رسنۍ سپورټ نړیوال کرکټ

د ټېنډولکر لور خپل ورور ته؛ خدای خبر دا قد به دې له کومه کړی وي

د هندۍ کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړي سچېن ټېنډولکر لور سارا ټېنډولکر د خپل ورور ارجون ټېنډلکر په قد ویاړي او ناز پرې کوي.

سارا ټېنډولکر د خپل ورور ارجون ټېنډولکر یو انځور په انسټګرام خپور کړی دی.
په انځورکې ټېنډولکر، د هغه مېرمن انجلي، لور یې سارا او ارجون څلور واړه ولاړ دي؛ خو د ټېنډولکر د زوی قد له خپلې مور، پلار او خور څخه لوړ دی.

د سچېن ټېنډولکر د زوی لوړ قد اوس د رسنیو د سر ټکی دی؛ که څه هم د ټېنډولکر زوی د هغه د پلار په څېر خطرناک توپ وهونکی نه دی؛ خو لوړ قد او بالېنګ یې خورا ښه دی.

څو میاشتې وړاندې د ټېنډولکر زوی ارجون ټېنډولکر په سریلانکا کې د هندوستان په نولس کلنو لوبډله کې ولوبېد او له لاسته راوړنو ډک راستون شو.

سارا ټېنډولکر چې د ارجون څخه مشره ده او ۲۱ کاله عمر لري، وایي له ارجون سره ورزشي تمرینات شریکوي او ارجون بیا له خپلې خورسره خپلې تجربې شریکوي.

د ټېنډولکر په کورنۍ کې د نوموړي قد لوړ دی او لوړ قد بیا توپ اچونې یا بالېنګ ته ښه چمتو او برابر وي.

کله چې سارا په انسټګرام د خپل ورور انځور خپور کړ؛ نو ورسره یې ولیکل، چې خدای خبر؛ ده به دا لوړ قد له کومه کړی وي؛ خو شېبه وروسته یې جمله ډیليټ کړه. اما دې جملې په څو دقیقو کې ۴۰ زره لایکونه اخېستي وو.

کورنۍ یې:
د ټېنډولکر مېرمن ډاکټره ده او د هغې لور سارا هم په لندن کې طب کې زده کړې وکړې او سپټمبر میاشت کې له لندنه بېرته راستنه شوه.

د ارجون قد په ۱۹ کلنۍ کې ۱۷۰ سانتي متره دی او وزن یې ۶۰ کېلو ګرامه دی.

ارجون د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه په ۱۹۹۹ م کال کې په ممبيي ښارکې زېږېدلی.

نوموړي د هندوستان په ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېږي او په کیڼ لاس توپ اچونه او توپ وهنه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې