ژوند بڼه

ښه نیکټایي او د جیب دسمال څنګه واخلو؟

 

نیکټایي او د جیب دسمال په رسمي لباسونو کې د مود پالنې مهمې نښې دي.

تاسې که د رسمي لباسونو شوق لرئ، د مني موسم په نیږدې کیدو سره درته غوره ده، چې له دغه مود څخه ګټه واخلئ.

منی دې مود ته مناسب وخت ځکه دی، چې نه پکې د ګرمۍ وېره وي او نه د یخنۍ.

په دې موسم کې هوا معتدله او د نیکټایي او د جیب د دسمال کارونه د هوا له مخې مزاحمت نه جوړوي.

یادونه کوو، چې دا مود د نارینه وو لپاره دی.

نیکټایي

د نیکټایي د اغوستو لپاره ساده قواعد موجود دي، که څلورخانه یي یا یو رنګه کمیس (یخن قاق) اغوندئ، یو روښانه او همغږی رنګ لرونکی نیکټایي ورته راونیسئ.

که د یخن قاق رنګ مو ساده او یو رنګه وي، بیا ورته یو طرحه لرونکی نیکټایي راونیسئ.

په مني کې د ښه نیکټایي اخیستو لارښود

په مني کې د پشمي او طرحه لرونکي نیکټایي اخیستل نسبت نورو ته ښه دي.

هڅه وکړئ، چې د دریشۍ کمیس و پرتوګ مو د یوه او همغږي رنګ لرونکي وي. که مو زېړ کمیس یا یخن قاق اغوستی وي، هڅه وکړئ چې همداسې یو روښانه رنګ د نیکټایۍ لپاره هم غوره کړئ.

دا رنګ کیدای شي سور یا نارنجي وي. که مو کمیس سپین وي،مشکي، قهوه یي یا سرمه یي نیکټایي ورسره واغوندئ.

له مشکي کمیس سره هم سرمه یي یا خاکستري نیکټایتي اغوستل مناسب دي.

که ستاسې وجود پلن او کمیس مو پراخ وي، ښه ده چې لویه نیکټایي وتړئ. لویه نیکټایي په دې مانا، چې اوږده نیکټایي واخلئ او پلنه او اوږده یې وتړئ.

که مو وجود وړوکی او کمیس هم پلن نه وي، بیا د زده کوونکو په شان وړه نیکټایي واخلئ، لنډه او جوخته یې وتړئ.

د جیب دسمال

په افغانستان کې یوازې د ودونو پروخت د واده هلکان د جیب دسمال تړي، همدا دلیل به وي، چې ځینې وخت خلک یو شمېر سیاستوالو ته له دې کبله چې د جیب دسمال یې تړلی وي، په ټولنیزو رسنیو کې د واده هلک، شاه بالا او نور نومونه کاروي.

خو داسې نه ده، د جیب دسمال د مود یوه برخه ده او په هروخت کې یې خلک کارولی شي.

د جیب دسمال د اخیستلو لارښود

د جیب دسمال هم باید د نیکټایۍ په شان په دقت سره وپېرئ. رنګ یې باید له کورتۍ، نیکټایۍ ، یخن قاق او ستاسې پتلون سره د رنګ همغږي او مناسبت باید ولري.

د جیب دسمال لپاره طرحه شوي، شوخ او متفاوت رنګونه مناسب دي. څلورخانه یي یې لا ښه ده، چې واخلئ.

د دغه دسمال په اخیستو کې هر ډول رنګ کارولی شئ، ځکه ستاسې د لباس یوه ډېره کوچنۍ برخه ده.

په جیب کې د دسمال ایښود بڼې متفاوتې دي. ساده مود یې بیخي عام دی، تاسې په ساده ګۍ سره کولای شئ، چې دسمال جیب ته ښکته او یوه څنډه یې له جیب څخه د باندې وباسئ.

د ځانګړو مراسمو لپاره ډېرخلک تاجي مود کاروي، یانې دسمال د یوه تاج په بڼه جوړوي، یا بل ډیزاین ورکوي، نېمایي یې جیب ته ننباسي او یوه برخه یې له جیبه د باندې وباسي.