې کوو چې د وخت مديريت او د ژوند واک بېرته ترلاسه کړئ:

۱- د سالمو عادتونو پراختيا
د هغو شيانو پېر بند کړئ چې لازم نه وي. ډېری خلک په دې بد عادت اخته دي او کله کله خو خپله هم د دې بې ځايه لګښت په دليل نه پوهېږي.

ښه ده چې د غير اړينو توکو پېر بند کړئ او پرځای يې د اړينو ضرورتونو د پوره کولو لپاره پيسې سپما کړئ او په دې ترتيب به د وخت د بېځايه مصرفېدو مخه هم ونيسئ او د مهمو کارونه لپاره به يې وکاروئ.

خپل عايد او لګښتونو ته يو نظر وګورئ او له ځانه وپوښتئ چې آيا زه بايد دومره مصارف ولرم او يا له دې پرته هم يو ښه ژوند درلودلی شم؟
د مثال په ډول: آيا تاسې رښتيا هم يو موټر اخېستلو ته اړتيا لرئ؟
آيا د تېلو، عوارضو او جوړولو لګښتونو ته مو حساب کړی؟
آيا پوهېږئ چې د ترافيکي بېروبار او يا د پارکېنګ پيدا کولو له وجې مو څومره وخت ضايع کېږي؟
د دې پرځای کولی شئ پياده مزل وکړئ او يا په عمومي نقليه وسايطو کې سفر وکړئ.
دا لازمي ده چې په مياشت کې بايد پنځه جوړې نوي کالي واخلئ؟
ښه نه ده چې په اخېستلو يې د وخت د ضايع په ځای د خپل وخت مديريت ته پام وکړئ او يا کم تعداد خو با کيفيته لباسونه واخلئ؟
که داسې وکړئ؛ نو پلورنځيو ته به مو تګ راتګ کم او د وخت د ضايع مخه به ونيسئ.

له دې پرته هوټل ته د تللو او د خوړو فرمايش ورکول بل مورد دی چې ستاسې پيسې او وخت مصرفوي؛ د دې پرځای په کور کې عادي خواړه خوړل مو د وخت د ضايع مخه نيسي.

ښه دا ده چې دا کار په اونۍ کې يو يا دوه ځلو ته راکم کړئ او پرځای يې هڅه وکړئ چې د کور صحي خواړه وخورئ او په تيارولو يې خپل وخت هم خوندور کړئ.

۲- په يو وخت کې د څو کارونو له کولو ډډه کول هم د وخت مديريت دی
تاسې شايد فکر کوئ چې په يو وخت د څو کارونو کول د کارونو چټکول او له وخته ښه استفاده ده؛ مګر رښتيا دا دي چې په يوځای د څو کارونو کول د دې باعث کېږي چې کارونه په اوږده موده کې سرته ورسېږي.

دا کار مو د کار کيفيت هم خرابوي؛ ځکه تاسې نه شئ کولی چې يواځې په يو کار تمرکز وکړئ.

آيا کولی شئ چې په يو وخت کې هم د خپلې ادارې له رئيس سره د يوې پروژې په هکله خبرې کوئ او هم مو له مور سره د سبا شپې د مېلمستيا په هکله په موبايل کې چټ کوئ؟
د دې پرځای کافي ده چې هر کار بېل-بېل ترسره کړئ او وګورئ چې د کارونو چټکتيا مو پورته ځي او کارونه په ښه ډول سرته رسوئ.

کولی شئ د ځان لپاره مهالوېش جوړ کړئ او ځان داسې عادت کړئ چې په يو وخت کې صرف يو کار وکړئ.

۳- غير عادي لټه کافي ده
تاسې شايد د څو وظيفو د سرته رسولو په لټه کې يۍ او يا مو يوه نوې پروژه پيل کړي وي، يا شايد له خپل ګاونډي سره مرسته کوئ چې خپل کور راوړي او يا د يوګا صنف ته ځئ.

ممکن خپل ځان د کار د سرته رسولو لپاره ژمن کړئ او د ټولو نامساعدو شرايطو باوجود هم خپل کار ته ادامه ورکړئ او له لټې لاس وانخلئ.

ښه ده چې ودرېږئ او له ځانه وپوښتئ چې که دا کارونه يوې غاړې ته کړم؛ څه ډول احساس به ولرم؟
که ځواب مو آرام ته رسېدل و؛ نو ښه ده چې د اوس لپاره دا کارونه وځنډوئ او په يو بل ښه وخت کې يې سرته ورسوئ.

۴- نظم، اصول او د وخت مديريت
دا هغه موارد دي چې له تاسې سره د وخت په مديريت او د ژوند په کيفيت کې مرسته کوي. يوه ورقه کاغذ واخلئ او د هغو کارونو لېسټ چې بايد ترسره يې کړئ؛ وليکئ.

پلان جوړول او نظم او اصول مو کولی شي د کارونو له سرته رسولو ډاډه کړي او فشار مو کم کړي.
پلان جوړول د وخت په مديريت ډېر تاثير لري او د وخت د ضايع مخه نيسي.

۵- د مخدره توکو او الکولو له استعمال ډډه وکړئ.
ممکن وغواړئ چې کله کله له ملګرو سره خوشحالي وکړئ او يا د اونۍ په پای کې د فشار د کمولو او ځان آرامولو لپاره څښاک وکړئ؛ خو څومره ژر چې کېږي دا کارونه پرېږدئ.

که د کاري ورځو نه وروسته او يا د ښوونځي او پوهنتون د درسونو فشار په څښاک کموئ؛ نو په احمقانه کار اخته يئ؛ ښه ده چې د فشار د ختمولو لپاره بل فکر وکړئ.
مثلاً کولی شئ د يوګا صنف ته لاړ شئ او يا يو نندارتون ته لاړ شئ او يا يوه شعري ټولګه ولولئ او ځان آرام کړئ.

څښاک مو له ځانه بې خبره کوي او د کارونو کنترول مو له لاسه وځي او بيا به نه يواځې د وخت مديريت له لاسه ورکړئ؛ بلکه ممکن ورځنيو کارونو ته هم رسيده ګي ونه کړی شئ.
د نشه يي توکو کارول مو لټ، ستړی او بې خوبه کوي او له استعمال وروسته بد احساس درکوي.

۶- د څو ورځو لپاره پخلی
د دې پرځای چې هره ورځ څو ساعتونه پخلي کولو ته ځانګړي کړئ؛ کولی شئ يوځل د ۲ يا ۳ ورځو لپاره خواړه تيار کړئ او په يخچال کې يې وساتئ.

همدارنګه کولی شئ په يوځای ټول د ضرورت غذايي توکي واخلئ او د زيات وخت د مصرف مخه ونيسئ.

۷- کارونه مه ځنډوئ
يو کار درته ممکن ستړی کوونکی او يا سخت ښکاره شي او يا مو خوښېږي چې ويې ځنډوئ؛ مګر په عين حال کې پوهېږئ چې د سرته رسولو لپاره کارونه لرئ، په اوږو مو پېټی زياتېږي او له دې پرته د هغه کارونو سرته رسول پايلې هم لري چې تاسې ورته په تمه يئ؛ نو ښه ده چې ترسره يې کړئ؛ تر څو درباندې شته فشار کم شي او هم هغې نتيجې ته ورسېږئ چې ورته په تمه يئ.

۸- ژر تر ژره آماده شئ
يو بل حالت چې ممکن په تاسې فشار راولي او يا خپل ځان يا بل چاته دا احساس ورکړئ چې د وخت په مديريت کې ستونزه لرئ او يا خپلو کارونو ته په ځنډ رسېږئ. د مثال په ډول: ممکن تل د کارونو په سرته رسولو کې په عجله کولو مجبور يئ او يا دا چې د ټاکلي وخت نه په ځنډ کارونه سرته رسوئ او له خپلو برنامو يو قدم وروسته يئ.
ښه ده چې د دې پېښې د مخنيوي لپاره په خپل ځان د ټاکلي وخت نه مخکې د کارونو سرته رسول لازمي کړئ.
خپل فکر ښه کړئ او د کارونو په ژر سرته رسولو فکر وکړئ.

۹- مخکې له مخکې پلان جوړول
هر سهار يا هره شپه د ټولې ورځې لپاره يو پلان جوړ کړئ.
کله چې له خوبه راپاڅېږئ؛ نو ډېره انرژي لرئ، که بې پلانه يئ نو ښه په اسانئ کولی شئ، خپله ټوله ورځ ضايع کړئ.

هر کار په خپل وخت او د يو پلان له مخې سرته ورسوئ، د مثال په ډول: کار ته تګ يا د ښوونځي او پوهنتون درسونه، يا له ملګرو سره د وخت تېرول او يا بل هر کار چې لرئ.

پلان تاسو ته هغه کارونه مشخصوي چې د ورځې په اوږدو کې يې بايد ترسره کړئ او کولی شئ په پای کې د خپلې بريا کچه معلومه کړئ.

۱۰- د لږ وخت لپاره ځانته شئ
تاسې يواځيتوب ته اړتيا لرئ؛ کله کله بايد خپله انرژي معلومه کړئ، کله بايد د ژوند او خپلو برنامو لپاره د تمرکز په لټه کې شئ او کله بايد ځانته شئ چې خپل ځان او کارونو ته فکر وکړئ.

د يواځيتوب وختونه ډېر ارزښتمن وختونه وي؛ ځکه چې هغه وخت تاسې له خپل ځان سره يئ او کولی شئ خپل ځان ته رسيده ګي وکړئ.

هغه وخت چې ځانته يئ؛ کولی شئ خپل وضعيت ښه کړئ او له ټولو نا آراميو او غمونو ځان خلاص کړئ.

البته له ملګرو او کورنۍ سره اوسېدل هم اړين دي؛ مګر لږ تر لږه په اونۍ کې څو ساعتونه بايد له خپل ځان سره تېر کړئ. مه پرېږدئ چې یو ملګری مو په دې ورټي چې ولې ورسره وخت نه تېروئ.
تاسې د ژوند او وخت د مديريت لپاره بايد کله کله له خپل ځان سره خلوت وکړئ.

۱۱- د انرژۍ او پلان جوړونې اوج
هر څوک په ورځ کې يو څه وخت له نورو وختونو ښه تېروي، ځينې خلک سهار له خوبه د راپاڅېدلو وروسته پُر انرژي وي او ځينې خلک له غرمې وروسته.

د خپل ځان دا ساعتونه وپېژنئ او کله چې پلان جوړوئ، مهم او سخت کارونه مو هماغه وخت ته پرېږدئ او کم ارزښته يا ساده او آسانه کارونه په هغه وخت کې ځای کړئ چې ورو او کم انرژي يئ.

۱۲- پوره خوب وکړئ
کله چې خلک بوخت وي، لومړني څه چې قرباني کوي؛ خپل خوب دی.
شايد د ښه پلان جوړونې او د وخت د مديريت لپاره له خوبه تېر شئ؛ مګر هېر نه کړئ چې دا ستاسې لپاره يو منفي کار دی. کله چې ويښ يئ مګر د کار کولو لپاره پوره انرژي ونه لرئ؛ نو يا مو د کارونو د سرته رسولو چټکتيا کموي او يا دا چې د کار کيفيت ټيټوي.

همدا وجه ده چې په شپه او ورځ کې له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب بايد په هيڅ صورت پرېنږدئ، همدارنګه د خوب لپاره مشخص وخت وتاکئ او هره شپه په هماغه وخت ويده شئ.

له خوب لږ تر لږه نيم ساعت مخکې له خپل څنګ نه ټول الکترونيکي وسايل لېرې کړئ او د خوب ځای مو آرام کړئ؛ تر څو ښه خوب وکړئ.

مخکې له خوب کولو بايد کافين لرونکي مواد استعمال نه کړئ؛ ځکه خوب مو تښتوي او نا آرامه کوي مو.

۱۳- صحي خواړه وخورئ
کله چې په زړه پورې او انرژي لرونکې سهارنۍ وخورئ؛ نو له ورځې مو ښه ګټه پورته کولی شئ.
شايد فکر وکړئ چې د خوراک لپاره وخت ځانګړی کول به مو وخت ضايع کړي او کله چې له حده زيات د خپل وخت مديريت ته ارزښت ورکوئ؛ نو خوښېږي مو چې په خوراک لږ وخت مصرف کړئ او د لارې د سر بې کيفيته خواړه خورئ؛ بايد پوه شئ چې دا کار مو په پلانونو منفي اغېز لري؛ ځکه ښه غذا خوړل مو په انرژۍ او انګېزې لرلو کې مرسته کوي؛ حتی که لازمه وي چې د ښې سهارنۍ لپاره له خوبه ۱۵ دقيقې مخکې راپاڅېږئ او يا د سهارنۍ لپاره د کار مېز پرېږدئ؛ نو حتماً دا کار وکړئ.
ځکه همدا لږ وخت چې تاسې يې خوراک لپاره ځانګړی کوئ؛ تاسې سره د ښه او با کيفيته کار په کولو کې مرسته کوي؛ مګر بايد پام وکړئ چې د ښې غذا خوراک هم مهم دی.

غوړ او درانده خوراکونه مو لټ او تنبلوي او روغتيا ته مو زيان رسوي؛ نو پوره وخت ورکړئ، تر څو ښه او صحي خواړه وخورئ.

۱۴- د تفريح لپاره وخت
د وخت مديريت هغه وخت عاقلانه وي چې ټول اړخونه په نظر کې ونيسئ.
تاسې نه شئ کولای چې ټول وخت مو د کار کولو لپاره ځانګړی کړئ. څومره چې ستاسې لپاره کار کول مهم دي په همدې اندازه تفريح کول، منفي انرژي ختمول او خوشحاله اوسېدل هم مهم دي.

ښه ده چې د ورځنيو يا اوونيزو پلانونو له منځه مو يو څه وخت د ملګرو سره د تفريح او ساعت تېرۍ لپاره هم ځانګړی کړئ.
دا کار ستاسو د حال په ښه کولو کې مرسته کولای شي.

۱۵- لنډ مهالي استراحتونه
هره ۹۰ يمه دقيقه بايد استراحت وکړئ. د انسان ذهن داسې نه دی جوړ شوی چې ۷ يا ۸ ساعته له دمې پرته په يو کار تمرکز وکړي او ستړی نه شي. دا استراحت ستاسې د ذهن يا د بدن د عضلو استراحت او يا په دوی د فشار د کموالي لپاره دی.

دمه کول او يا ستړي کېدل د کمزورۍ او يا د کارونو په وړاندې د خنډ په مانا مه اخلئ؛ بلکه د يو طبيعي کار په توګه يې ومنئ چې هر سړی ورسره مخ کېږي.

هره نوييمه دقيقه کولی شئ؛ لږ قدم ووهئ او يا د ملګرو سره وخت تېر کړئ يا دا چې خپلې سترګې د پنځلس دقيقو لپاره بندې کړئ. د لنډ وخت لپاره چرت وهل له تاسې سره مرسته کوي چې د يو يا دوه ساعتونو لپاره خپله انرژي بېرته ترلاسه کړئ او د ستړيا او بې حالۍ احساس ونه کړئ او کولی شئ په پوره قوت خپلو کارونو ته ادامه ورکړئ.

۱۶- له وخته ښه ګټه پورته کول
د وخت د مديريت يو راز له خپل وخته ښه ګټه پورته کول دي.
وخت سره زر دي او حتی د خپل وخت يوه دقيقه هم په اسانۍ له لاسه ورنه کړئ؛ د دې پرځای چې په رش کې د لارې خلاصېدو په تمه پاتې شئ او نورو ته بد او بې لارې ووايئ؛ خپل موبايل راواخلئ او دوستانو او د کورنۍ غړو ته چې له تاسې سره کار لري، ځواب ورکړئ او يا هم يو ګټور غږيز کتاب ته غوږ ونيسئ او يا هغه وخت چې په لاره پياده روان يئ؛ نو د وخت د ضايع په ځای خپل ځان او خپل ژوند ته فکر وکړئ او په ګټورو فکرونو خپل وخت تېر کړئ.

۱۷- مزاحمتونه غاړې ته کړئ
که غواړئ چې له خپل وخته ښه ګټه واخلئ او خپل وخت په ښه ډول مديريت کړئ؛ نو هڅه وکړئ چې هر هغه عامل له ځانه لېرې کړئ چې ستاسې حواس ګډوډوي.

کولی شئ خپل موبايل مو له ځانه لېرې کړئ او يا له خپل کمپيوټره د چټ پروګرامونه ډيليټ کړئ.

که په ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک روږدي يئ؛ نو وخت ورته وټاکئ، د مثال په ډول ۱۵ دقيقې وخت ورته ځانګړی کړئ او له هغې وروسته بېرته خپل کار ته راشئ.

د دې پرځای چې هر ۱۵ دقيقې وروسته خپل برېښناليک وګورئ؛ په ورځ کې يو ځل دا کار وکړئ او بيا ورنه شئ.

له دې پرته د کاري اړيکو او يا د ملګرتيا لپاره دوه بېل بېل حسابونه ولرئ؛ تر څو هيڅ يو د بل مزاحم نه شي.

۱۸- ورزش وکړئ
هر څومره کار چې لرئ؛ بيا هم پوره خوب او ورزش په هيڅ وجه قرباني نه کړئ.
ورزش تاسې ته د کارونو د ښو ترسره کولو انرژي او وړتيا درکوي، که ډېر زيات کار لرئ؛ نو د شپې په اخېر کې دوه ساعته د دې پرځای چې تلويزيون ته کېنئ؛ بېرون ووځئ او منډه ووهئ.
ورزش ستاسې ذهن او جسم ښه کوي او قوت درکوي.
که د ورزش کلب ته د تلو لپاره دوه ساعته وخت نه شئ ورکولی؛ نو حد اقل چټک پياده مزل وکړئ.
په هر صورت ورزش او تمرين چې هر څنګه کېږي په خپلو ورځنيو فعاليتونو کې ځای ورکړئ.

۱۹ـ په کور کې د کارونو سرته رسول او مديريت
که د هر کار د سرته رسولو لپاره له کوره وځئ؛ نو په تګ راتګ کې مو زيات وخت تېرېږي؛ زمونږ مشوره تاسې ته دا ده چې خپلو ورځنيو کارونو ته فکر وکړئ او وګورئ چې کوم يو يې له کوره مديريت کولای شئ.

د وخت په مديريت کې تاسې کولای شئ چې د وخت د ضايع مخه ونيسئ او په دې ډول خپل پلان جوړ کړئ چې له خپلو ټولو لحظو ښه ګټه واخلئ.

۲۰- د وخت د مديريت لپاره بايد لږ څه ځان غوښتونکي اوسئ.
د دې پرځای چې خپل پلان د کورنۍ د کوم غړي د غوښتنې لپاره او يا د يو ملګري د ليدو او يا غوښتنې د ترسره کولو لپاره ګډوډ کړئ؛ خپل ژمنې ته چې له ځان سره مو کړې ده، فکر وکړئ.
يو څه (نه) ويل زده کړئ او هڅه وکړئ چې هر وخت د خپلو پلانونو پر ضد غوښتنه وي، ورسره مخالفت وکړئ، ورته (نه) ووايئ او خپلو پلانونو ته مو پاملرنه وکړئ.

۲۱- د کارونو په سرته رسولو کې د ځان اصلاح
له خپل ځان سره رښتيني اوسئ، يو قلم او کاغذ راواخلئ او هغه کارونه پرې وليکئ چې له تاسې ډېر وخت نيسي.
آيا نيم ساعت ملګري ته په يو ساده ايميل ليکلو تېروئ؟
آيا دوه ساعته په حمام کې تېروئ او د اوبو لاندې ودرېږئ؟
آیا زيات وخت مو د خوراک لپاره ځانګړی کړی دی؟
د وخت په مديريت کې لازمي ده چې ضايع شوی وخت پيدا کړئ او هڅه وکړئ چې بېرته يې راوګرځوئ.
د دې پرځای چې خپل وخت بې ځايه مصرف کړئ؛ لږ ځان د کارونو د ښه سرته رسولو سره مقيد کړئ؛ نو په دې ترتيب به د ګټورو کارونو د سرته رسولو لپاره ډېر وخت ولرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران