ساینس او ټیکنالوژي

ټیکنالوژۍ په کمو کلونو کې زموږ ژوند څومره بدل کړی؟

لیکوال : فیض الله فیض

ټکنالوژۍ د انسانانو په ژوند کې، ډېر سهولتونه رامنځ ته کړي او نړۍ ورځ تربلې ګام پر ګام د پرمختګ پر لور روانه. ده، چې دغه لړۍ همداسې دوام مومي؛ د ټکنالوژۍ پوهان او عالمان په خپل منځ کې په رقابت دي چې یو له بله مخکې شي او د انسانانو ژوند ته نوي اسانتیاوې او سوهلتون راوړي؛ نو همدا د سالم رقابت ثمره ده چې د انسانانو ژوند یې جالب او په زړه پورې کړی.

په پخوا زمانو کې به انسانانو د سورلي ، تجارت او کروندو لپاره له څرویو ( اوښانو، خرو، فیلانو، آسونو، غویانو….) څخه ګټه اخیستل کېده نو نن او سبا ګورو چې دژوند اسانتیا لپاره انسانانو کوم وسایل او شیان جوړ کړل او نن د څرویو پر ځای د ټکنالوژي څخه کار اخلي. سیکلېټ(موټرسیکل)،تراکتور، موټر، جیت، الوتکې او تېز رفتاره اورګاډي جوړشوي.

لیکوال : فیض الله فیض

پخوا به مسافرو ته د حال او احوال لپاره لیکونه لېږل، چې په راسیدو کې به یې میاشتې او کالونه تېرېدل وروسته بیا لږ پرمختګ وشو، چې د ټایپونو او کیسټو زمانه راغله، چې دا د هغه وخت یو پرمختللې او خوندوره وسیله وه چې کورنۍ به خپلو مسافرو ته د کورنۍ د حال ګوزارش پکې د کورنۍ د غړو له خولې بیاناوه، چې دواړو لورو به په خوند سره د کیسټې د ډکولو او اورېدلو څخه خوند اخیست د کیسټې لېږل هم د ليکونو په څېر ډېر وروسته یو او بل لوري ته رسیدل. تاسو به لیدلي وي چې کیسټه به په کورونو کې ډېر وخت ساتل کېدې چې وخت په وخت به د کورنۍ د غړو لخوا اوریدل کېدې، ټیپونو هم دومره اسان( عام) نه وو ، چې د هر چا اوهر غریب په کور کې به پیدا شوي وای یوازې به د کلي خان(ملک) او یا د کلي په شتمنه کورنۍ کې به پیدا کیده.

له دې هم راتېر شو د ګرځنده موبایلونو(ټلیفونونو) وخت راغی، چې دا هم بیا ډېر ژر تر هرې کورنۍ ورسیدل او آن په کورنۍ کې ډېر شمېر وګړو ته ورسید، چې دا بیا د همدغه عصر یو جالب او په زړه پورې د وګړو یو نښلوونکی سیستم وو چې د هرې مور او پلار او کورنۍ دټولو غړو تر غوږو یې دمسافرو تازه صورتحال رارساوه. او اوس څه کیږي پوهېږئ چې د نړۍ له هرګوټ ګوټ څخه په ژوندۍ بڼه مخامخ یوله بل سره ګورو او د خپل ژوند ستونزې، مشکلات، پرمختګونه او ټول هغه څه ډېر په اسانۍ سره په ډېر جالب ډول یو له بل سره وایو څه مو چې زړه غواړي ووایو او وایو یې. موږ پوهیږو چې نړۍ ورځ تر بلې د پرمختګ او انکشاف په لور روانه ده.

پوهېږو چې ټکنالوژي د انسانانو ژوند یې ډېر اسان کړی او انسانان یې ډېر مخکې بېولي دي که انسانانو د ژوند د پرمختګ او هوساینې لپاره کار نه وای کړی غفلت یې کړی وای نو نن به موږ له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان وای، ژوند او د ژوند چارې به مو په ډېرې ګرانۍ سره مخکې تللې.

لنډه داچې نن چې زموږ په کورنو کې کومه روښنایې تر سترګو کېږي همدا دټکنالوژي برکت دی.. .

اوما هم د خپلې وسې کار کړی ترڅو بشریت ته یو کوچنی خدمت وکړم، داسې یوه زانګو مې جوړه کړې،چې د ماشوم په ژړا سره اتومات وزانګي؛ ترڅو ماشوم ویده شي کله، چې ماشوم ویده شي ترلسو دقیقو زانګو همداسې زانګي، وروسته تر لسو دقیقي زانګو خپله اتومات ودریږي چې د مور او ماشوم په ژوند کې یو لوی سکون او راحت دی؛ د دې ترڅنګ داسې نور خدمات هم لري؛ ترڅو د ماشوم ښه پالنه او روزنه وکړي، لکه د ماشوم د وزن اندازه کول او د ماشوم د قد اندازه کول په دې سربېره هره مور کولی شي، چې ماشوم ته د خوب سندرې په خپل غږ کې ثبت کړي کله چې ماشوم ژاړي؛ نو زانګو د مور ثبت شوی اواز ماشوم ته اوروي، ددې لپاره چې ماشوم د یوازې توب احساس ونه کړي او په ارمۍ سره بېرته ویده شي؛ غواړم نور هم په دې کار وکړم، تردې چې د ماشوم صحت معلوم کړي که د ماشوم تبه (ناروغ) وو یایې تقاضا رفعه کړې وه(میتیازې) یې کړې وي نو موږ ته به اواز کوي پوهیږو به، چې ماشوم څه ستونزه لري، د دې استعمال به دومره اړين او د اړتیا وړ وي چې ترڅو یې ډکټران د ماشوم لپاره په نسخه کې ولیکي.

دا د ټیکنالوژۍ برکت دی، چې نن د نړۍ له هر ګوټ ګوټ څخه سره یو ځای یو؛ یو د بل حال او احوال اخلو او د یو بل ستونزو او مشکلاتو ته په شریکه د حل لارې چارې ګورو خبریږو چې دا د بشریت لپاره یو لوی خدمت دی.