مخکې تر دې چې مسخه شئ، مسخه ولولئ!

لیکواله: کائنات سعادت

مسخه د نړۍوال شهرت لرونکي لیکوال فرانتس کافکا (۱۸۸۳-۱۹۲۴) ناول دی چې په ۱۹۱۵ کې خپور او د نړۍ زیاتو مشهورو ژبو ته وژباړل شو او د یو شاهکار په توګه یې د نړۍ په ادبیاتو کې ځای خپل کړ.

کافکا د (امریکا، د چین دیوال، محاکمه، ماڼۍ او مسخې) غوندې کتابونه لیکلي چې له نړۍوال شهرته یې برخمن کړی.

د خپلې ځانګړې لارې له کبله کافکا په ادبیاتو ژور اغېز وکړ او ځانګړی سبک یې ایجاد کړ چې د کافکايي سبک په نوم یادېږي.

کافکا د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې وې خو ادبي او هنري ذوق هغه په داستان لیکنه کې وځلاوه، چې خپلې همدې لېوالتیا پرې د مسخې غوندې نه هېرېدونکی ناول ولیکه.

د مسخې ناول د کیسې لنډيز :

مسخه (die verwandlung) د داسې انسان د ژوند داستان دی چې تر څو یې کورنۍ ترې ګټه کولای شوه او د هغوی اړتیاوې یې پوره کولای شوې، هغوی ته ګران او محترم و.

ځوان سوداګر ګریګور زامزا، پلار، مور او ۱۷ کلنې خور سره چې ګریټ نومېږي ژوند کوي، ګریګور له هغه شرکت سره کار کوونکی وي چې دده پلار یې قرضدار وي، زامزا له خپلې دندې خوښ نه دی، هغه په دې نیت چې د پلار پورونه پرې او کور ته ډوډۍ راوړي په خپل ځان سخته تېروي، خو یوه ورځ سهار کله چې له خوبه راپاڅي ګوري په ګونګټ بدل شوی او ځای په ځای پروت دی. پلار، مور او خور یې په نوبت دروازه ورټکوي او وايي: ګریګوره پاڅه چې رېل درنه ځي!

ګریګور دروازه نه شي خلاصولای، ځکه ډارېږي چې که پلار یې دی دا ډول وویني عکس العمل به یې څه وي، همدې وخت کې د شرکت مدیر راځي او ګریګور ته وايي چې که دندې ته په وخت لاړ نه شي، رییس به یې له دندې وباسي. د کورنۍ ټول غړي یې د دروازې د خلاصولو لپاره ګریګور ته زارۍ وکړي. بالاخره ګریګور، زړه کوي او دروازه خلاصوي خو د مسخه شوې بڼې په لیدو یې ټول حیرانېږي، د شرکت مدیر تښتي، پلار یې ورته په قهر شي، خور یې ژاړي او مور یې ولوېږي. په ټول کور کې یواځې خور یې د خپل مسخه شوي ورور (ګریګور) پالنه کوي، کوټه یې پاکوي او ډوډۍ وروړي. د ګریګور په مسخه کېدو د کورنۍ اقتصاد ورځ تر بلې مخ په ځوړه روان وي، له ناچارۍ اشپزه رخصت کړي. پلار یې چې دا حالت وګوري ځانته بانک کې دنده پیدا کړي، مور یې خیاطي کوي او ماشومه ګریټ پلورونکې شي. د ګریټي د کارونو په ډېرېدو، خپل ورور له یاده ووځي او چندان پام پرې نه کوي، ګریګور تنها خونه کې د دروازې له چاکه خپل پلار او مور څاري چې څنګه یې خپل ژوند پر مخ روان کړی او هره شیبه دا هیله کوي چې کاش بېرته جوړ او د کورنۍ چوپړ وکړي.

ګریګور دا هر څه ویني خو څه یې له لاسه نه کېږي. د کورنۍ غړي دا هېر کړي، چې په دې اپارتمان کې چې دوی اوسي، دا ګریګور ورته نیولی، هغه د خپل پلار د پور د پرېکولو لپاره هغه شرکت سره کار کولو چې لږ یې هم هغه دنده په خوښه نه وه برابره او هیله یې لرله خپله خور د ښکلو هنرونو پوهنځي ته ولېږي تر څو ویلون زده کړي. نه، نه، د کورنۍ د غړو یې د ګریګور دا ټولې قربانۍ هېرې شوې او هغه سره یې لکه یو حیوان غوندې چلند کولو.

نور په دې کور کې هیڅوک د ګریګور په فکر کې نه دي، نه څوک ډوډۍ وروړي او نه یې څوک کوټه راپاکوي، بلکې د کور هر بې ګټې شی د ګریګور خونې ته ورګوزاروي او له تیاره خونې د راوتلو اجازه هم نه لري. یو ماښام ګریټي کرایه نشینانو ته ویلون غږوي، ګریګور له خپلې خونې راوځي او د ویلون غږولو ځای ته ځان رارسوي، زړه کې یو عالم خبرې لري، غواړي خپلې خور ته ووايي چې خونې ته یې ورشي، خبرې ورسره وکړي ځکه چې له هغې پرته څوک نه لري.

خو د ګریګور دا په بد حال ککړه څېره چې دوی وګوري د ویلون غږ غلی شي، ټول ورته په غضب وي، خور یې چیغه کړي وايي: دا زما ورور نه دی، دا باید له دې ځایه لاړ شي، د ګریګور خور له خپل پلاره غوښتنه وکړي چې له دې شره یې خلاصه کړي، هغه وايي نور یې نه شي زغملی.

ګریګور خپلې تیارې او له خځلو ډکې خونې ته ننوزي او په هغه شپه له ډېرې لوږې مړ شي. کورنۍ د ګریګور د مرګ په خوشالۍ بکسونه وتړي، له دندې روخصت واخلي او د تفریح په نیت له کوره ووځي.

کافکا په مسخه ناول کې څه ویل غواړي؟

د خپلو ځانګړو عادتونو، هیلو او غوښتنو پر اساس هر انسان یوه خپله پېژندګلو لري، که انسان د خپل داسې ځان سره مخ نه شي هغه له ځانه ورکېږي او په یو بل چا بدلېږي، داسې څوک چې دی هغه نه وي.

د داستان په لومړۍ برخه کې د همداسې یو انسان له مخه پرده پورته کوي، د هغه هیلې، غوښتنې او ځانګړتیاوې یو ډول وي او ورځنۍ چارې یې بل ډول، تر دې چې دنده یې په زړه نه وي خو د نورو د ضرورتونو او خوشاليو له پاره یې مخ ته وړي.

زامزا د داسې انسان نمونه ده چې د نورو لپاره کار او ژوند کول، ځان ترې هېر کړی او مسخه شوی، هغه خپل هویت نه دی ثابت کړی، دا چې هغه څوک دی او څه غواړي، په دې اړه یې کله هم فکر نه دی کړی، اصلا ګریګور د داسې یو انسان نمونه ده چې د ځان په قدر نه دی پوه شوی، ځکه خو نور خلک د ده په قدر او عزت نه پوهېږي. د ګریګور دا رقم ژوند د معاصر انسان د یوازېتوب، او اندېښنو ښکارندوی دی چې انسان ورسره په مډرن ژوند کې مخ دی.

د ګریګور کورنۍ د داسې ټولنې انځور دی چې د ضعیفو او بې وزلو انسانانو سره په بې رحمۍ چلند کوي او د یو انسان ښېګڼې ډېر ژر هېروي.

په داستان کې راځي له کومې ورځې چې ګریګور نور دندې ته له تګ ولوېږي نو د کورنۍ چلند یې هم ورسره بدل شي.

ګریګور چې له مسخه کېدو مخکې د کورنۍ ضرورتونه پوره کول، د پلار قرضونه یې پرې کول او د هستوګنې لپاره یې ورته کور نیولی و او لېواله و چې خور یې د موسیقۍ زده کړې وکړي نو ټولو ورسره ښه اړيکه لرله، خو کله چې له کار لوېږي، خور یې له ورورګلۍ منکرېږي تر دې چې کورنۍ یې د مرګ په خبر جشن نیسي او په خوښۍ کې د څو ورځو په چکر وځي.

دا هغه ځای دی چې کافکا ویل غواړي: (دا ده د ژوند ریښتینې مانا.)

کله چې انسان د بوختیا په داسې چاپېریال کې وي چې هغه د ده د هیلو او د ده د شخصیت سره جوړ نه وي، ورو ورو انسان محوه کېږي یعنې د ده شخصیت په یو داسې شی اوړي چې هغه دی نه وي، لکه ګریګور چې په یوه خزدکه بدلېږي، مطلب دا چې د ده مصروفیتونه د ده له طبعې سره جوړ نه وي، په کرار کرار د چاپېریال او د حاکمې وضعې له کبله محوه کېږي او د ده شخصي هویت په یو داسې هویت اوړي چې هغه دی نه وي.

د مسخې ناول ځانګړنې:

1ـ داستان د کتاب له نوم سره مستقیمه اړیکه لري، نوم یې ساده او لنډ دی، لوستونکی یې د نوم په لوستو د داستان په اړه ذهنیت پیدا کوي.

2ـ مسخه پېچلې طرحه نه لري، نثر یې ساده او کره دی، هېڅ ډول غوټه نه لري، تاسې به د داستان له سره تر اخره داسې جمله ونه وینئ چې اړ شئ په معنا د پوهېدو لپاره یې دویم ځلي ولولئ.

3ـ د مسخې په داستان کې ګریګور داسې شخص دی، چې نه د خپل ځان په اړه غږېږي او نه هم د نورو په اړه څه وايي او دغه ځانګړنه یې تر اخره ساتلې.

4ـ داستان د دریم شخص له خولې بیانېږي، ځکه خو پرې پوهېدل اسانه دي، لکه څوک چې درته مخامخ ناست وي او کیسه کوي.

5ـ د مسخې د داستان تصویري ژبه ډېره پیاوړې ده، د ګریګور د کور فضا ډېره ښه ترسیم شوې.

6ـ مسخه کې دا قوت شته چې لوستونکی تر اخره ځان سره وساتي، سره له دې چې کافکا د ناول په سر کې د لوستونکي ذهن خلاصوي چې دا خوب نه و: (ګریګور فکر وکړ دا څه ټکه راباندې لوېدلې ده؟) خو دا خوب نه و.

د مسخې ناول په اړه د لیکوالو نظرونه:

ولادمير ناباکوف: «د هنر تر ټولو رسا پېژند (تعریف) دا دی، هر چېرې چې ښکلا شته، فنا يې هم شته. د دې ساده دلیل له مخې ښکلا پر فنا کېدو محکومه ده.

ښکلا تل مري. چې ماده ومري، حرکت هم مري. چې فرد ومري، نړۍ هم مري. که چا مسخه داستان د خزنده پېژندنې په اړه تصویري سازي نه وي ګڼلې؛ نو ورته مبارک دې وي، ځکه دا کسان د مسخې داستان غوره لوستونکي دي»

ګابریل ګارسیا مارکیز: «کله مې چې د مسخې کتاب ولوست ما دا فکر نشو کولای چې کله به هم څوک داسې لیکنه وکړای شي.»

الیاس کانتې: «دا داستان هغه څه دی چې کافکا نه شوای کولای تر دې ورهاخوا لاړ شي ځکه هېڅ شی تر مسخې ورهاخوا نه شته.»

طایر ځلاند: ځينې لیکوال د ځانګړو کارونو لپاره پېدا شوي وي، بل هیچا مسخه ناول داسې نه شو لیکلی حتی خپله کافکا هم مسخه ناول تر دې بل ډول او تر دې ښه نه شو لیکلی.

اجمل ښکلی: په ”مسخه” کې لولو، چې ګريګور د چا د وېرولو تکل نه لاره؛ خو خلکو ته نااشنا و او وېره يې ترې کوله.

حیات الله ژوند: د کافکا د کیسو پېښې اکثره د نوموړي د ژوند انعکاس دی.

مسخه ناول کې انځوریزه ژبه:

د کافکا په داستاني اثارو او بالخصوص مسخه کې چې کوم عنصر د پاملرنې وړ دی، هغه د ده منظر کښنه او یا د صحنې ترسیم دی چې ډېرو جزيي ولې مهمو ټکو ته یې فکر وي. مکان یې ډېر ښه توصیف کړی، د ګریګور د کور فضا یې داسې ترسیم کړې چې لوستونکی یې په لوستو سوچ هم نه کوي چې کتاب لولي، بلکې فکر کوي هر څه په خپلو سترګو ویني.

د ګریګور خونه داسې انځوروي: (خونه یې، چې یو مخ پر نارینه مزاج برابره سینګار شوې وه، له تنګوالي سره سره د څلورو اشنا دېوالونو په منځ کې خاموشه ولاړه وه. پر مېز د ټوکرانو د نمونو یو کلکسیون پروت و، د مېز پر سر له یوې مجلې راشکول شوی او په زرین چوکاټ کې بند تصویر ځړېده.) ژباړه: جبار فراز

د ګریګور خونه کې ځوړند تصویر: (تصویر د یوې میرمنې و چې کوچنۍ وړینه خولۍ یې پر سر او د پیشو لکۍ ته ورته ببر دسمال یې تر غاړې تاو کړی و. نیغه او شخه ناسته وه، لاس یې چې تر څنګل پورې په یوه وړین لستوڼي کې پت و، د نندارچیانو پر وړاندې نیغ نیولی و.)

کوټې ته د ګریګور شړل داسې انځوروي: ( په چپ لاس کې یې یوه غټه ورځپاڼه د مېز له سره ورواخیسته او پر ځمکه د پښې ډبولو، ورځپاڼې او لکړې ښورولو ته اړم شو په دې سره یې غوښتل ګریګور بېرته خپلې خونې ته وشړي.)

(دالېز ته پرانیستی ور خلاص و او دا چې د پارتمان دروازه هم پر دوو پلو ولاړه وه نو سړي د کور مخ او کښته شوې زینې هم لیدای شوې.)

(د زینو د لګېدونکو هواوو تر منځ شدید ټکر پېښ شو، د کلکین پردې په هوا شوې، پر مېز په پرتو کاغذونو خش پش ګډ شو او شاوخوا سره والوتل.)

(باد غوندې تېزه وڅرخېده، د کور دروازه یې په درب وتړله او ووته.)

(لا په خونه پوره نه وه ننوتلې چې دروازه په تېزۍ پسې وتړل شوه او ځنځیر ته یې کولپ ورولوېد.)

د څېرو جوړول(کرکټرایزېشن):

کافکا په مسخه ناول کې د خپلو نورو داستانونو په څېر د کیسو ډېره ښه قهرمان سازي کړې، ځای پر ځای د کرکټرونو د ځانګړتیاو له کبله لوستونکی دا اټکل کولای شي چې ښه ددې پېښې په وړاندې به د ګریګور یا د هغه د پلار یا … عکس العمل څه وي. همدارنګه یې د خپلو کرکټرونو پېژندنه هم د هغوی د څېرې او عادتونو پر بنا ډېره ښه وړاندې کړې چې په دې توګه کرکټرونه بېخي اشنا ښکاري. مثلا؛ ګریګور یې داسې ترسیم کړی دی چې د لوستونکي ذهن کې د ده تصویر جوړېږي او کله چې یو کرکټر قوي او مضبوط وي او په کوم ډول چې وي هغه رقم لیکل شوی وي، هغه د انسان ذهن کې پوخ کېني. کافکا دا هنر درلود چې د لوستونکي ذهن کې دا خبر کېنوي چې ګریګور مسخه شوی، حال دا چې هېڅوک د ګریګور د مسخه کېدو په اړه څه نه وايي.

کافکا د خپلو داستانونو لپاره له اسطورو او ولسي نکلونو او حتی تاريخي پېښو ګټه اخلي، خو هنر یې دا دی چې خپل رنګ ورکوي، هغه رنګ چې دده لیک په کافکايي سبک بدلوي.

د بېلګې په توګه د انسان د مسخه کېدلو یا څېرې بدلېدلو په اړه ګڼ داستانونه او حکایتونه شته هر څو که کافکا له دغو اسطورو او نکلونو ګټه اخلي خو ګریګور داسې جوړوي چې هغه نه پخوانۍ اسطوره برېښي او نه هم د نن ورځې د ریالیسټ ژوند کومه واقعي بڼه وي.

د فکر مغالطې:
د مسخې ناول لوستلو پر مهال ځينو داسې پېښو سره هم مخ شوم چې د کافکا په څېر لیکوال په لیک کې راته حیرانونکې وې، شاید موږ دا ډول پښې ښوېدلو ته (هېره) هم ووایو یعنې د لیکوال له حافظې ځینې وخت خپلې خبرې هېرې شي او له دې کبله د یو متضاد فکر او کړنې سره مخ شي.

د بېلګې په ډول د کافکا د مسخې ناول په سر کې لولو: (یوه ورځ سهار، کله چې ګریګور زامزا له یوه ستړي خوبه سترګې پرانیستې، ویې لیدل چې په یوه ډېره غټه، عجیبه و غریبه ګونګټه بدل شوی دی.)

بیا وايي چې: (د کیلۍ د څرخولو پر مهال دی هم پر کولپ راڅرخېد. دا ګړۍ یوازې په خوله پر کولپ ځوړند و.)

او بل ځای بیا وايي: (کله چې بالاخره د دروازې درشل ته د سر په رسولو وتوانېد متوجې شو چې بدن یې تر هغه ډېر پلن دی چې د وره په یوه پله کې دې ځای شي.)

دلته لوستونکي سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې که ګریګور په دومره غټه ګونګټه بدل شوی و چې په دروازه کې نه شو ننوتلی نو څنګه بیا هغه په کولپ را ځوړند یا را څرخېده، ښکاره ده چې دلته له لیکواله د خپل کرکټر د جسامت او وجود بڼه او ډول هېر شوی دی.

په ګونګټ د بدلېدو سېمبول؟

د جادويي ریالیزم یوه ځانګړنه دا ده چې ژبه یې استعاري او سېمبولیکه ده، هره پېښه او واقعه چې هلته رامنځته کېږي هغه د لیکوال د یوې خیالي دنیا یوه برخه وي او یو ځانګړی پیغام په کې ورکول غواړي.

کافکا چې د جادويي ریالیزم په بنسټ ایښودونکو کې شمارل کېږي، هم د خپلو داستانونو لپاره همداسې سېمبولیکه او استعاري ژبه کاروي. ددې لپاره چې د کافکا په داستان او مسخه ناول وپوهېږو اړینه ده چې هلته ځینې سېمبولونه وسپړو، د هر سېمبول د روښانه کېدو سره د مسخې ناول د نړۍ یوه نوې کړکۍ پرانیستل کېږي.

په مسخه ناول کې ګریګور په ګونګټ بدلېږي، جسامت یې غټ او پښې یې وړې وي، سوچ او هیلې یې د انسان وي خو بڼه یې د یوې حشرې، په حقیقت کې د په ګونګت د ګریګور بدلېدل د ننني انسان د بوخت او ماشيني ژوند لپاره استعاره ده او په ډاګه کوي چې انساني ضرورتونو او د امکاناتو کمښت انسان څومره لالهانده او له خوښيو لرې کړی.

په اروپا کې ډېر داستانو شته، چې په کیسو او افسانو کې یې یو انسان په بل موجود اوړي، چې موږ یې نمونې په خپله فرهنګي حوزه کې هم لرو، خو راځئ په دې بحث وکړو چې ولې ګریګور په خزدکه بدل شو ولې په کوم بل حیوان بدل نه شو؟

ګریګور زامزا چې کله له خوبه پاڅېږي ویني چې په یوه خزدکه (حشره) چې هغه هم د کافکا د توضیحاتو له مخې ګونګټې ته ورته دی لکه: (د شا پر تخته پروت او وجود یې لکه زغره داسې کلک شوی و، سر چې یې لږ راپورته کړ، خپل نسواري رنګه نس یې ولید چې د ګنبدې په شان بوک ولاړ دی، سترګو ته یې بې شمېره د نور بدن په پرتله ډېرې نازکې پښې رپېدې…) ژباړه: جبار فراز

غټه خېټه، اړتیاوې او ضرورتونه دي او بې شمېره نازکې پښې امکانات دي. د ګریګور اړتیاوې ډېرې وي، خو امکانات ورسره کم وي، ګریګور د دې لپاره چې د خپل پلار، پور پرې او کورته ډوډۍ راوړي داسې کار ته یې لاس اچولی یا په داسې دفتر کې کار کوي چې د ذرې هومره قدر یې هم هلته په چا نشته او نه هم د ده ورسره جوړه ده لکه وايي: (که مې د مور او پلار خاطر نه وای وخته به مې دا دنده پرې ایښې وای.)

ګونګټه هغه خزنده ده چې په چټلیو او مردارګیو کې ګرځي: (ګریګور به تل د هوټلونو په تنګو تروشو نمجنو کوټو کې ستړی ستومانه ډډه وهله او مزه مزه به یې چورت پکې واښه.)

موږ وینو چې د ګریګور اړتیاوې ډېرې او امکانات کم دي نو کله چې امکانات کم او اړتیاوې ډېرې وي، دا انسان مجبوروي چې حتی ډېر داسې کارونه وکړي چې هغه مناسب نه وي او په دغو کارونو له پامه لوېږي.

د اسلام له نظره هم غریبي د فساد جرړه ده او پیغمبر ص به تل دا دعا کوله چې له فقر نه ما او زما امتیان وساتې، ځکه فقر انسان هر کار باندې مجبوروي او ګونګټ هم هغه حیوان دی چې په ناولو او مرداریو کې ژوند کوي نو له دې کبله به کافکا د ګریګور لپاره دا مسخه یعنې په ګونګټ بدلېدل مناسبه بللې وي.

د داستان جملې:

هېڅ شی دونه زور نه غواړي لکه د خوبه وختي راویښېدل. انسان خوب ته اړتیا لري.

ځینې وختونه سړی د کاره ولوېږي، خو په داسې موقعو کې باید د چا مخکنیو خدمتونو ته هم پام وشي وویل شي چې د مشکل تر حلېدو وروسته به تر پخوا لا زیات کارنده او تکړه شي.

د ارامۍ سوچ د وارخطايی تر پرېکړې په وارو وارو غوره دی.

سهار چې ټولې دروازې کولپ وې ټولو غوښتل خونې ته یې ننوزي، خو اوس چې ټولې دروازې خلاصې وې هیڅوک نه ورتلل.

داسې یې انګېرله لکه د خپلې خوښې خوړو موندلو ارمان چې یې په پوره کېدو وي.

سره له دې ناوړه او کرکجنې بڼې بیا هم هغه د کورنۍ غړی دی او دوښمن غوندې چلند باید ورسره ونه شي.

لیکوال له مسخې څه زده کوي؟

کافکا په مسخه کې موږ ته دا رازده کوي چې څنګه د شخصي ژوند تجربې په هنرونو کې ځای کړو. که موږ د کافکا د ژوند په اړه معلومات ولرو نو ویلی شو چې کافکا د شخصي ژوند خپلې ډېرې تجربې په مسخه کې ځای کړې دي، لکه د کافکا پلار یو زوراک او ځانغوښتونکی سړی و، دده دا خېل چلند د کور چاپېریال ترینګلی و او په مسخه کې هم د ګریګور پلار همدا ځانګړنې لري لکه ګریګور سره په بې رحمۍ چلند کوي، ځانغوښتونکی او زورواکی وي، (ګریګور چې به څومره سر په عجز ټیټاوه پلار به یې هغومره پښه درنه پر ځمکه وهله.)

(پلار، ګریګور په خورا بې رحمۍ مخ پر خونه ځغلاوه او لکه وحشي غوړمبی یې خوت.)

کافکا خپل پلار ته په یو لیک کې هم کاږلي دي: ( ستا قهر او سخت چلند زما روح ځپلی دی.)

د مسخې ناول په هره پېښه کې به تاسې ته د ګریګور پلار همداسې یو سخت چلنده او قهرېدلی سړی در ښکاره شي.

کافکا ټول عمر له سخت ژور خفګان او ذهني ناارامۍ ځورېده او ددې رنځ تجربې یې هم د ګریګور په شخصیت کې ځای کړې دي.

مسخه کافکايي نړۍ ده ځکه د کافکايي نړۍ ټول عناصر لري لکه ځانښودنه، دروغ، نهیلي او اخر کې وګورئ چې ګریګور یواځې دی…

بل دا رازده کوي چې مهمه نه ده د کتاب پاڼې دې زیاتې وي، بلکې څنګه کولای شو داستان په داسې بڼه ولیکو چې څه کمی پکې نه وي لکه د مسخې په کم حجمه (اویا پاڼو) داستان کې لوستونکي ته دا فکر نه پیدا کېږي چې څه پکې کم دي.

پښتو ژبې ته د مسخې ناول را ژباړل:

د کافکا زیات آثار د نړۍ پرمختللو ژبو ته ژباړل شوي او لیکوالو یې له تجربو ګټه اخیستې ده، د مسخې په څېر یو نړۍوال شاهکار پښتو ته را ژباړل د خوښۍ وړ خبره ده.

د جبار فراز دې کور ودان وي چې زیار یې کاږلی او د پښتو ژبې په لوستونکو یې د یو داسې په زړه پورې اثر لوستل پېرزو کړل، هرڅو که له سیمه ییز ګړدود ګټه اخیستنه یې وخت ناوخت لوستونکی ټکنی کوي خو د کافکا په فکر او احساس پوهېدنه ددې سبب شوې چې په ژباړه کې اغېز او تاثیر پاتې شي.

د کافکا د مسخې په څېر د اثارو لوستل زموږ د ژبې لیکوالو ته دا ورزده کوي چې ادبیات بل ډول هم پنځل کېدلای شي، زموږ په ژبه کې که د کافکا په څېر د لیکوالو له تجربو ګټه واخیستل شي موږ کولای شو مخ کې له مسخه کېدو د ټولنې وګړی وګړی خپل ځان ته متوجې کړو او پرې نه ږدو چې کوم ګریګور دې د یواځېتوب، ناهیلۍ او یا د ولږې په حالت کې مړ شي.