روغه سټه

ډېر ډنګروالی دا زیانونه لري

لیکنه: صادق طارق

وایي هرڅه چې له حده ووځي، خرابی کوي.

د وزن موضوع هم همداسې درواخلئ؛ که زیات چاغ وئ، هم درته ښه نه ده او که زیات ډنګر، دا هم درته تاوان لري.

دلته به د ډنګروالي په اړه درته ووایو، چې زیات ډنګرتوب څه زیانونه لري او ولې باید ځان ترې وساتئ؟

خو ولې ډنګروالی؟

ځینې خلک د دې باوجود چې زیات چاغونکي خوراکونه کوي، خو بیا هم نه چاغیږي او تر حد زیات ډنګر وي.

دوی کیدای شي جینیټیکي ستونزه ولري او له هغې کبله یې په وجود کې د چاغیدو امکان نه وي موجود.

د دوی وجود د همداسې ستونزو له کبله خوړونکي مواد نه شي جذبولی.

ځینې جینیټیکي ستونزې تر دې هم خطرناکې او داسې دي، چې د زیاتو خوړو باوجود پکې ډنګر خلک نه یوازې نه چاغیږي؛ بلکې زیات غوړ یې په ځینو برخو کې جذبیږي او د وخت په تېریدو سره د زړه او نورو خطرناکو ناروغیو باندې اخته کیږي.

یوه نوې څېړنه له همدې کبله څرګندوي، چې ډنګروالی ستاسې روغتیا نه شي تضمینولی.

د ډنګروالي نور زیانونه

ـ ډنګرووالی ستاسې د لږ خوراک او لږ خوراک مو د وینې د کمیدو سبب کیږي.

ـ لږ خوراک ستاسې د وجود انرژي نه پوره کوي.

ـ زیات ډنګروالی د ښځو د حامله کیدو په برخه کې ستونزې زیږوي، حتا مانع کیږي.

ـ نارینه وو ته د زیات ډنګروالي یو تاوان دا دی، چې جنسي ستونزې ورته پيدا کوي.

ـ زیات ډنګروالی تاسې ته د پوستکي ناروغۍ هم پيدا کوي.

ـ د ویښتو د توییدو ستونزه هم له زیات ډنګروالي سره تړاو لري.

ـ  د زیات ډنګروالي له کبله د غاښونو تکلیف هم درته پيدا کیدای شي.

ـ د زیات ډنګروالي له کبله رواني ناروغۍ هم پيدا کیږي. هر وخت به فکر کوئ، چې ولې نه چاغیږئ، ستونزه مو څه ده او بالآخره به څه کیږي؟

چاره څه ده؟

ـ هڅه وکړئ چې مغزي مواد زیات وخورئ.

ـ معده مو فعاله وساتئ، که زیات ډنګروالی مو د معدې د تکلیف له کبله وي، کیدای شي ستونزه په دې ډول حل شي.

ـ د نه چاغیدو په صورت کې کوشش وکړئ ډاکټر ته لاړشئ او خپله ستونزه معلومه کړئ.

ـ ډېرتشویش هم مه کوئ، خو د حل لپاره یې عملي کار وکړئ.

ـ ورزش هم وکړئ، خاصتاً د بدني ښکلا ورزش چې د اندام جوړولو لپاره زیات ګټور دی.

ـ وریجې، غوښه، لوبیا، وچه ډوډۍ او نور پروټین لرونکي مواد او خاصتاً وچه مېوه لکه: بادام، پسته، کاجو، نخود او داسې نور زیات وکاروئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق