اقتصاد

مالي صندوق لرئ!؟

ډېر کسان ټول عمر هڅې کوي، خو یوه افغانۍ نه دوه کیږي.

حقیقت دادی، چې سړی په ډېره پانګه او ډېرو پیسو نه شتمنیږي، بلکې دا مالي هوښیاري او اقتصادي فکر دی، چې له بېوزله شتمن او له شتمن بېوزله جوړوي. هغه کسان، چې اقتصادي فکر او مالي هوښ نه لري، په کار او کسب کې ډوپه کیږي او بالاخره خپله شتمني له لاسه ورکوي.

برعکس هغه کسان، چې شتمن نه دي، خو مالي او اقتصادي فکر یې پیاوړی دی، د شتمن کېدو ډېر فرصت لري.

څوک، چې له خپل مالي توان او عوایدو ډېر مصرف کوي او په لګښتونو او عوایدو کې بېلانس په پام کې نه نیسي، کله هم نه شتمن کیږي. هغوی، چې په بازار کې پر هرڅه ور برابریږي او له پوښتنې پرته یې پېري، اقتصادي ذهن او فکر نه لري. هغوی لنډمهالی فکر کوي او دغه لنډمهالی فکر یې د بډاینې پر وړاندې خنډ جوړیږي.

یوڅوک۲۰۰۰ ډالره معاش لري. له دې مخکې یې دومره معاش نه و، خو اوس ترې په خلاص زړه مصرف کوي. ګرانبیه کور په کرایه نیسي، ګرانبیه توکي پېري، بې دریغه برېښنا مصرفوي او ماشومان هم د دولتي ښوونځي پرځای شخصي هغه ته لیږي، خو پر دې فکر نه کوي، چې د میاشتې په پای کې څه ورته پاتې کیږي؟

ځکه خو وايي، چې معاش خواره ماموران بېوزله دي. دا ډول کسان د بازار له هغو ریړۍ خرڅوونکو سره له مالي اړخه هیڅ توپیر نه لري، چې دی هم ترې کله ناکله توکي پیري. هغوی ته خپله لاسباړه پر ورځ رسیږي او د ورځې په مصرف ترې ځي، خو ده ته لاسباړه په میاشت رسیږي او د میاشتې په مصرف یې له لاسه وځي.

که څوک معاش د ورځې او میاشتې په مصرف اټکلیوي، شتمنتوب یې هسې خیال دی. خو که معاش له لنډمهالي او اوږدمهالي مالي پلان سره مل مصرفوي، د شتمن کېدو چانس به یې ډېر وي. په اوسمهالې نړۍ کې هغه کسان، چې د ځاني مالي صندوق او سپما فکر نه لري، له مالي او اقتصادي اړخه بېوزله ګڼل کیږي. همدا، چې دنده له لاسه ورکوي، لاس یې نورو ته غځیږي او تر بلې دندې په پورونو ګذاره کوي.

یو شمېر کسان خپل مالي فکر راتلونکي کال، نوي کال، ژمي او … ته ځنډوي، په داسې حال کې، چې په دې برخه کې هره شیبه ځنډ سړی له اقتصادي زیان سره مخامخوي.

که تاسې مالي صندوق نه لرﺉ، همدا اوس یې جوړ کړﺉ. ۱۰۰ ډالره نه شﺉ پکې اېښودای، په میاشت کې ۱۰۰۰ افغانۍ پکې کیږدﺉ. دا زر افغانۍ د اړتیا پر وخت له تاسې سره ډېره مرسته کوي. په دې ټول پوهیږو، چې زر افغانۍ هرځوان زېرمه کولای شي. د اوسنیو زلمیانو د نېټ کفیو، کافي خونو، هوټلي ډوډیو، کریډټ کارډونو او نورو هوسي چارو میاشتنی لګښت تر زر افغانیو ډېر دی. د ځینو کسانو که یوازې د کریډټ کارت مصرف کم شي، کولای شو په میاشت کې ۱۰۰۰ افغانۍ صندوق ته واچوي. د اړتیا پر وخت له همدغه صندوق نه پانګونې او شراکتي کاروبار هم پیلیدای شي.

په تاسې کې که څوک مالي صندوق نه لرﺉ، همدا اوس یې جوړ کړﺉ او له همدې ځایه ځان شتمن وګڼﺉ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */