کلتور او هنر

د ټائیګر شروف او ډیشا پټاني پټه مینه پټه پاتې شوه !

د هندۍ سینما د مشهورې جوړې اکشن ستوری ټائیګر شروف او ځوانې فلمي ستوري ډیشا پټانۍ سره خپلې لارې جدا کړي.

د دغه دواړو په تړاوو له ډېره وړاندې مشهوره وه چې د یوه بل خوښیږي او سره ښه کلک عاشقان دي.

د بالیوډ مینوال د ټائیګر شروف او ډیشا پټانۍ د میني اظهار ته په تمه ول چې به یې د میني اظهار خبرونه واوري خو تر اظهار وړاندې یې مینه د جدایې قرباني شوه او دواړو سره لارې بیلي کړي.

خلکو اټکل کاوه که ټائیګر د ډیشا لپاره د واده وړاندیز ونه کړي نو کم از کم د میني اظهار خو به وکړي خو داسې ونه شوه او ټائیګر د مینې د اظهار پر ځای ورته د بیلتانه پرېکړه اورولې ده.

د بالیوډ په فلم نړۍ کې په تېرو څو کلونو کې ټائیګر شروف او ډیشا پتانۍ ډېرې زیاتې نژدې اړيکې لرلې.

هندۍ رسنۍ وایې، سره له دې چې ډیشا پټانۍ او ټائیګر شروف هيڅکله هم یو بل ته د خپلې مینې اظهار نه و کړی او یا تر رسنیو نه و رسیدلی.

رسنۍ د دوی د پټې مینې لامل د ټائیګر شروف مور او پلار ښيي، چې نه یې غوښتل زوی یې له ډیشا سره مینه او یا واده وکړي.

د رپوټ له مخې، په کورنۍ کې د دوامداره خفګانونو او د ډېرو زیاتو اوازو له امله ټائیګر او ډیشا مجبور شول چې خپله د پټې مینې اړیکه ختمه کړي.

د معلوماتو له مخې، دوی اوس یوازې په دې پرېکړه کړې چې ښه ملګري به وي او بس.

د یادولو ده چې ټائیګر شروف په دې ورځو کې د کرن جوهر په فلم (اسټوډنټ اف دي ائير۲) کې د هریتهیک روشن سره په کار کولو بوخت دی او تر دې وروسته به یو فلم (ریمبو) کې کار وکړي، په داسې مهال چې اداکاره دیشا پټانۍ د سلمان خان سره په فلم (بهارت) کې په کار کولو بوخته ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی