ټولنیز ژوند خوندیتوب

د ملا دم و دعا، که د جنسي تیري چلسازي؛ څنګه خپل غږ پورته کړئ؟

لیکنه: شریف شاهین

په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کې د یو تش په نوم ملا هغه ویډو ښکته پورته کیږي، چې پکې د خدای پاک نومونه اخلي او اصلا لګیا دی په یوې ښځې جنسي تیری کوي.

که څه هم په ویډیو کې نه دې ویل شوي، چې یاده میرمن د کومې ستونزې د حل په موخه له دې ملا ته راغلې او څنګه راضي شوه، چې ملا دې پرې جنسي تیرې وکړي، خو په اغلب ګومان ښځه د بې اولادۍ د درملنې لپاره د دم او دعا لپاره راغلې.

ښځه د ملا خونې ته د ملا سره یوځای ننوځي. داسې ښکاري چې ویډو له وړاندې د پټې کمرې په وسیله د ملا له لورې اعیار شوې ده. ملا له ښځې سره یوځای خونې ته ننوځي، چې ظاهره د هغه د دم او دعا خونه ده.

ملا په لوړ غږ د خدای څو نومونه پرله پسې اخلي او ښځې ته رهنمايي کوي، چې په دې ځای کې څملي.

دا ملا ولې د خدای نومونه اخلي او هممهاله په ښځې جنسي تیری هم کوي؟

دوه حالته دي: لومړی، دا چې حتمن ددې ښځې سره څوک خپلوان (نارینه یا ښځینه) راغلي، او د خونې بهر ناست دي. ملا، چې له خدایه نه ویریږي، خو د بیرون ناستو خلکو ویریږي، د الله پاک سپیڅلي نومونه (یاکریم او یا جلیل) اخلي، څو بیروني خلک یقیني شي، چې دلته دم او دعا روانه ده. خو دې په حقیقت کې د ښځې له پاسه پروت دی، او پرې جنسي تیری کوي.

دوهم دلیل دا کیدای شي، چې ښځه هم یو څه وپوهوي، چې ګنې دا هم دم او دعا یو ډول دی ان تر دې، چې خبره له خبرې تیره شوه. او کله چې خبره له خبرې تیره شي، نو بیا هم ښځې غږ نه کوي.

دا ملا څوک دی؟

یوه فیسبوکي سرچینه وايي، چې د ملا په نوم دا کس د فاریاب دی او اصلا ملا نه دی، خو د ملا او تعویذګر په نوم يې دا مرکز خلاص کړی او په لسګونو ښځو يې جنسی تیری کړی.

ولې ښځې د بې اولادۍ د درملنې لپاره ملایانو ته ځي؟

کله چې میرمنې اولادونه نه زیږوي. دوه حالته دي: یا يې خاوند ستونزه لري او یا يې هم میرمن. هیڅکله امکان نه لري، چې یوه جوړه ښځه دې، له ناجوړ خاوند څخه اولاد وزیږوي. دلته نو بیا بې سواده او افراطي خواښيانې (د هلک میندې) خپله اینګور د اولاد، نه راوړلو مقصره بولي او په ملایانو يې ګرځوي، چې خبره ان په ویډو کې ورته حالت ته رسیږي.

یا داسې هم کیږي، چې شنډې ښځې تر هغې په کور کې د میړه او یا هم د کورنۍ د نورو غړو له لاسه دومره وهل او رټل کیږي، چې مجبوره شي د دم په نوم، ملا په ځان واچوي او اولاد وزیږوي.

بې سوادي او د نجونو د تعلیم څخه لیرې والی هم دا ډول پيښو اصلي زیږنده بلل کیږي. په ملایانو تکیه او په هغوې د ځينو خلکو ړوند باور هم ملایانو ته د دا ډول ښکار زمینه برابروي.

خو؛

د عصري طب په دې دور کې اوس هم د بې اولادۍ لپاره ملایانو ته تګ، هغه ستر حمقات دی، چې پایلې يې په ویډو کې نړۍ ګوري.

ځینې ملایان ولې داسې کوي؟

دیني او مذهبي عقاید هغه څه دي، چې انسان يې د بشریت له تاریخه تر دې دمه په خپلو وینو ساتنه کوي. ملا د دیني شعایرو هغه استازی دی، چې ګڼ شمیر خلک ورته ګروهمند دي. دوې د دین په برکت د خلکو د کور خوندورې غذاوې خورې، او د ښوروا کاسې يې شوپ کوي. دوې په ټولنه کې دومره باوري خلک دي، چې ان ځينې خلک خپلې میرمنې له ملا نه ستروي.

په ټولنه کې د خلکو له ړوند باور څخه ځینې ملایان او یا هم د ملا په نوم ځینې خلک ناسمه ګټه پورته کوي، او په پایله کې د خلکو مال او ناموس دواړه پایمالوي.

څنګه د جنسي تیرې په وړاندې غږ پورته کړئ؟

په افغانستان کې د جنسي تیري یا جنسي عولیدنې په وړاندې نجونې د خپل او خپلې کورنۍ د عزت لپاره غږ نه پورته کوي.

میرمنې تر هغې حده د جنسي زورونې او جنسي تیري خبرې پټې ساتي، چې تر څو له کوم بل ادرس څخه افشا شوې نه وي.

رواني متحصیصن او جنسي ډاکتران دا کار ناسم بولي. ددوې مشوره ددې ډول قضیو قربانیانو ته داده، چې کله هم خدای مه کړه، ددې ډول پيښو سره مخ کیږي، خپل فکر او حواس دې کنټرول کړي، په ذهن دې غالب شي، او ان له لاس وینځلو مخکې دې خپلې کورنۍ، پولیسو او یا هم کوم دوست ته خبر ورکړي.

که په کوم چا جنسي تیری وشي او یا هم جنسي ازار ورکړل شي، لومړی کار يې باید دا وي، چې خپل ځان او فکر سمبال کړي. حوصله دې نه بایلي.

ورسته دې خپل یو نږدې دوست ته خبر ورکړي، تر څو ده ته په روحي ډول ارمتیا ورکړي.

د جنسي زورونې او یا هم جنسي تیري پر مهال هیڅ ډول وسایل له ځان مه لرې کوئ. یعنې خپلې جامې مه بدلوئ، ان لاس او خوله هم مه مینځئ، تر څو د عدلي طب سره د مجرم په پيدا کولو کې مرسته وکړي.

د جنسي ازیت او تیري ټول جریان له ځان سره یاداښت کړئ. ژر تر ژره کورنۍ، د ښځو مدافع ادارو او پولیسو ته خبر ورکړئ. ځنډ مه کوئ.

هیڅکله د مجرم د تجاوز کوونکي د وژلو هڅه مه کوئ. پریږدئ، چې محکمه يې رسوا کړي.

که د جنسي تیرې کلونه هم تیرې شوي وي، ناوخته نه دی؛ همدا نن د تجاوز کوونکي په وړاندې غږ پورته کړئ. له هیڅ کله نه، نن ورځ بهتره ده. غږ پورته کړئ.

په یاد ولرئ، چې د جنسي تیرې پر مهال تاسې هیڅ قصور نه لرۍ. تاسې یا په زور اړ کړل شوي يۍ او یا هم تیرایستل شوې یاست.

له دې ټولو وروسته د یو رواني مشاورې سره خبرې وکړئ. هغه تاسې سره پوره مرسته کولای شي.

څنګه کولای شو له جنسي تیري وژغورل شو؟

د خوراک او څښاک توکي له ځان سره سمبال وساتئ او له نااشنا خلکو د خوراک او څښاک څه مه اخلئ.

یواځې مه ګرځئ. کوښښ وکړئ، یو دوه ملګرې مو له ځان سره واخلئ.

له نابلدو خلکو سره په احتیاط چلند وکړئ. په هر چا ژر باور مه کوئ. او له نااشنا خلکو سره هیڅکله یواځې مه پاتې کیږئ.

نارینه ډیر ژر متحرک کیږي. د هغوې سره هیڅکله هیله (تمه) بښوونکې خبرې مه کوئ.

کوښښ مه کوئ، ان له خپلو خپلوانو، ټولګیوالو، همکارانو، ریس، استاد، او … سره صمیمي شۍ، هغوې ستاسې له صمیمته ناسمه ګټه پورته کوي.

که تاسې خپله متحرک کیږئ، لطفا له ځایه پورته شئ، او ژر تر ژر خپل ځای پریږدئ.

که کوم څوک درته د واده په نوم د مینې وړاندیز کوي، له لومړی ورځې کورنۍ په جریان کې کړئ، او له هلکه وغواړئ، چې په تا پسې جرګه ولیږي. پرته له دې مخکې تګ، ستاسې په زیان تمامیږي.

هیڅلکه دا تیروتنه وکړئ، چې هلکان درباندې د واده په تمه جنسي تیری وکړي. د اکثره هلکانو مینه تر جنسي اشباع پورې وي.

د کورنیو لپاره یواځینې سپارښتنه داده، چې له خپلو اولادونو سره په اړیکه کې اوسي. د هغوې ستونزې دې واوري او په حل کې دې ورسره مرسته وکړي. هیڅکله دې خپل اولادونه، نه ایګنور کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین