روغه سټه

پسرلني حساسیتونه یا الرژۍ او ورسره د مبارزې لارې

خلک د ژمي په تیریدو او د پسرلي په راتلو د هوا غوړیدو ته خوشاله وي. خو د پسرلي د هوا له تودوخې سره ملګري حساسیتونه او الرژۍ د ډیرو لپاره ځورونکي دي.

د هوا په تودیدو په ځینو ونو، بوټو او وښو کې داسې ګردونه او وړې زرې تولیدیږي چې په سلګونو کیلومټرو پورې په هوا کې د خپریدو وړتیا لري.

که چیرې تاسو له موسمي حساسیت سره مخ یئ نو علت یې دادی چې تاسو په هره سا اخیستو کې دا له ونو بوټو او غوړیدلو ګلانو راپیدا شوي ګردونه تنفس کوئ.

د انسان وجوده هغه مهال چې د وجود دفاعي سیستم د یوې بې ضرره بهرني څه په وړاندې دفاع پیل کړي د حساسیت یا الرژۍ نښې او علامې څرګندوي. دا غبرګون کله کم ځورونکي ، کله ډير ځورونکی او کله ناکله ژوند ګواښونکی وي.

د پسرلني حساسیت په نښو کې د پوزې کش کول، پرینجیدل، په ستوني پوزه او دماغونو کې خارښت ، سردردي، د سترګو سوزیدل، سابندي او نورې شاملې دي.

پسرلني حساسیتونه عموما د مارچ د میاشتې له نیمايي وروسته په ګڼو هیوادونو کې پیلیږي او میلونونه انسانان متاثره کوي.

یو امریکايي ډاکټر جیمز لي چې د الرژۍ او حساسیت سره په تړلو مسلو کار کوي وايي” پسرلي عموما د ونو څخه د تولیدیدونکي ګرد فصل دی. او دا ګرد د حساسیت پیدا کولو اصلي سرچینه ده.“

د نوموړي په وینا په دې موسم کې همدارنګه له وښو څخه پورته کیدونکي یو ډول ګردجن مواد هم چې هوا کې خپریږي د ډیرو خلکو د حساسیت سبب کیږي.

خو د ډاکتر لي په وینا د وښو الرژي ډیر کله په مني کې وي. په ونو بوټو کې تولیدیدونکي چیڼاسکي هم د حساسیت سبب کیږي.

چیڼاسکې که څه هم په ټول کال کې د خلکو لپاره د حساسیت او الرژۍ سبب کیږي خو په پسرلي کې دا هم زیاتیږي. په ځانګړې توګه کله چې له باراني موسم وروسته هوا توده شي نو هوا او چاپیریال له داسې څیزونو چې الرژي یا حساسیت پیدا کوي ډک شي.

ونې ځکه د الرژۍ او حساسیت سبب کیږي ځکه چې په پسرلي کې یو ډول دوړه او ګرد تولیدوي چې وچې او روښانه وړې زرې دي، لږ تر لږه یولس ډوله ونې داسې شته چې دا حساسیت لرونکې زرې په هوا کې خپروي.

چینارونه، ولې،صنوبر، سروې، بلوط او ګڼې نورې عامې ونې په دې ډله کې شاملې دي. دا ونې عموما د کال په یو وخت کې د دوړو او ګردونو زرې هوا ته خپروې.

که چیرې تاسو له دې ونو د هر ډول ونې له ګرد سره حساسیت ولرئ، نو کیدای شي چې د پوزې کش کول، پرنجیدل، د ستونې خارښت، سردرد او نورې ځورونکي علامې درکې پیدا کړي.

همدارنګه د سترګو خارښت او سوروالي، د غوږونو بندیدل ، درد او خارښت او د خولې د سوزیدو په څیر علامي هم د همدې ونو بوټو له ګردونو سره د حساسیت له کبله پيدا کیدای شي.

په پسرلي کې هغه کسان چې حساسیت لري، باراني ورځې ورته لږ ښې وي او له الرژۍ او حساسیت یو څه بې غمه وي. خو په هغو ورځو چې تودې او وچې وي او شمال هم ورسره لګیږي د ګڼو کسانو د الرژې علامې ورسره سختیږي .

د پسرلنۍ الرژۍ او حساسیت د راکمولو لارې

 

د پسرلي له الرژیو د خلاصون بهترینه لاره داده چې د کور دروازې او کړکۍ تړلې وساتئ، څو بهر په هوا کې خپریدونکي د ونو ګردونه او هغه چڼیاسکې چې په سترګو یې نه وینۍ ستاسو د استوګنې خونو ته نه درځي.

کله چې بهر وځئ او بیرته کورته ستنیږئ ښه ده چې له دروازې بهر خپل کالي او ځان ښه څنډ وهئ چې له ځان سره بهرني ګردونه کورته یو نه سئ ، که ممکنه وي کور کې کالي او خپل ځان ووینځئ په ځانګړي توګه ويښتان مو. بوټان له کوره بهر وباسئ او کورته په ځانګړې توګه خونو ته یې مه ننباسئ.

وخت ناوخت خپله پوزه او ستونی ووینځئ. په ځانګړې توګه د تودو اوبو استنشاق او غرغړه ستاسو د ستونې او پوزې حساسیت کمولی شي.

 

په هغو ورځو کې چې هوا وچه او توده وي، بې اړتیا ډیر بهر مه ګرځئ.
که کور کې ژوي ( حیوانات) لرئ د هغوی د پاکوالی خیال هم وساتۍ ځکه د ژویو په وړیو کې د ونو بوټو حساسیت پارونکي ګردونه تر ډیره پاتې کیږي او له هغې تاسو هم حساسیت کوئ .
که له کوره بهر ازاده فضا کې یئ، ښه ده چې د لمر عینکې په سترګو کړئ. دا تر ډیره ستاسو سترګې له حساسیت ساتي.

د کور تشناب، پخلنځی او نور هغه ځایونه چې چیڼاسکې په کې ځای نیسي پاک وساتۍ او ډاډمنه کړئ چې هلته دا شیان چې حساسیت رامنځ ته کوي راټول نه شي.

په هغه فصل کې چې هوا د ونو بوټو څخه له پورته کیدونکو حساسیت پارونکو ګردونو ډکه وي خپل کالي په تړل کیدونکو بکسونو کې خوندي وساتئ څو هغه ګردونه پرې ونه غورځیږي کوم چې تاسو ته حساسیت پیدا کوي.

 

د خپل خوب ځای پاک وساتئ داسې چې د خوب ځای څادر، کمبل، بالخت، د ویدوه کیدو د ځای شا او خوا ټول بې ګرده وي او ډیر کم ګرد او دوړه هم پرې مه پریږدئ.
ښه خواړه او ستریس کمول هم مرسته کوي چې د حساسیت نښې علامي مو ورسره راکمې شي.

همدارنګه له ډاکتر سره د خپل حساسیت په اړه مشوره کولی شئ او د هغه په مشوره د حساسیت ضد درمل چې په درملتونو کې پیدا کیږي کارولی شئ. خو هڅه وکړئ چې د درملو له کارولو پرته د خپل حساسیت نښې او علامي کنټرول کړئ ځکه درمل د ګټې سربیره ځینې جانبې اغیزې هم لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */