خواړه روغه سټه

همېشنۍ تنده؛ لاملونه او حل لارې یې دا دي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

ځینې وخت انسان ډېره او همېشنۍ تنده احساسوي؛ممکن تاسې هم له دغو کسانو څخه اوسئ.
خو ولې همېشنۍ تندې سره مخ کیږو او حل لارې یې څه دي؟
په دې مطلب کې به همدې موضوع ته نظر واچوو:

بدلونونه به راغلي وي
د همېشنۍ تندې د ارزونې لپاره غوره ده، چې لومړی د خپل چاپېرچل بدلونونه وارزوئ.

په عامه توګه د همېشنۍ یا مسلسلې تندې یو دلیل دا دی، چې له دغې تندې سره مخ کسان په یو نه یو ډول له نویو بدلونونو سره مخ شوي وي.

د دې لپاره، چې دغه بدلونونه ښه درک کړای شئ، دې پوښتنو ته ځواب ووایئ.

– ستاسې ماحول بدل شوی کنه؟ که هو د وجود پر اوبو یې درته څه اغېز کړی؟
– هوا ګرمه، سړه یا بل ډول ده؟ ستاسې پر تندې یې اغېزکړی؟
– په لوړه که ټیټه ارتفاع کې اوسئ؟ ارتفاع مو پر تندې تاثیرلري کنه؟
– ورزش یا بل کوم ستړی کار مو کړی کنه؟

د تندې د ماتولو لپاره د دې ترڅنګ، چې باید زیاتې اوبه وڅښئ، پورتنۍ پوښتنې هم وارزوئ او ځواب ورته ووایئ.

د زیاتې مالګې استعمال
د نه ماتیدونکې یا دوامدارې تندې یو بل لوی دلیل د زیاتې مالګې استعمال دی.

تاسې که له هغو خلکو اوسئ، چې هروخت پر دسترخوان اضافه مالګه استعمالوي، خامخا به زیات تږي کیږئ.

د زیاتې مالګې استعمال د وخت په تېریدو سره ستاسې په عادت بدلیږي.

عادت تاسې مجبوروي، چې په پرله پسې ډول زیاته مالګه وکاروئ او ډېرتږي شئ.

تاسې که د اضافي مالګې د خوړلو شوقیان یاست، د اضافي او زیاتو اوبو د څښاک شوق هم درکې وروزئ.

د شکر نښې لرئ
د همېشنۍ او زیاتې تندې یو بل لوی دلیل په تاسو کې د شکر د نښو موجودیت دی.

که تاسې هرکله او زښت ډېر تږي کیږئ، یو علت یې دا دی چې وجود مو اضافي شکر یا خواږه لري.

دغه اضافه والی تاسې زیات تږي کوي او ډېر څښاک ته مو اړباسي.

د زیاتې تندې په مشکل کې که مو نور لاملونه ډېر ښکېل نه ګڼئ، د شکر استعمال ته مو فکر وکړئ.

د بیخي اطمینان لپاره ښه ده، چې ډاکټر ته لاړشئ یا د وینې شکر مو معاینه کړئ.

خوله مو وچیږي؟
که مو د شدیدې تندې پر وخت خوله ډېره وچیږي، دا د شکر وجه به نه وي.

البته شکر هم نقش پکې لري، خو ډېروخت که د تندې او خولې وچیدو ترڅنګ ستاسې د خولې خوند خراب وي، بل دلیل هم لرلای شي.

دا دلیل ستاسې په هورموني سیستم کې د ستونزې موجودیت دی.

په دې حالت کې ممکن تاسې د انتي دیورتیک له ناروغۍ سره مخ اوسئ.

دغه ناروغي د تندې په نشتوالي کې هم د تندې احساس درکوي.

د دغې ناروغۍ له وجې تل ستاسې خوله وچه او بې خونده وي.

دا ستونزه د زیاتو اوبو څښلو نه؛ بلکې په درملنې حلیږي.

د خولې وچوالی او بد خوندي پردې سربېره د ځینو درملو له کبله هم رامنځته کیږي.

که تاسې داسې درمل کاروئ، چې د خولې خوند درخرابوي او خوله مو وچوي، ښه ده چې ډاکټر سره مشوره پرې وکړئ.

وینه مو کمه ده
د وینې د کموالي ناروغي د ستړیا او ویښتو تویولو ترڅنګ ستاسې د تندې سبب هم ګرځي.

د وینې د کموالي ناروغي په ابتدایي پړاوونو کې له تندې سره زیات کار نه لري؛ خو که جدي شي، د اندیښنې وړ ګرځي.

تاسې که خپله تنده په نورو حل لارو حل نه کړه، کیدای شي د وینې کموالی مو معلوم کړئ.

زړیږئ
د عمر زیاتوالی یا زړښت هم د زیاتې تندې په لاملونو کې حسابیږي.
که مو عمر مخ په زړښت روان وي، د تندې یو دلیل مو همدا وګڼئ .
په دغه حالت کې زیاته اندیښنه مه کوئ، اوبه زیاتې څښئ او تنده په اوبو ماته کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي