اقتصاد

څه ډول مالي «فکر» او «احساس» ولرو؟

انسان په ژوند کې خوښي او پرېشاني دواړه تجربه کوي.

یوه ورځ خوښ وي، خو یوه ورځ یې پر زړه د اندېښنو بار وي. یوه اوونۍ د خوښۍ احساس کوي، خو بله اوونۍ یې فکر غیر نورمال وي. په حقیقت کې ددغه متفاوت فکري او جسماني وضعیت لامل زموږ فکر او احساس دی.

ډېرځله، چې له ځان لوړو، یا شتمنو کسانو سره مخ کیږﺉ ناکامي مو په سترګو کې دریږي، خو چې ګورﺉ یو څوک له تاسې نه په ټیټه درجه کې ژوند کوي، ځان سرلوړی احساسوﺉ. په موږ کې حرص له هرڅه ډېر ځای کړی. که د خپل ملګري په کور کې ښکلی موټر ووینو، په زړه کې مو راګرځي، چې دغسې یو موټر و پېرو، یا لږ ترلږه رخه مو پرې راځي.

خوښي او پرېشاني زموږ د فکر او احساس زېږند دي. که یو څوک وغواړي، چې خوشاله ژوند وکړي، کولای یې شي. هغه پر دې ډېر فکر نه کوي، چې فلانی ولې موټر او کور لري، بلکې پر دې غور کوي، چې څنګه کولای شي په شته امکاناتو کې ځان خوښ وساتي. ډېر داسې کسان دي، چې په میلیونونو ډالره شتمنۍ لري، خو حرص یې خوشاله ژوند ته نه پریږدي. دا خبره بیخي متل ګرځېدلې ده، چې حریصان فقیران دي، ځکه د هغوی فقر او بیوزلي له منځه نه ځي.
حرص تاسې ناستې او دمې ته نه پریږدي، تاسې اړ باسي، چې نوره شتمني وګټئ.

دا سپارښتنه نه کوم، چې د شتمنۍ په حصول کې حرص مه کوﺉ، خو ټینګار کوم، چې حرص مو باید مثبت وي. ستاسې حرص د دې لامل ونه ګرځي، چې له تاسې د ټول ژوند خواږه واخلي.

که چېرې تاسې خپل ژوند ته یو نظر واچوﺉ، له لومړنیو ورځو مو ډېر تغییر کړی دی.

لومړی چې کابل ته راغلى، یو جوړ څپلکې، واسکټ او چپنه مو درلوده، خو نن موټر، کور او ښه ژوند لرﺉ. دا په دې معنا ده، چې تاسې په دې لسو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی او ژوند مو ښه شوی دی. هغوی، چې له تاسې ډېره شتمني لري، کېدای شي د سوداګرۍ او کاروبار عمر یې ستاسې تر دغه ډېر وي. د یوه پرځای به څو کسان کار کوي، د یو میلیون پر ځای به یې لس میلیونه پانګونه کړې وي. په دې توګه ستاسې او د هغوی ترمنځ تفاوت پر معقولو دلایلو ولاړ دی.

زه داسې کس پېژنم، چې لس کاله مخکې پنځه سوه زره افغانۍ پوروړی و، خو اوس میلیونر دی.

هغه شپه او ورځ کار کړی او سره له دې، چې څلور پنځه ځله یې په سوداګرۍ کې مرګونی زیان کړی، خو خپله روحیه یې ژوندۍ ساتلې ده. پور یې اخيستی، خو شرکت یې شاړ نه دی پرېیښی. شخصي موټر او د مېرمنې ګاڼه یې خرڅه کړې ده، خو ځان یې ماتې ته نه دی سپارلی. اوس نه یوازې دا، چې ښه ژوند لري، نورو ته هم پور او کار ورکوي.

وايي، «ګوډ تیمور» یوه ورځ د دښمن د فشار له امله یوې ړنګې ودانۍ ته لاړ، ګوري چې یو میږی له یو زړي غنم سره پر دیوال خیږي. میږی ۶۹ ځله له دیوال نه ښکته ولوېد، خو په اویایم ځل یې د غنمو زړی غار ته یووړ. د تیمور پر روحیه د میږي مقاومت اغیز وکړ او له دې وروسته یې ګڼې بریاوې په برخه شوې.

زه همدا اوس خپله ټوله شته سره سنجوم. پروسږ کال په یوه بیخونده کور کې اوسېدم، سږ کال یوه نسبتا ښه کور ته تللی یم. تېر کال مې برقي جارو، یخچال او پکې نه درلودل، سږ کال دا ټول لرم. تېر کال مې د ځمکې د اخستلو وس نه درلود، خو اوس دا وس لرم، چې یوه ارزانه بې نقشې نومره واخلم. تېر کال مې ټولو کوټو ته غالۍ نه رسېدې، خو سږ کال ټولې په غالیو فرش دي.

زه که اوس وایم، چې ما په دې یوه کال کې پرمختګ نه دی کړی، دا به د پرمختګ روحیې وژل وي.

زه باید له نورو سره د سیالي او رخې پر ځای پر دې تمرکز وکړم، چې په دې یوه کال کې مې کافي اقتصادي وده کړې ده. همدا حس په انسان کې خوشالي ټوکوي، خو که فکر مو له نورو سره پر ناانډوله سیالي متمرکز وي، له پریشاني پرته بله ګټه نه کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */