ادبیات

د پاولو کویلو مشهور ناول ( کیمیاګر) او د مولانا د ( در طلب گنج) تاثر

لیکواله: کائنات سعادت

پلار او مور یې غوښتل زوی یې قانون پوه یا انجینیر شي خو هنرمند پاولو کویلو دغو کارونو ته نه و جوړ.

برازیلي پاولو کویلو د هنر په مختلفو برخو کې خپل استعداد وازمایلو او په څلویښت کلنۍ کې یې لیکوالي ته کار وویل او داسې اثار یې وپنځول چې نړیوال شهرت یې وګاټه چې یو یې کیمیاگر (ALCHEMIST) دی.

کیمیاگر فلسفي کتاب دی چې په داستاني بڼه عرفاني مضامین په کې بیان شوي چې یو له هغو ځان پېژندنه ده.

داستان د یوه اسپانیايي شپون په اړه دی چې خوب ویني او د څو کسانو په مشورو او لارښوونو د خپلې خزانې موندلو پسې وځي، د سفر په اوږدو کې باید له خپلو ډېرو خوښیو څخه تېر شي، تر څو خپل هدف ته ورسېږي.

هغه له باد، صحرا او لمر سره خبرې کوي او له ځانه سیلۍ هم جوړولی شي…

په اخیر کې پوهېږي چې خزانه هماغه ځای کې وه کوم ځای نه چې ده سفر پیل کړی و.

د ناول کرکټر:

ناول د اسپانیايي شپون په اړه دی چې خپل زېږدځای پرېږدي او د افریقې شمال ته ځي تر څو خپله خزانه په مصر کې پیدا کړي.

د داستان مرکزي کرکټر سانټیاګو چې د اسپانیې جنوب اندلس کې زېږېدلی، مور او پلار یې غوښتل چې دده نه ملا جوړ کړي او دی د بزګرانو د کورنۍ لپاره د عزت سبب وګرځي.

هلک لاتیني او اسپانوي ژبې لوستې او مذهب زده کړه یې کړې وه، خو د کوچنیتوب راسې ده غوښتل چې نړۍ وپېژني. نړۍ پېژندنه دده لپاره د خدای پېژندنې او د بنیادم د ګناهونو نه زیات ارزښت درلود، نو زړه یې ټینگ کړ او پلار ته یې وویل، چې دی ملا جوړېدل نه غواړي او د ملا جوړېدو په ځای سیاحت غوره گڼي.

پلار یې زوی ته مېږې اخلي او ورته وايي: په موږ کې خو د گرځېدو خلک شپانه دي…

هلک دوه کاله د مېږو سره تېر کړي او په کلیوالو سیمو کې د هغو لپاره خواړه لټوي، ده دوه ځلې خوب لیدلی چې خوب کې ورته ویل کېږي چې مصر ته دې لاړ شي او هلته دې خپله خزانه ولټوي.

سنټیاګو دوه کاله میږې څروي خو د خزانې په اړه لیدلی خوب یې ارام ته نه پریږدي.

ملک صدیق (میچلز ډیک) سره اشنا کېږي او هغه ورته خوب تعبیروي. شپون پرته لدې چې فکر وکړي خپله رمه خرڅوي، خپل کلی، د سوداګر لور، هرڅه پرېږدي او د خپلې شخصي افسانې لټون پسې وځي. د لارې په اوږدو کې ډېرو تکلیفونو سره مخ کېږي، د ښيښو په دوکان کې کار کوي، دوه ځله د مرگ کندې ته نږدې وي. دوه دری کاله د افریقې په صحراوو کې تېروي، د لارې په اوږدو کې یو ځل دومره پانگه لاسته راوړي چې ټول عمر یې بس وي خو بیرته یې له لاسه ورکوي.

ډېرې وړتیاوې ځان کې پیدا کوي، د خپل برخلیک په لټون کې هغه ټول مهم شیان زده کوي او تجربه کوي چې ده یې خوب هم نه و لیدلی، د صحرا له چوپتیا سره روږدی کېږي، کیمیاگر سره مخ کېږي، د فاطمې سترګې ویني، او کله چې د خزانې ځای ته ورسېږي په دې پوه شي چې خزانه په مصر کې نه، بلکه د اسپانیې په هغه زړې او ورانې ګرجې کې ده چېرته چې یو غټ چنار ولاړ دی او چیرته چې هلک خپلو رمو سره شپې سبا کړې او د خزانې خوبونه یې لیدلي.

د کتاب په اوږدو کې شاعرانه او په زړه پورې نثر کارول شوی دی لکه:

د صحرا نه ختمیدونکي یو رنگ والي هلک ته خوب وروست.

دی په یوه تیږه کیناست او ځان یې د اسمان د څنډې په خوندوره منظره نشه کړ.

د ډوبېدونکي لمر پلوشو د صحرا رنگ سور کړ.

چوپتیا د شپې تر ټولو بدرنگ مخ و.

صحرا د شگو لوی سمندر و.

صحرا یوه ناکراره نجلۍ ده، چې کله کله سړی لیونی کوي.

صحرا یوه ناکراره نجلۍ ده، چې کله کله سړی لیونی کوي. – کیماګر

انځورگري:
په دې داستان کې ډېره ښه ادبي فضا سازي شوې ده.

”بوډۍ ښځې هلک د خپل کور تر شا جوړې یوې کوټې ته بوتلو. ددغې کوټې او د بوډۍ د خوب خونې تر منځ د رنګینو مشکڼو او مریو لړۍ زوړندې وې. په کوټه کې پر یوه مېز او دوو کوچونو سربېره د عیسی د پاک زړه یو انځور هم پروت و.

په کيږدۍ کې فقط څو کتابونه، د ډوډۍ پخولو نغری او یو قالین پروت و چې عجب نقشونه پرې شوي وو.

هلک، چې د کیږدۍ نه راووت؛ نو په بڼ کې تشه د سپوږمۍ رڼا خوره وه نور ټول څراغونه مړه وو. د هلک خپلې کیږدۍ ته د هغه ځای نه په گرانه شل دقیقې لار وه.

په کیږدۍ کې دومره ښکلي قالینونه غوړېدلي وو، چې هلک چېرته وړاندې قدم هم نه و پرې ایښی. د کیږدۍ د بام نه د سرو زرو څراغونه راځړېدل، چې خوندناکه رڼا یې کوله. د قبیلې مشرانو په نیمه دایره کې د ورېښمو بالښتونو ته ډډې وهلې وې. په بالښتونو ښایسته او نازک کار شوی و. خدمتګاران د سپینو زرو پتنوسونه په لاس تلل راتلل. په پتنوسو کې چای او نور لوازمات وو. ځینې خدمتگاران لگیا وو اور یې بلاوه، کیږدۍ له خوږبویه لوگي نه ډکه وه.“

د کیمیاگر په ناول کې د اصلي کیسې تر څنگ فرعي کیسې پدې شکل راوړل شوې دي چې اصلي کیسې ته زیان نه اړوي لکه: د دوکاندار د زوی او د خوشحالۍ او ښادۍ د راز معلومولو کیسه او د هغه پیغمیر کیسه چې نوم یې په ناول کې نه دی راوړل شوی چې ښايي یوسف، خضر او یا عیسی ع وي.

د داستان طرحه:

ددې داستان طرحه ډېره ساده ده او هېڅ موضوع له نوي اړخه پکې نه ده بیان شوې، داستان بسته دی او لوستوونکی نشي کولی قضاوت وکړي بلکه هرڅه ورته القا کېږي…

کیمیاگر او تړاو یې افغانستان سره:

د کیمیاگر ناول د افغانستان د ادبیاتو نه په تاثر لیکل شوی. پاولو کویلو دغه ناول د مولانا جلال الدین محمد بلخی د مثنوي معنوي د شپږم باب د (در طلب گنج) له داستان څخه په تاثر لیکلی او کټ مټ یې د مثنوي داستان راخیستی په دومره تفاوت چې د مثنوي په داستان کې خوب لیدونکی په عراق کې اوسي او خوب ویني چې خزانه یې په مصر کې ده او د کیمیاگر په داستان کې خوب لیدونکی سانټیاگو د اسپانیې په اندلس کې اوسي او خوب ویني چې خزانه یې په مصر کې ده او دی باید خپله خزانه پیدا کړي…

گفت یا رب برگ دادی برگ/یا بده برگی و یا بفرست مرگ

چون تهی شد یاد حق اغاز کرد / یا رب و یا رب اجرنی ساز کرد

رو به مصر آنجا شود کار تو راست / کرد کدیت را قبول او مرتجاست

در فلان موضع یکی گنج است زفت / در پی ان بایدت تا مصر رفت

گفت شب بیرون روم من نرم نرم / تا ز ظلمت نایدم در کدیه شرم

اندرین اندیشه بیرون شد به کوی / واندرین فکرت همی شد سو به سوی

تا خلیفه گفت که ببرید دست / هر که شب گردد و گر خویش منست

بر عسس کرده تهدید ملک تهدید و بیم / که چرا باشید بر دزدان رحیم

در چنین وقتش بدید و سخت زد / چوب ها و زخم های بی عدد

نعره و فریاد زان درویش خاست / که مزن تا من بگویم حال راست

بارها من خواب دیدم مستمر / که به بغداد است گنجی مستتر

در فلان سوی و فلان کویی دفین / بود آن خود نام کوی این حزین

هست در خانه ی فلانی رو بجو / نام خانه و نام او گفت آن عدو

گفت با خود گنج در خانه ی منست / پس مرا آنجا چه فقر و شیونست

بر سر گنج از گدایی مرده ام / زانک اندر غفلت و در پرده ام

زین بشارت مست شد دردش نماند / صد هزار الحمد بی لب او بخواند

د کیمیاگر په داستان کې هم اصلي موضوع ځانپېژندنه ده او داده چې موږ که هر څه غواړو نو هغه دې په خپل ځان کې ولټوو.

از خود بطلب هر آنچه خواهي که تو یی

کیمیاگر را زده کوي چې اصلي خزانه زموږ په د ننه کې (باطن) کې ده، هغه څه پسې چې موږ یې بل ځای لټوو په خپل ځان کې یې پیدا کولی شو، هغه څه چې موږ یې په تمه یو باید په خپل ځان کې یې ولټوو، که د مینې په لټه کې یو، که د عزت، پانګې یا بل هر څه په لټه کې یو، خپل ځان کې یې باید ولټوو.

کله کله د لارې ستونزې انسان له سفره پاتې کوي خو کله چې انسان د خپل برخلیک په لټه کې وي نو د راز قانون دی چې ټول کائنات تاسره ستا د برخلیک په موندلو کې مرسته کوي لکه سانټیاگو چې د لارې په اوږدو کې څو څو ځلې احرام مصر ته له تگ نه منصرف شو او زړه کې به یې ویل:

ژوند ته په بیرته بیرته ګورم / لکه بایللی جوارګر چې کورته ځینه

ویل به یې راځه بیرته رمه واخله او هغه عادي ژوند ته دې دوام ورکړه خو د راز له قانون سره سم ټول موجودات د ده په خدمت کې وو او ده ته یې لار ښودله او داسې کسانو سره یې مخ کاوو چې ده سره د برخلیک په موندلو کې مرسته وکړي او هلک په ځان کې ډېرې پټې وړتیاوې کشف کړې او اخیر یې د خوبونو ژبه زده او خپله خزانه یې وموندله.

د داستان سبک:

د داستان سبک د اتلسمې او نولسمې پېړۍ شرقي داستانونو ته ورته دی یعنی غیر واقعی بڼه لري لکه سانټیاگو له باد، لمر او صحرا سره خبری کوي یا هغه لاس سره خبرې کوي چې هر څه یې لیکلي دي، دغه سبک په حقیقت کې د فلکلوریکو کیسو او نکلونو څخه اخیستل شوی او په جادویي ریالیزم کې ترې په ځانگړې توگه غربي لیکوال ډېره ګټه اخلي.

په لاتیني امریکا کې د گبریل گارسیا مارکیز نوم د جادويي ریالیزم په مخکښانو کې یادېږي او همدا ډول د کیمیاگر لیکوال هم د جادويي ریالیزم یو ماهر لیکوال دی.

سنټیاګو چې کله خپل منزل ته ورسېږي په دې پوه شي چې خزانه په مصر کې نه، بلکه د اسپانیې په هغه زاړه او وران کنډر چیرې چې یې خپلو رمو سره شپې سبا کړې او د خزانې خوبونه یې لیدلي.

د کیمیاگر د شهرت دلیل

ویل کېږي کیمیاگر یو له هغه څو کتابونو څخه دی چې نږدې د نړۍ په ټولو مشهورو او لویو ژبو کې ژباړل شوی دی، کله چې یو اثر داسې جهان شموله شهرت تر لاسه کوي خامخا داسې څه لري چې هغه د هر چا له پاره د خوښې وړ وي.

په ناول کې موضوع په حقیقت کې عرفاني اړخ لري او دا هغه څه دي چې د نړۍ د هرې جغرافیې سره تړاو لري.

په کیمیاگر کې کیسه داسې روانه شوې ده چې لوستونکی په کې لومړی ځان ورکوي او داسې احساسوي لکه دی خپله د سانټیاگو په څېر د یوې ورکې په لټون کې وي او هغه ټولې تجربې چې په کیسه کې پېښېږي خپله په کې ځان شریک بولي.

تر ټولو غوره ښېګڼه یې دا ده چې د لوست په بهیر کې لوستونکي ته یو نوی هویت ورکوي او دا ځواک لري چې لوستونکی له ځان سره واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

کاینات سعادت