اقتصاد

غواړئ میلونر شئ؟ د غني او فقیر فکر ترمنځ – ۹ توپیرونه

 

ژباړه: شریف شاهین

کله مو هم فکر کړې، چې ولې ځينې خلک شتمن او ځينې نور بیا د پولۍ ټک ته ناست وي.

ستاسې ځواب ممکن دا وي، چې د خدای ورکړه ده؛ په غټه کورنۍ کې پیدا شوی؛ په شتمن هیواد کې ژوند کوي، او یا هم ښه وظیفه لري، نو ځکه شتمن دی.

دا ټول فکټورونه په خپل ځای سم دي؛ خو د شتمن او غریب توپیر یوازې په یو خبره کې دی. پوهیږئ، هغه څه دی؟! هغه ددوې ذهنیت دی.

ددې پر ځای چې د یو کس د غربت پړه په حالاتو او بهرنیو تاثیراتو واچوئ، ایا فکر مو کړئ، چې څه ډول ذهنیت لري؟! تاسې باید په خپل ذهنیت فکر وکړئ. د پیسو په اړه ستاسې ذهنیت څه دی؟

مه هیروئ، چې زموږ فکر او باور زموږ ژوند په هغې لورې په شدت رهبري کوي، د کوم لورې په اړه چې موږ فکر کوو. که پیسې او شتمني د لاس خیر بولو، نو له خیرې لاس ساتل پکار دي ځکه خو بل تل نورو ته احتیاج او پوروړي یوو. خو که شتمني او د نورو له احتیاجه وتل یوه اړتیا وګڼو بیا د شتمنۍ تر لاسه کولو امکانات پراخه دي.

که موږ همیشه ناچاره او په نورو د تکیه فکر او باور خپل کړی وي، بې له شکه، چې همداسې غریبان به زاړه شو؛ خو که زموږ باور په شتمنۍ وي او زموږ فکر شتمن وي، نو موږ خپلې موخې تعقیبوو، په نورو نه وربار کیږو، لاس په کار کیږو، او شتمن ژوند شروع کوو.

دلته موږ تاسې ته د غریب او شتمن ترمینځ د سلوک او ذهنیت په نهو (۹) توپیرونو غږیږو:

۱ـ فقیر شکمن؛ شتمن باوري وي:

خوار او فقیر خلک همیشه د شک او بې باورۍ په فضا کې ژوند کوي. دوې همیشه د پیسو ګټلو لپاره په ځان بارو له لاسه ورکړی وي او هیڅ تمه نلري، چې دوې به هم ګنې شتمن شي. د دوې ذهن همداسې جوړیږي او په پای کې همداسې غریب پاتې کیږي.

شتمن خلک بیا په زیاتو مواردو کې په ځان متقي او ډاډه وي. دا ډول خلک د شتمنې د لاسه ورکولو ویره نه لري او تل يې تمه دا وي، چې مال او دارايي به يې نوره هم ډيره شي. دوې چې کله هم سرمایه ګزاري کوي، تل يې باور دا وي، چې ګټه کوي.

۲ـ فقیر په ستونزو تمرکز کوي؛ شتمن په حل لارو:

بې پیسو خلک همیشه ستونزې ګوري، خو په حل لارو يې فکر نه کوي. دوې همیشه منفي ذهن لري او په هره مسله کې ورته یواځې منفي اړخونه تر سترګو کیږي. دوې تل د خپل غربت لپاره دلایل لټوي او هیڅلکه خپل ځان نه ملامتوي. دا ډول خلک اکثره له حالاتو، حکومت، او خلکو شکایت کوي.

شتمن خلک که هر څومره هم په سختو حالاتو کې راایسار شي، خو بیا هم د خپل مسؤلیت او رسالت له مخې یوه حل لاره مومي او ځان خپلې موخې ته رسوي. دوې په دې پوهیږي، چې ژوند لوړې او ژورې لري او دوې باید مبارزه وکړي.

۳ـ غریب وايي، (هغوې)؛ شتمن وايي، )موږ):

غریب خلک ځان له نورو بیلوي او کله هم چې په کومه اداره کې او یا هم کوم ځای کې کار کوي، ډیر کله وايي، چې هغوې داسې وکړل؛ هغوې داسې دي؛ هغوې………….

شتمن خلک بیا ژمن وي او د هغوې په ځای زموږ ضمیر کاروي. شتمن د خپل بام واورې په نورو نه وراچوي او تل ځان د ادارې، ګروپ او ډلې استازی او غړی معرفي کوي.

۴ـ غریب يې اننګیري؛ شتمن يې پوښتنه کوي:

اننګیرنه ځینې وخت انسان په ناپوهۍ کې ساتي. غریب خلک همیشه د یو څه په اړه خپله وړاندوینه کوي. د بیلګې په ډول وايي، چې دلته زما لپاره د کومې نوې دندې چانس نشته. دلته کارونه په مشکله پیداکیږي. دا او ورته نورې اننګیرنې دوې په قصدي ډول له موجوده چانسونو څخه لرې کوي.

شتمن خلک بیا همیشه وايي، زه پوښتنه وکړم؛ ممکن دلته کومه ښه دنده پیدا کړم. صبر، ایمیل ورته وکړم، ممکن په دنده مې وګماري. که عاریضه ورکړم، ممکن نوې دنده راکړي. شتمن همیشه هیله مند او متحرک وي.

۵ـ فقیر پیسو ته ارزښت ورکوي؛ شتمن وخت ته:

فقیر او غریب همیشه غواړي، چې د څو پیسو لپاره څو ساعته زیات کار وکړي او اضافي حق الزحمه تر لاسه کړي؛ خو نه پوهیږي، چې د خپل قیمتي وخت ډيره برخه په لږو پیسو ګټلو مصرفوي. د دوې لپاره مشوره داده، چې یواځي، ټاکلي ساعتونه کار په پوره کیفت او ژمنتیا ترسره کړي. پاتې وخت دې، د نورو کارونو او په ژوند کې د پرمختګ په اړه په فکر کولو تیر کړي.

شتمن خلک همیشه دنده د دندې او تجربې لپاره کوي. دوې دنده یواځې ددې لپاره نه کوي، چې بس پیسې وګټي. دوې له خپلې دندې خوند اخلي او خپل کارونه په پوره صداقت ترسره کوي.

۶ـ فقیران شکایت او انتقاد کوي؛ شتمن شکر کوونکي وي:

فقیران شکایت کوي او همیشه په هر څه انتقاد کوي. دوې کې دا خاصیت آن له ماشومتوبه زیږیدلی دی. ډير کله شیان له ناسمې او منفې زوايې ګوري.

شتمن بیا شکر کوونکي وي. دوې خپلې خوبیانې شماري. په ژوند کې هیڅ هم دایمي نه ساتي؛ بلکې فکر کوي، چې ژوند کې لوړې ژورې وي. خو دوې ناشکري نه کوي.

۷ـ فقیران ناسم رقابت کوونکي وي؛ شتمن نوښتګر وي:

غریب خلک همیشه د نورو خلکو پیښې کوي. دوې د نورو خلکو څخه په تقلید، د هغوې سره په هماغو کارونو کې رقابت کوي. دوې په زوره په دې کار سره د نوښت مخه ډب کوي.

شتمن او بریالي خلک د نورو سره سیالي او مقایسه نه کوي. دوې د خپلو کارونو لپاره نوې لارې لټوي او کوښښ کوي، چې خپل کارونه له نورو په بیل انداز مخ ته یوسي. دوې د تقلید کوښښ نه کوي.

۸ـ فقیر له غیري مسلکي خلکو سره مشوره کوي؛ شتمن د مسلکي خلکو څخه مشوره اخلي:

زیاتره غریب خلک له خپلو نورو ناکامو ملګرو څخه مشوره اخلي او د همغوې په مشوره مخکې ځي. دا ډول مشوره د غربت فکر او باور نور هم تداغي کوي او ان په یقین يې بدلوي.

شتمن خلک بیا له بریالیو کاروباریانو سره مشوره کوي، او له دې هیڅ کومه ویره او ډار نه لري، ګنې دې به په پانګه اچونه کې تاوان وکړي. تل يې د ګټې فکر او باور لوړ وي.

۹ـ غریب په ارزانه لارو پسې ګرځي؛ شتمن باکیفیته لارې لټوي:

دا خبره د مخکې خبرې سره نژدې ده. غریبان همیشه په ارزانه او اسانه لارو پسې ګرځي؛ بازار کې تل ارزانه جامې او بوټان رانیسي؛ خو هیڅکله يې هم د کیفیت په اړه فکر نه کوي. دا ډول کړنه د پیسو سپما نه ده، بلکې د لږو یا ډیرو پیسو ضایع ده، چې غریبانان يې په زوره له لاسه ورکوي.

شتمن خلک بیا په خریدارۍ کې پوره دقت کوي. دوې چې هر څه اخلي، فکر کوي، چې سرمایه ګذاري کوي. دوې قیمت ته نه، کیفت ته ګوري.

پایله:

فلهذا د پیسو ګټل او شتمن کیدل کوم جادو او منتر نه دی او نه هم په ډیر کار او خوله تویولو ده؛ بلکې د پیسو ګټلو لار یواځې د پیسو ګټلو سم فکر او درست ذهنیت دی. منطقي تصامیم، مثبت فکر، او د شتمنو او مسلکي کسانو څخه مشوره اخیستل مو بډایه کوي.
نو؛
که غواړئ میلونر شئ؛ د میلونر غوندې فکر وکړئ!

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */