سینما او موسیقي

د تیرنام فلم لارښود، سلمان خان به یوځل بیا رادهي رول ولوبوي

د هندي سینما مشهور او دبنګ فلم لوبغاړی سلمان خان په دې ورځو کې د خپل راتلونکی فلم (دبنګ۳) په شوټینګ بوخت دی، خو د مینوالو لپاره یې یو بل ښه خبر خپور شوی.

رسنیو ویلي چې سلمان خان تقریبا یوه لسیزه وروسته د دبنګ فلم د هیرو جوړېدو پس یو ځل بیا د رومانوي فلم هیرو (رادهي) جوړ شي.

د رپوټونو له مخې چې د ۲۰۰۳ کال ریلیز شوي د سلمان خان د مینې د کیسې او بلاک بسټر فلم (تیري نام) بله برخه جوړیږي.

د انډیا ټوډی د خبر له مخې د تیري نام فلم لارښود ستیش کشک او سلمان خان په اوس کې د خپل راتلونکي فلم (کاغذ) په جوړولو کې سره مخ شوي، په دغه فلم کاغذ کې منال ټهاکر او پنکج ترپهاتي مرکزي رول لري.

د کاغذ فلم لارښود هم ستیش کشک کوي او پروډیوس چارې یې بیا سلمان خان پر مخ بیايي.

ستیش کشک ویلي چې دی پوهیږي چې مینوال غواړي سلمان خان یوځل بیا د (رادهي) په رول کې وګوري او اوس په دې سوچ کې کوي.

که څه هم ستیش کشک په روښانه ډول نه دي ویلي چې د تېري نام فلم بله برخه به جوړه کړي خو له خبرو یې داسې معلومیږي چې د نوموړي مطلب همدا چې د فلم د بلې برخې جوړولو لپاره نیت لري.

بل پلو:

سلمان خان هم په واضح ډول سره د تیري نام فلم د بلې برخې جوړولو په تړاو څه نه دي ویلي.

فکر داسې کیږي که چېرته د تیري نام فلم بله برخه جوړیږي نو د نوي فلم کیسه به یې هم د هماغې فلم څخه پیلیږي چې په کوم باندې لومړی فلم ختم شوی و.

د لومړي فلم کیسه کې د تیرنام د فلم نجلې نرجرا (بومیکا چاوله) ځان وژنه کوي سلمان خان هم په ذهني ناروغۍ اخته کیږي او د رواني ناروغانو په یوه ځای کې اوسیږي او فلم هملته ختمیږي.

د رپوټ له مخې د نوي فلم کیسه به هم له هماغه ځایه پيل شي خو داسې نه دي ویل شوي چې د بومیکاچاوله ځای به بل چاته ورکړل شي یا نه؟

تیري نام په ۲۰۰۳ کال کې ریلیز شوی وه، دغه فلم د فیشن او د ویښتانو د سټایل له مخې هم پوره مشهور شوی و او د هندوستان په شمول یې په نوره نړۍ کې شهرت موندلی وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی