روغه سټه

له حده زیاته اندیښنه؛ د کمولو لپاره یې داسې وکړئ

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که تاسو هغه څوک یاست، چې تل اندېښمن دی او اروایي فشار ( سټرس ) لرئ، نو دا مقاله ولولئ، ترڅو وکولای شئ، چې له اروایي فشار او بېځایه اندېښنو سره د مقابلې تګلارې پیدا کړئ.

آیا تاسو له بریده زیات اندېښمن یاست؟ څنګه وپوهېږو، چې د اندېښنې او خپګان کچه مو عادي ده او که نه؟ له دې آسانه تګلارو څخه کار واخلئ، ترڅو په خپلو اندېښنو باندې غلبه وکړئ.

که فکر کوئ، چې اندېښنه مو له عادي بریده زیاته ده، پوه شئ چې یوازې تاسو داسې نه یاست، ډېری کسان اندېښنه او خپګان لري او د خپګان دا احساس یې لاپسې خپه کوي؛ نه پوهېږي، چې آیا حالت یې ښه دی، آیا روغ او نورماله دي او که نه؟ په احتمالي توګه د دې ټولو پوښتنو ځواب مثبت دی! نو راځئ، چې دا اندېښنې پرېږدو.

لومړۍ کرښې د اروایي فشار د سرچینې په اړه دي، هرڅومره، چې زیاته هڅه وکړئ، چې د کارونو پایله مو منفي نه وي، اروایي فشار مو زیاتېږي، کله چې په خپل کار ځای کې یاست؛ محدودیتونه، د رییس له رټلو څخه وېره او یا له همکارانو سره ستونزه، د اروایي فشار له لاملونو څخه ګڼل کېږي؛ د کور ستونزې، د ماشومانو لګښت او سمبالښت، مالي مشکلات او د ډنګروالي د رژیم له منځه تلل، اندېښمنونکي مسایل دي.

بالاخره هر څوک، چې کله د اندېښنې او خواشینۍ احساس کوي. کله چې هڅه کوئ، له اندېښمونکو مسایلو څخه ډډه وکړئ او هر څه سم پرمخ لاړ شي؛ اروایي فشار او وېره په بشپړه توګه طبیعي غبرګونونه شمېرل کېږي.

کله چې اندېښنه او خپګان مو ټول وجود نیسي، څه باید وکړئ؟:

کله چې اندېښمن او خواشیني یاست، نو یو آرامه ځای پیدا کړئ، د منفي افکارو یو لېست چمتو کړئ، چې هڅه کوئ، ترې ډډه وکړئ، وروسته له ځانه وپوښتئ، له دې منفي افکارو سره د مقابلې لپاره څه کولای شم؟

باید د لېست له هغو مواردو څخه یې پیل کړئ، چې ځواب (نه) دی (هغه څیزونه، چې د بدلون امکان یې نه شته). کله چې اروایي فشار د هغو څیزونو لپاره وي، چې تاسو نه شئ کولای بدلون پکې رامنځته کړئ، نو اندېښنه مو لاپسې زیاتېږي، تاسو د پایلې د بدلون لپاره هېڅ نه شئ کولای، نو د حل یوه لاره پیدا کړئ، چې له دې سکون څخه د اندېښنې او خپګان په سیند مو لاهو کړي او یا له دې احساسي سر درګمیو څخه مو وژغوري.

په ډاډ سره ویلی شم، چې په ډېرې آسانۍ نه شئ کولای، چې خواشینونکي افکار له ځانه لرې کړئ. د له لاس او پښو تړونکو اندېښنو او خپګانونو، له شر څخه په آسانۍ نه شئ خلاصېدای.

یوازې شل دقیقې وخت په پام کې ونیسئ او د هر هغه څه په اړه، چې خواشیني کوي مو ولیکئ، په دې اړه ډېرې زیاتې څېړنې شوې دي، که چېرې د هر هغه څه په اړه ولیکئ، کوم چې ځوروي مو، مرسته کوي، چې دا ځورونکي افکار مو له هغو معلوماتو سره تړاو پیدا کړي، کوم چې په ذهن کې مو دي او په ډېرې آسانۍ د ځورونکو افکارو له شر څخه خلاص شئ. قلم مو را واخلئ او فکر وکړئ، چې له کومو څیزونو څخه تېښته کوئ او اصلاً ولې؟ ولیکئ چې ستونزه په څه کې ده او ولې فکر کوئ، چې دا ستاسو لپاره یوه ستونزه ده، په اړه یې خپل احساس ولیکئ، د دې ستونزې اصلي سرچینه چېرته ده؟

ښایي د ستونزو په اړه لیکل ډېر په زړه پورې نه وي، خو له اوږدمهالو اندېښونو او خپګانونو څخه، چې تل یې په خپل ذهن کې ستروئ، غوره ده او اجازه ورکوي، پوه شئ، چې د څه لپاره اندېښمن یاست، د لیکلو په تکرار سره، چې دومره فکر کوئ هم بد نه دی. ښایي په پیل کې له ځانه سره ووایئ، چې زما ستونزه یې حل نه کړه او په احتمالي توګه ترې بې پروا شئ او یا ووایئ: زما د اندېښنې لامل بهرنی دی، د بېلګې په توګه: ستاسو په اړه د یو بل کس باورونه، نو زما دننني افکار نه دي، چې وکولای شم، مخه یې ونیسم.

د هغو ستونزو په اړه، چې تاسو یې په هکله کوم کار ترسره کولای شئ، د حل دوې لارې شتون لري، چې ورسره مخامخ شئ:

لومړی فکر وکړئ او وګورئ، هغه ځای چې ستاسو د اندېښنې او خپګان سبب شوی، آیا واقعاً اندېښمنونکی دی؟ د بېلګې په توګه ډېری کسان اندېښنه لري، که ونشي کولای، چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، نو څه به پېښ شي؟ او په پایله کې اندېښنه لري، چې نور به یې په اړه څه فکر او قضاوت کوي، په دې ځای کې اندېښمونکی کوم څیز شتون نه لري، بلکې خپله غواړئ، چې په منفي افکارو باندې تمرکز وکړئ.

په دې اړه مثبت فکر وکړئ، د منفي تصوراتو او بدبینیو پرځای د خپل کار او د هغه څه په اړه، چې تاسو ته په تمه دی خوش بین واوسئ او د ښېګڼو په اړه یې فکر وکړئ، په دې ډول ځان له اروایي فشار زېږونکو افکارو څخه سپکوئ او د خوښۍ او خوشالۍ په تګلوري باندې ګام پورته کوئ او د ښو پېښو په تمه پاتې کېږئ. د دې تګلارې پرمټ د ژوند تېرول، له دې څخه ډېر غوره دی، چې تل یوې بدې پېښې ته په تمه واوسئ او هڅه وکړئ، چې ترې ډډه وکړئ.

په تکرار سره د دې پړاو له تېرېدو څخه وروسته، په بشپړه توګه داسې څیزونه شته، چې واقعاً باید ورته اندېښنه وکړئ او هغه داسې څیزونه دي، چې په اړه یې یو څه کولای شئ. له هغه ځواکه وروسته، چې له خپګان سره په تاسو کې راټولېږي، ګټه واخلئ او د مخکې پرتې ستونزې یا ستونزو د حل لپاره پروګرام جوړ کړئ، وروسته د یوه ښه او پرځای پروګرام پرمټ، په عملي توګه یو رښتینی او واقعي ژوند تمرین کړئ. هغه انرژي، چې ستاسو په دننه کې د خپګان او اندېښنې له خوا کلا بنده شوې ده، بېرته واخلئ او په ګټورو کارونو باندې یې ولګوئ. منډې ووهئ، لوبې وکړئ او یا ورزشي لوبغالي ته لاړ شئ، د وخت په تېرېدو سره به ښه احساس پیدا کړئ او په دې توګه پوهېږئ چې اندېښنه مو له بریده نه ده اوښتې او په معقول حد کې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل