د ګټې خبرې ژوند بڼه عمومي

د بریالیتوب را ز//جان آغا بهار

د ټولنپوهنې علماء وایې : خبرې د برېښنا په څیر انسان ته په رسیدلو کې له بل هرډول ځواک نه پیاوړي دي، ځکه خو د پوهانو، مشرانو، شاعرانو ،نقادانو او سیاسي شننوکو خبرې له بل هر قوت نه ډېرې ځواکمنې دي.

موږ د سر په سترګو لیدلي دي، چې ډېرځله د یوه پوه یوې جملې یاد یو شاعر یو بند د سترو پیښو مخه پر بل لوري ګرځولي وي؛ لنډه بیلګه یې د فرضې یا حقیقې ملالی ابۍ ټپه ده، چې د فرنګ سوبه یې د هغوی په ماتې بدله کړه:

که په میوند کې شهید نه شوې
خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

له دې کبله ،ډېرځله یوه خبره داسې په منډه د سړي زړه ته لاره پیداکړي او هلته داسې کلکه کینې ،چې بیا نو په ټول ژوند کې ورسره ملګرې وي او د ژوند په کږلېچونو کې لاره ورښیې، ته به وایې کوم ډېرمهربانه روزونکی او مربی یې شپه ورځ په څنګ کې ناست او روان دی کله ،چې هم ددې خبرې په اړوند ځای کې کږه پښه ږدي؛ نوله مټه یې نیسي او د حال په ژبه ورته وایي:

داڅه کړې!

ولې خپل همت له لاسه ورکوې او دحالاتو مبارزه نشې کولې!؟

اګاه شه!او روان شه!هغه چارې تر سره کړه،چې ستا د میړانې سبب شي او د بې ننګۍ مخه دې ونیسي.

راځئ! داخبرې ولولئ او پند ترې واخلئ:

۱ – د دې په ځای چې ټول عمر په تیارو لعنتونه وایې، له ځانه یوه کوچنۍ شمعه جوړه کړه ،چې بل ته دې خیر ورسیږي.

۲ – له ناممکن نه چاپوښتنه وکړه ،چې چیرې اوسې؟ هغه وویل : دعاجزانو په خوبونوکې.

۳ – هغه څوک پیاوړی ندی ،چې هروخت جګړه ګټي، بلکې هغه څوک کمزوری دی، چی تل یې سوله بایللې وي.

۴ – ترڅو چې ته د بیا له پاره په پښو درېدلی شې په ناکامۍ مه خپه کیږه.
. ۵ – په کوم کور کې، چې کتاب نه وي، هغه کور بې روحه دی

قوي عزم او اراده ولره ، خپل همت ته ځواک وروبښه او ځوان یې وساته؛ ترڅو ژوند دې د رنګینیو ډک او دکامیابۍ اسرار شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

د لیکوال په اړه

جان اغا بهار

/* ]]> */