سینما او موسیقي

ټيلر سوئفټ د تېر کال د زیاتو پیسو ګټوونکې هنرمنده

مشهورې امریکایې اقتصادي مجلې د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د زیاتې ګټې لرونکو کسانو لیست خپور کړی.

فوربز مجلې روان کال نوملړ۱۰۰ کسان موجود دي چې د اسیا په ګډون د نړۍ بېلا بېلا هنرمندان، ورزشکاران، فیشن او رسنیو پورې تړلي خلک شامل دي.

د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د زیاتې ګټې لرونکي خلکو کې امریکا ګټلې، انګلستان او اروپایې کسان بیا دویم نمبر کې دي.

حیرانوونکې خبره دا ده چې په دغه نوملړ کې د جنوبې اسیا څخه فقط یوه نفر شته او نور افغانستان، پاکستان، بنګله دیس او ایران په شمول د نورو هېوادونو هنرمندان او ورزشکاران په دغه فهرست کې نشته.

په دغه نوملړ کې د ټولو د زیاتې ګټې لرونکو په ۱۰۰ نړیوالو کسانو کې امریکایې سندرغاړې ۲۹ کلنه ټيلر سوئفټ په لومړي سر کې ده، خو له هندی سینما یوازې اکشي کمار په دغه نړملړ کې راغلې.

ټيلر سوئفت په تېر یو کال کې ۱۸ کروړه او ۵۰ لکه امریکایې ډالرو څخه ډېرې ګټلي دي.

اکشي کمار د زیاتو پیسو ګټونکو کسانو په نومړ کې په ۱۰۰ کې په ۳۳ نمبر کې راغلی، نوموړي په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۶ کروړه او ۵۰ لکه ګټه لري.

په زړه پورې خبره دا ده چې د ډېرو د زیاتو پيسو ګټوونکو کسانو کې د نړۍ کم عمره اربپتي ماډله کیلي جینر هم ټيلر سوئفټ شاته پريښې، په داسې حال کې چې کم کارډیشین، لیډي ګاګا، ریانا، جسټن بیبر، جینفر لوپیز، جي کی رولنګ، جی زی او بیونیسي په څېر کسان په لسو بهترینو کې بیخې راغلي نه دي.

تر ټولو د زیاتو پيسو ګټوونکي ځینې کسان:

اکشي کمار:

اکشي.jpg

په ۳۳ نمبر کې په دغه نوملړ کې د هندي سینما مشهور ستوری اکشي ځای لري، نوموړي تیر کال ۶ کروړه او ۵۰ لکه ډالر ګټلي دي.

کیم کارډیشین:

نوموړې ماډله او مشهوره ستورې کیم په ۲۶ مقام کې ځای لري ټولې ۷ کروړه او ۲۰ امریکایي ډالر ګټلي دي.

بیونسي:

په ۲۰ نمبر کې مشهوره ستورې بیونسي ده، نوموړې په ۱۲ میاشتو کې ۸ کروړه او ۱۰ لکه ډالر کټلي دي.

کرسټيانو رونالډو:

رونالډو.jpg

رونالډو په دغه نوملړ کې په شپږم نمبر سره راغلی، نوموړي تیر کال ۱۰ کروړه او ۹۰ امریکایې ډالر ګټلي دي.

لیونل میسي:

میسي.jpg

میسي هم په دغه نوملړ کې په څلورم مقام کې راغلی، نوموړي د یوه کال ۱۲ کروړه او ۷۰ لکه ډالر ګټلي.

کانیه ویسټ:

د کیم کارډیشین ملګری او سندرغاړی ویسټ په دریم نمبر کې شتون لري نوموړی د یوه کال ۱۵ کروړه ډالرو زیات ګټلي.

په لومړي نمبر کې راغلې اداکاره ټيلر سوئفټ نومیږي، دې ۱۸ کروړه او ۵۰ لکه ډالره ګټلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی