سپورټ کورنی کرکټ

هرهغه څه چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو په اړه پرې پوهېدل پکار دي

د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه ترسره کېږي.

دغو سیالیوکې ټولې پنځه لوبډلې لوبېږي، چې عبارت دي له ننګرهار لیوپېرډ، کابل ځوانان، پکتیا پېنتر، کندهار نایټس او بلخ لېجېنډز څخه. د دې لوبډلو نږدې ټول مالکان باندني سوداګر دي.

د افغانستان پریمیرلیګ لپاره په انګلیسي کې لنډیز APL دی.

چې ای نه مطلب افغانستان دی، پي ، څخه مطلب پریمیر دی او ایل، نه مطلب لیګ دی.

په ټولو لوبډلوکې ټولټال ۹۴ لوبغاړي اخېستل شوي دي.

ننګرهار لوبډله:

په ننګرهار کې ۷ لوبغاړي بهرني دي، چې عبارت دي له بېن کټېنک، انډري رسل، مېچل مک کلېنېګن، سندیپ لامېچانی، انډري فلېچر او جانسن چارلېس څخه، چې کټېنګ د اسټرالیا څخه دی د لوبې ډول یې الراونډري ده، مېچل مِک کلېنېګن له نیوزیلېنډ څخه دی، چې بالر دی، سندیپ لامېچانی له نېپال څخه دی، چې سلو بالردی، انډري رسل د ویسټ انډیز خطرناک توپ وهونکی دی، جانسن چارلِس او فلېچرهم د ویسټ انډیز پیلوونکي لوبغاړي دي.

او ننګرهار لوبډله کې بیا کورني لوبغاړي عبارت دي له مجیب ځدران، شفیق الله شفق، نجیب ترکي، رحمت شاه زرمتي، نوین الحق ظاهرخان، فضل الحق، عمران جنت، نصرت الله قریشي، خېبرعمر، ابراهیم ځدران، فضل نیازی، حشمت الله شهیدي څخه.

روزونکی یې وېنکاتېش پراساد دی او مرستیال روزونکی یې رئیس احمدزی دی.

د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشر بېن کټېنګ دی.

کابل لوبډله:

کابل لوبډله کې نولس لوبغاړي شامل دي، چې پنځه لوبغاړي پکې باندني دي.

لاوري ایوانس، حسن علي خان، لوک رنکي د نیوزیلېنډ څخه، کولېن اېنګرام له اسټرالیا څخه او وېن پرنېل له سهیلي افریقا څخه اخېستل شوي دي.

په کابل لوبډله کې کورني لوبغاړي عبارت دي له : راشدخان، جاوېد احمدي، افسرځاځي، شاهدالله کمال، حضرت ځاځي، شوکت زمان، فطرت الله خواري، مسلم موسی، محمد ضمیر، عثمان عادل، ظاهرشهزاد، ناصرتوتاخېل او نجات الله مسعود څخه.

مشر روزونکی یې هیت سټریک دی او مرستیال روزونکی یې بیا مجاهدځدران دی.

د دې لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ارمان دی.

پکتیا لوبډله :

پکتیالوبډله کې ۱۷ لوبغاړي شامل دي، چې پنځه لوبغاړي پکې باندني دي، شاهد افریدي له پاکستان څخه، مک لیوډ له سکاټلېنډ څخه، کېمرن ډېلپورټ له ویسټ انډيزڅخه او اېسورو اوډانا له سریلانکا څخه.

کورني لوبغاړي یې عبارت دي له : محمدشهزاد، شرف الدین اشرف، ضیاءالرحمن اکبر، طاهرحسېن خېل، فضل الرحمن ځاځي، یوسف ځاځي، ضیاءالرحمن شریفي، احسان الله جنت، سمیع الله شینواري، عظمت الله عمرزي، رحمان الله ګُربر او یمین احمدزي څخه.

شهزاد محمدي د دې لوبډلې لوبډلمشر دی.

روزونکی یې دولت احمدزی دی.

کندهارلوبډله:

کندهار لوبډله کې ۱۹ لوبغاړي اخېستل شوي، چې ۷ لوبغاړي یې باندني دي.

برېنډن مکالم له نیوزیلېنډ څخه، پال سټېرلېنګ له ایرلېنډ څخه، ټایمل مېلز له انګلستان څخه، سومیا سرکار او محمدمېتن ، تسکین احمد له بنګله دېش څخه او کیوین اوبراین له ایرلېنډ څخه.

افغان لوبغاړي: اصغرافغان، نجیب الله ځدران، کریم جنت، حمزه هوتک، کریم صادق، سعید شېرزاد، محمد نوید، وقارسلام خېل، عبدالباقي، وحید شفق، وقارالله اسحاق او ناصرجمال.

د کندهار لوبډلې لپاره لوبډلمشري اصغرافغان کوي.

کبیرعلي یې روزونکی دی او عبدالولي حمیدالله یې مرستیال روزونکی دی.

بلخ لوبډله:

بلخ لوبډله کې ۱۹ لوبغاړي شامل دي، چې ۷ لوبغاړي یې بهرني دي، کرېس ګېل له ویسټ انډیزڅخه دی، بېن لفلېن له اسټرالیا څخه دی، کولېن منرو له نیوزیلېنډ څخه، ریوي بوپارا له انګلستان څخه، مالکم والر له زِمبابوې څخه او دېلشن مونویرا له سریلانکا څخه دي.

افغان لوبغاړي: محمدنبي، ګلبدین نایب، عثمان غني، افتاب عالم، اکرام علي خېل، اسدالله متانی، دروېش رسولي، فرحان زاخېل، قېس احمد، سمیع الله سالارزی، مېروېس اشرف او طارق ستانکزی.

روزونکی یې سېمون هېلموټ دی او مرستیال روزونکی یې خالقداد نوري دی.

د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ د جمعې په ورځ پېلېږي، چې د ماخستن په ۸ نیمو بجویې لومړۍ لوبه د کابل او پکتیا لوبډلو ترمنځ په شارجه لوبغالي کې ده.

په دغه لیګ کې ټولې ۲۳ لوبې کېږي، چې دوه پکې نیمه پایلوبې دي او وروستۍ یې پایلوبه ده.

دا لوبې ټولې پنځلس ورځې دوام کوي.

هره لوبډله اته لوبې کوي.

په دغه لیګ کې ۳۵ بهرني لوبغاړي دي او ۵۹ یې داخلي یا کورني لوبغاړي دي.

د دغه لیګ د لوبغاړو د اخېستلو په بولۍ کې ټولې شا او خوا ۹۰ لکه ډالر بند شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د یو نړيوال لیګ څښتن کېږي او د افغانستان کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ستر کرکټ لیګ دی.

د دغه لیګ د سپانسر چارې ګلبهار شرکت په غاړه اخېستي دي او سږ کال د افغانستان کلبهار کرکټ لیګ په نامه یادېږي.

د دغه لیګ ټولې لوبې د عربي متحده اماراتو په شارجه نړيوال لوبغالي کې کېږي، چې د افغانستان هوم ګراونډ په نامه هم یادېږي.

په نړۍ کې نور مشهور لیګونه

د نړۍ په کچه هندوستان د اې پي ایل په نامه دا ډول لیګ لري، چې تر ټولو مشهور او د ننداره کوونکو له پلوه ګرم سوداګریزکرکټ لیګ دی، دوهم سترلیګ د اسټرالیا بېګ بېش لیګ دی، چې دا لیګ هم د خورا جوش او خروش څخه برخمن دی او د جنوري په میاشت کې پېلېږي، چې د عیسوي کال لومړۍ او د پسرلي موسم وي، چې ډېری خلک اسټرالیا ته د سیاحت لپاره هم ځي او دا لیګ هم ننداره کوي.

ورپسې مشهور لیګ د انګلستان بلاسټ سیالۍ دي، چې ۱۸ لوبډلې پکې لوبېږي.

څلورم ستر لیګ د سي پي ایل یا کارابین پریمیرکرکټ لیګ دی، چې په ویسټ انډیزکې ترسره کېږي، سږکال پکې شپږ لوبډلې ولوبېدې.

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ، چې بي پي ایل نومېږي بل مشهور لیګ دی.

د پاکستان سوپرکرکټ لیګ هم خورا مشهور دی.

له دې وروسته بیا په سهیلي افریقا کې د ګلوبل په نوم سوداګریزلیګ کېږي.

په کاناډا کې هم ګلوبل سوداګریز کرکټ لیګ ترسره شو، چې سږ کال پکې افغان لوبغاړی نجیب الله ځدران هم ولوبېد.

د هانکانګ هېواد کې پنځه اوره لیګ ترسره شوی دی او وروستی لیګ بیا د عربي متحده اماراتو ټي ټېن لیګ دی، چې د ډېسمبر په میاشت کې د ۲۰۱۷ م کال څخه پیل شوی دی.

د اې پي ایل لوبو مهالوېش  :

د ای پي ایل لومړۍ لوبه د جمعې په ماخستن اته نیمې بجې د کابل ځوانانو او پکتیا پېنتر لوبډلو ترمنځ د اکټوبر په پنځمه نېټه ترسره کېږي.

دوهمه لوبه د اکټوبر په شپږمه نېټه د شنبې په مازیګر د افغانستان پروخت ۴ نیمې بجې د ننګرهار او کندهار لوبډلو ترمنځ ده.

دریمه لوبه هم د اکټوبر په شپږمه نېټه د شنبې په ماخستن اته نیمې بجې د بلخ او کابل لوبډلو ترمنځ کېږي.

څلورمه لوبه د اکټوبر په ۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ مازیګر څلورنیمې بجې د ننګرهار او پکتیا لوبډلو ترمنځ کېږي او په همدې ورځ د لیګ پنځمه لوبه د شپې په اته نیمو بجو د بلخ او کندهار لوبډلو ترمنځ کېږي.

د دوشنبې په ورځ لوبه نشته او د سه شنبې په ورځ د اکټوبر په نهمه نېټه په شپږمه لوبه کې مازیګر څلور نیمې بجې ننګرهار او کابل لوبډلې مخ کېږي.

د چهارشنبې په ورځ مازیګر څلور نیمې بجې د اکټوبر په لسمه نېټه په اوومه لوبه کې بلخ او پکتیا لوبډلې مخ کېږي.

د پنجشنبې په مازیکر د اکټوبر په یوولسمه نېټه کابل او کندهار لوبډلې په اتمه لوبه کې لوبېږي، د همدې نېټې په ماخستن اته نیمې بجې نهمه لوبه کې ننګرهار او بلخ لوبډلې مخ دي.

د اکټوبر په دولسمه نېټه د جمعې په ورځ مازیګر مهال په لسمه لوبه کې کندهار او پکتیا لوبډلې او په یوولسمه لوبه کې د همدغې نېټې په ماخستن اته نیمې بجې یوولسمه لوبه کې کابل او ننګرهار لوبې کوي.

د اکټوبر په دیارلسمه نېټه هم دوه لوبې کېږي، د شنبې ورځې په مازیګر دولسمه لوبه د بلخ او پکتیا ترمنځ کېږي او د همدغې نېټې په ماخستن، ۱۳ مه لوبه کې د شپې په اته نیمو بجو ننګرهار او کندهار لوبډلې مخ دي.

د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه ۱۴ مه لوبه د یکشنې په مازیګر مهال د بلخ او کابل ترمنځ او د همدې ورځې دوهمه لوبه، چې ټولټال ۱۵ مه لوبه ده، د ننګرهار او پکتیا لوبډلې پکې مخ کېږي.

د اکټوبر په پنځلسمه نېټه د دوشنبې په ورځ لوبه نشته او د سه شنبې په ورځ بیا د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه یواځې یوه لوبه مازیګرمهال ده، چې د ټورنمنټ ۱۶ مه لوبه ده او د کابل او کندهار ترمنځ ده.

د اکټوبر په اوولسمه نېټه، چې د چهارشنبې ورځ سره برابره ده، دوه لوبې دي، مازیګرنۍ لوبه چې د ټورنمنټ ۱۷ مه لوبه ده د ننګرهار او بلخ ترمنځ ده او دوهمه لوبه چې ۱۸ مه لوبه ده ، ماخستن مهال د کندهار او پکتیا ترمنځ کېدونکې ده.

د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال ۱۹ مه لوبه د بلخ او کندهار ترمنځ ده او شلمه لوبه هم د پنجشنبې په ماخستن، چې د اکټوبر۱۸ مه نېټه کېږي د کابل او پکتیا ترمنځ ترسره کېږي.

له شل لوبو وروسته څلور لوبډلې لومړۍ او دوهمې نیمه پایلوبو ته وځي، چې لومړۍ نیمه پایلوبه د اکټوبرپه ۱۹ مه نېټه د جمعې په ماخستن اته نیمې بجې کېږي او دوهمه نيمه پایلوبه د اکټوبر په ۲۰ مه نټېه د شنبې په ماخستن اته نیمې بجې کېږي.

او پایلوبه بیا د اکټوبر په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ماخستن اته نیمې بجې په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا د دې لوبو لومړی پړاو دی، چې له پنځه لوبډلو به یې یوه اتلولي اخلي؛ خو دا چې د دې لوبو اتله لوبډله به کومه یوه وي، ۱۵ ورځې وروسته یې پته لګېږي.

په دې اړه تازه او ورځني بشپړ معلومات د یاران په وېب سایټ او فېسبوک پاڼه کې تعقیبولی شئ.

د لوبو د مهال وېش متني لېنک:

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې