سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

له ایرلینډ سره تاریخي لوبه؛ اهمیت او نوي لوبغاړي

تېر کال افغانستان او یرلېنډ د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ، افغان لوبډلې یوه ټېسټ لوبه وکړه او هغه ترې د ټېسټ لوبو لومړۍ غوره لوبډلې وګټله.

هند افغانستان ته په چینا سوامي لوبغالي کې په جون میاشت کې ماته ورکړه.

ایرلېنډ بیا پاکستان ته خپله تاریخي ټېسټ لوبه وبایلله.

اوس افغان لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړې غړې لوبډلې په توګه مزل پیل کړ او دوهمه بشپړ غړیتوب لرونکې ټېسټ لوبه یې له ایرلېنډ سره پیل کړې ده.

په دې لوبه کې افغان لوبډله تر اوسه برلاسې ده، دې لوبې ته باید مونږ په کم نظر ځکه ونه ګورو، چې د دې لوبې بریا مونږ ته د کرکټ په ریکارډ کې نومرې راکوي او یوه لوبه مو مثبته ثبتېږي، دا ځکه چې ایرلېنډ هم عادي لوبډله نه ده، چې بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.

که دا لوبه وګټو نو آې سي سي سره زمونږ د بریا د بریا یو مثبت ریکارډ ثبتېږي او بیا وروستیو لوبو کې د دې یادونه کېږي، چې افغان لوبډلې خپله دوهمه ټېسټ لوبه ایرلېنډ سره په دېرادون سیمه راجیف ګاندي لوبغالي کې کړې وه.

ټېسټ لوبه او نوي لوبغاړي
دا چې افغان لوبډله ځوانه ده، نو لوبغاړي یې هم ځوانان دي؛ خو د دې سربېره ځېنې تنکۍ څېرې د ایرلېنډ خلاف ټېسټ لوبه کې د لوبېدو په حال کې دي.
وقار سلام خېل او اکرام علي خېل هغه دوه ځوانې څېرې دي، چې ۱۱ کسیز سکواډ کې اخېستل شوي دي.

وقار سلام خېل راشد خان سره سیالي برابره کړه.
راشدخان په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې دوه وېکټې واخېستې او سلام خېل چې هم ځوان لوبغاړی دی او دا یې لومړۍ لوبه ده، هغه هم دوه وېکټې واخېستې، وقار سلام خېل له خوا انډي مک براین بولډ شو او کېمرن ډاو یې ایل بي ډبلیو کړ، سلام خېل ۱۴ اورونوکې ۴ مېډن کړل او ۳۵ منډې یې ورکړې.

بل ځوان لوبغاړی اکرام علي خېل دی، د اکرام لوبه د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیوکې چې په ۲۰۱۷ کې مالیزیا کې ترسره شو، خورا ښه وه، سلیزه یې پکې جوړه کړه او پاکستان ته مو ماته ورکړه.

دا چې ایرلېنډ خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه کې هم ښه ونه ځلېد، علت یې ښایي دا وي، چې هغه یو اوپنر توپ وهونکی دی او ډېر تخنیکي لوبېږي، علي خېل ډېره پورې هېټ نه شي کولای نو وروستیو کې چې هغه نه د هیټ تمه کېږي بیا سوځېږي.

ټېسټ لوبه کې هم په اووم یا اتم نمبر راووت او همدا علت دی چې ژر وسوځېد.

علي خېل به دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې هم وګورو.

زمونږ څلورو توپ وهونکو ښه توپ وهنه وکړه او یو څه وچلېدل، د رحمت شاه ۹۸ منډو، د اصغر افغان ۶۷ منډو، د حشمت الله ۶۱ منډو او د شهزاد محمدي ۴۰ منډو زمونږ منډې تر ۳۱۴ ورسولې.

ټېسټ کې باید زمونږ لوبډله لا ښه شي او تر ۵ پورې منډې باید جوړې کړي؛ ځکه مونږ فول میمبر یا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی؛ له دې وروسته بیا ایرلېنډ او زِمبابوې نه وي، بلکې نیوزیلېنډ، اسټرالیا، انګلستان، پاکستان او نورو لوبډلو سره به لوبېږو.

زمونږ د بالېنګ برخه بالکل نړیواله ده او کولای شي د نړۍ ښه لوبغاړي وسوځوي؛ خو په توپ وهنه کار کول پکار دي، چې اوپننګ باید ښه ودرېږي او لوبه ښه مخته یوسي، بیا په مېډل ارډر یا منځنۍ برخه کې د محمدنبي، نجیب الله ځدران او اصغر افغان ودرېدل ډېر ضروري دي، چې یو لوبغاړی باید خامخا ذمه وارانه لوبه وکړي.

د ایرلېنډ خلاف دې ټېسټ لوبه کې دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې باید اصغر افغان، محمدنبي عیسی خېل او شهزاد محمدي له مسئولیت ډکه لوبه وکړي، اصغر او شهزاد باید بیخي بارز رول ولوبوي ځکه دوی توپ وهونکي دي او محمدنبي بیا الراونډر دی، هغه خامخا په یوه برخه کې وړتیا ښيي.

د اصغر اوسنۍ لوبه چې ۶۷ منډې یې وکړې بالکل ښه وه.

که اکرام علي خېل ته په دریم یا څلورم مقام د توپ وهنې وخت ورکړي، دا به ډېره ښه پرېکړه وي، د هغه وړتیا به معلومه شي.

په اسیایي لوبغالو کې افغان لوبډله کولای شي او یوه ښه مبارزه وکړي؛ خو د انګلستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، سهیلي افریقا او ویسټ انډیز ویشتن ځایونوکې بیا نوو لوبغاړو ته لوبه ډېره ستونزه منه ده، ځکه هلته توپ اچوونکي هم تېز دي او لوبغالي هم چټک دي، چې بیا افغان توپ وهونکي له ستونزو سره مخ کېدای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي