ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي

داسې اپلیکشن جوړ شو چې د انسان د عمر او د زړه د عمر ترمنځ واټن معلوموي

یو داسي اپ لیکشن جوړ شوی چې معلومولی شي د انسان زړه د هغه د عمر څخه څومره زیات عمر لري.

په دې تړاوو به مو مخکې نه وي اوریدلي چې د انسان عمر او د زړه عمر سره فرق لري خو تازه انګلیستان کې په دې تړاوو خبري کیږي چې انلاین معلومیږي، د انسان زړه د هغه د عمر څخه څومره مشر دی یا د اصلي عمر څخه څوکاله زیات عمر لري.

د انګلیستان د عامې روغتیا یو ادارې په دغه هېواد کې د هغو خلکو څخه چې عمرونه یې د ۳۰ کلونو زیات دي غوښتلي چې د خپلو زړونو انلاین ټسټ وکړي.

د انګلیستان عامې روغتیا ویلي، د زړه د عمر څخه معلومولی شي چې ایا د دغه ټسټ شوي انسان زړه خو کومه ناروغي او یا د زړه د حملې خطر نه لري؟

د عامې روغتیا چارواکو؛ په خبره د ۷۵ کلونو څخه کم عمر لرونکو خلکو کې د ۸۰ سلنه هغه خلکو لپاره احتیاط ګټه رسولی شي چې د زړه په ناروغۍ اخته وي.

د دوی په خبره د احتیاطي تدابیرو شتون د دې لامل ګرځې چې دغه پورته شمېر خلک د زړه له ناروغۍ وساتل شي.

دوی د پورته یادوو شمېرو له مخې د دغه ناروغۍ په تړاو وایي، په هرو پنځو تنو کې درې یا څلور تنه په دغه ناروغۍ اخته کیدلی شي.

دوی خلکو ته سپارښتنه کوي او وایي که غواړي د زړه د ناروغۍ څخه په امان اوسي، نو ښه او ګټور خوراک سره دي روزمره ورزش وکړي او د دې نه غیر دې د سګریټ څکول څخه هم ځان په کلکه وساتي.

ډیويډ ګرین یو له هغه کسانو دی چې د زړه د عمر دغه انلاین ټیسټ یې کړی، هغه وایي، دا ټیسټ نه د کومې ناروغۍ تشخیص دی او نه دا معلومولی شي چې ایا د زړه د حملې خطرات شته او کنه؟ د ده په خبره دا هسې خپل ځان په تشویش کې اچول دي.

دی وایي دا یې د ژوند تر ټولو بد شېبه وه چې د انلاین ټیسټ وروسته ورته وویل شول چې زړه دې له عمره لس کاله زیات عمر لري.

ډیويډ ګرین رسنیو ته ویلي، کله چې ورته وویل شول چې د زړه عمر یې له اصلي عمر څخه لس کاله زیات دی، نو دا خبره ورته د زغم وړ نه وه، خو زیاتوي چې بیا یې خپل فکر مثبت کړ.

ډیويډ ګرین یو اداکار دی خو وایي تر دې وړاندي د زړه د عمر په تړاوو نه پوهېده.

نوموړي ویلي عمر یې ۵۹ کاله دی، خو فکر یې کاوه چې ټیسټ به یې د زړه عمر ۶۲ یا ۶۳ وښیي، اما دا چې دومره زیات تفاوت یې وښوده، نو دا خبره د ده لپاره لړزه ورکونکې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی