ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ماضي د هېرولو لپاره دا لارې چارې وازمایئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

د ماضي هېرول یو مخ نه وي په کار، خو ځينې وخت اړتیا وي چې باید هېره شي.
دا مطلب ترډېره هغو ته مخاطب دی، چې رواني ستونزې لري او د خپلې ځپلې ماضي او بدو خاطرو په هېرولو نه بریالي کیږي.
ډېر خلک فکر کوي، چې دا کار یانې د ماضي هېرول شونی نه دی، خو دا ناسم تصور دی، ځکه کیدلای شي چې داغداره ماضي او بدې خاطرې یې هېرې شي.
دلته د ماضي د هېرولو ځینې لارې چارې درسره شریکوو.
در این مقاله قصد داریم ۵ روش مناسب برای فراموش کردن حوادث و رویداد‌های ناگوار گذشته را بیان کنیم.

فکر مو بدل کړئ
که ماضي ستاسې پر ذهن منفي اغېزې کوي او بدو خاطرو ته مو بیایي، ستاسې راتلونکی هم ورسره په منفي لور درومي.
د دې وضعیت د مخنیوي لپاره ضرور ده، چې د فکر بڼه مو بدله کړئ.
د رواني څېړنو پایله دا ده، چې ستاسې فکر او تصور ستاسې راتلونکی او برخلیک ټاکي.
که غواړئ مثبت، غوره او روښانه راتلونکی ولرئ، باید مثبت فکر په ځان کې وروزئ.
د فکر بدلونې لپاره مو دا جملې په ذهن کې ځای پرځای کړئ:
– زه دغه کار کولای شم.
ـ زه ډېر هوښیار یم.
ـ تېر په هېر!
– هیڅ شی زما د پرمختګ مخه نه شي نیولی.

له ځينو دوستانو سره اړیکې پرې کړئ
زموږ په ژوند کې تل داسې خلک شته، چې هیڅ مثبته ونډه مو په ژوند كې نه لري.
داسې خلک مو په ژوند کې معلوم او ورسره اړیکې پرې کړئ.
سمه ده، چې د دوستانو هېرول او پرېښودل نه وي په کار، خو کله ضرورت دا وي چې باید له ځینو خلکو خلاص او ذهن مو آرامه کړئ.

موخې مو وټاکئ

د خرابې ماضي د هېرولو یوه غوره لاره دا ده، چې ځانته ښې موخې وټاکئ او د هغو له مخې مخته لاړشئ.
په دې موخو کې لوړې زده کړې، کاروبار، ټولنیزې اړیکې او ورته ګڼ نور ټاکلي شئ.
د موخو د پوره کولو لپاره بشپړ اخلاص او تعهد هم ضرور دی، څو د موخو سرته رسیدو کې درسره مرسته وکړي.

بښل زده کړئ
د تېر د هېرولو لپاره بښل باید زده کړئ. سمه ده چې بښل سخت او ستونزمن کار دی، خو که دا کار ونه کړئ تر هغو به تاسې زیاته صدمه ووینئ، چې نه غواړئ ویې بښئ.
د بښلو ګټه دا ده، چې د نفرت پرځای د عاطفې او مینې روحیه په تاسې كې پیاوړې كوي او دا پیاوړتیا درسره د راتلونکي په جوړولو کې مرسته کولای شي.

د نورو له اغېزمنولو تېرشئ
له دې تېرشئ، چې تاسې باید تل داسې څوک اوسئ چې نور درنه اغېزمن او درته تابع شي.
البته په عادي حالاتو کې داسې احساس لرل غوره دي، خو په خاصو حالاتو کې چې تاسې رواني ستونزې لرئ، دا احساس درته ګټه نه کوي.
په دې وخت کې به ستونزمنه وي، چې څوک یا خاصتاً هغوی چې هدف کړي مو دي، درنه اغېزمن شي.
که دا هدف په لاس درنه شي، حتمي ده چې تاسې به په رواني لحاظ لا نور وځوریږئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي