سیاست نړۍ

مهمه سیاسي او حقوقي لیکنه؛ هغه اصطلاحات چي د تړون لپاره کارول کيږي

لیکنه: ياران

لیکنه: سید احسان الله سادات

د تړون لفظ په نړيوالو حقوقو کي يو عام لفظ دی او هر توافق چي په کتبي ډول سره د دولتونو او يا د دولتي نړۍوالو سازمانونو تر منځ منعقد سي هغه ته د تړون خطاب کيږي، اما يو شمير اصطلاحات دي چي د بيلابيلو ژبو څخه اخيستل سوي او په پښتو کي هم استعماليږي په تيره بيا په حقوقي برخه کي، نو مهمه ګڼم چي دلته ګرانو لوستونکو ته د ځينو مهمو اصطلاحاتو ذکر په مفصل ډول وکړو:

۱: عهد نامه(treaty): دا يوه فارسي کلمه ده چي په پښتو کي ژمنليک او انګلیسي ورته treaty وايي، د ۱۹۶۹م کال کنوانسيون د ۲ مادې لمړي بند کي د هغه اسنادو د بيانولو په منظور بيان سوي چي موضوع يې کنوانسيون دي. يا په بل عبارت عهد نامه عبارت له هغه توافق څخه ده چي په کتبي ډول سره د دولتونو تر منځ لاسليک سوي او د نړیوالو حقوقو د مقرراتو تابع وي.

نو ويلای سو چي هر کله(treaty) کلمه استعمالوو نو بايد د داسي اسنادو لپاره وکارول سي چي بين الدولي، کتبي او د نړۍوالو حقوقي مقرراتو ته شامل وي، په همدې اساس ډير مهم سياسي، نظامي او اقتصادي توافقات د هيوادونو تر منځ د همدې عنوان لاندي(عهد نامه)کي تنظيميږي، لکه د وارسا عهد نامه يا د ۱۹۵۷م کال د روم د کنفرانس، او همدارنګه د اروپا اقتصادي جوړښت اتحاديه.

۲: منشور(charter): منشور هم فارسي لفظ دی او په پښتو کي هم په دې نامه سره ياديږي، د تړون يوه نوعه ده او هغه توافق ته ويل کيږي چي په هغه کي په نړۍوالو بنيادي قواعدو باندي توافق سوی وي، مثلاً په نړیواله سوله او امنيت باندي ناظر قواعد، اهدافو، د صلاحيتونو د حدودو، د تشکيلاتو او همدارنګه د فعاليت ډول پکي مشخص سوي وي، لکه د ملګرو ملتونو منشور.

په نورو مواردو کي منشور يو نړیوال سند دی چي د هغه په اساس هيوادونه چي کوم اصول او مقررات په نظر کي لري په خپلو اړيکو کي هغه رعايتوي، لکه د ۱۹۴۴م کال د اتلانتيک منشور چي د روزولت او چرچيل تر منځ يو توافق وو کوم چي د نړیوال امنيت او يو نړیوال سازمان د رامنځته کيدو د تشويق لپاره وو.

۳: کنوانسيون(convention): کنوانسيون يوه انګليسي کلمه ده چي په پښتو کي هم په دې نوم سره شهرت لري او هغه عام نړیوال مقررات دي چي د دولتونو توافق پرې حاصل سوی وي، لکه د ۱۹۶۱م کال د ديپلوماټيکو حقوقو کنوانسيون، د ۱۹۶۳م کال د کنسولي حقوقو کنوانسيون او همدارنګه د ۱۹۶۹م کال د تړونونو د حقوقو کنوانسيون او د ۱۹۵۸م کال د بحرونو د حقوقو کنوانسيون چي دا ټول د قانون جوړونکو تړونونو په جمله کي هم راځي.

همدارنګه دغه لفظ د هيوادونو تر منځ په دوه اړخيزه تړونونو باندي هم اطلاقيږي او په ځيني هيوادونو کي لکه امريکا متحده آيالات اصولاً د کنوانسيون او معاهدې تر منځ توپير نکوي او د دواړو د تصويب، مبادلې او نشر شرايط سره برابر دي.

۴: پيمان(pact): پيمان هم فارسي کلمه ده چي په پښتو کي هم په دې نوم سره شهرت لري او معمولاً د دولتونو تر منځ د سولي او امنيتي همکاريو په برخه کي او يا په امنيتي او دفاعي برخو کي توافق ته ویل کیږي، نو کله چي هيوادونه په امنيتي او دفاعي برخو کي توافقات لاسليکوي هغه ته د پيمان نوم ورکوي. لکه د پاريس د ۱۹۲۸م کال د صلح پيمان، چي د بريان کلوګ په نوم چي د جګړې د تحريم په هکله د فرانسې د بهرنيو چارو وزير براين او د امريکا د بهرنيو چارو وزير کيلوګ تر منځ لاسليک سو، همدارنګه د وارسا، ناټو او ځيني نورو امنيتي توافقاتو ته پيمانونه ويلاي سو.

۵: توافقنامه(Agreement): دا هم فارسي کلمه ده چي په پښتو کي ورته هوکړه ليک وايي، او د تړون هغه ډول دی چي د هيوادونو تر منځ په اقتصادي، فرهنګي او اجرايوي برخو کي توافق وسي او د تصويب تشريفاتو ته ضرورت هم ونه لري.

۶:پروتوکول(Protocol): پروتوکول اصلاً انګليسي کلمه ده چي په پښتو کي هم د معاهدې سره هغه پيوست او ضميمه حقوقي سند ته ويل کيږي چي په لاندي څلورو معناوو سره استعماليږي:

۱: پروتوکول د يوې معاهدې سره ضميمه سند ته ويل کيږي چي په غالب ګمان سره د معاهدې د تکميل، تفسير او يا هم اصلاح لپاره استعماليږي او دغه سند کيداي سي چي د اصلي معاهدې د تدوين پر مهال او يا له هغه وروسته ضميمه سي، لکه د ۱۹۵۷م کال د المطلبيار د معاهدې انضمامي پروتوکول، چي د ايران او عراق د مرزونو په اړه وو، او يا هم د ژنيو د ۱۹۴۹م کال د معاهدۍ په اړه د ۱۹۷۷م کال د الحاقي پروتوکول.

۲: په ځينو مواردو کي د پروتوکول څخه مطلب د کنفرانس صورت او جوړښت وي، چي په هغه باندي د هيوادونو نماينده ګان خپله موافقه اعلاموي، لکه د ۱۹۲۵م کال د ژنيو پروتوکول د شيميايي او ذروي سلاح د منع په هکله، په ځينو مواردو کي له پروتوکول څخه هدف په مختلفو اړخونو کي د دوو هيوادونو د نماينده ګانو د مذاکراتو مجلس وي.

۳: د يوې معاهدې د لاسليک صورت مجلس ته ځيني وختونه( د پروتوکول لاسليک) وايي.

۴: ځيني وختونه د يوې معاهدې د مبادلې صورت مجلس ته د (مبادلې پروتوکول )وايي.

۷: تفاهم نامه(Memorandum of understanding): دا هم فارسي کلمه ده چي په پښتو کي هم په دې نوم او يا هم تفاهم ليک سره شهرت لري او دا معمولاً په اجرايوي توافقاتو باندي دلالت کوي چي د دولتونو تر منځ په مختلفو برخو کي لاسليک کيږي، له هغې جملې څخه په علمي، سياسي، فرهنګي او نورو برخو کي، البته په ځينو مواردو کي تفاهم ليک د خاصو تعهداتو لرونکی نه وي او يوازي د دوو هيوادونو د مذاکراتو برنامه جوړونه ده او يا دا چي د يو بل توافق د اجرا ډول ټاکي.

۸: اعلاميه(Statement of proclamation): اعلاميه عربي کلمه ده چي په پښتو کي هم په دې نامه سره استعماليږي او په حقيقت کي هغه سند ته ویل کیږي چي معمولاً په هغه کي د يوه يا څو هيوادونو حقوقي اصول ذکر سوي وي، لکه د ۱۹۴۵م کال د سپتمبر د ۲۵ نېټۍ د ترومن اعلاميه د آمريکا د دولت د حاکمه حقوقو په اړه، او يا هم د ۱۹۴۸م کال د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه.

۹: سند (act): دا يوه عربي کلمه ده چي په پښتو کي هم په دې نامه سره ياديږي او هغه سند دی چي د يوه کنوانسيون په هکله مربوطه حقوقي قواعد بيانوي، لکه د ملګرو ملتونو د سازمان د دريم کنفرانس نهايي سند، یا د ۱۹۸۲م کال د بحرونو په اړه د کنوانسيون سند.

۱۰: پای لیک (Final act): پای ليک هغه رسمي بيانيه يا د کنفرانس يا کنګرې د مذاکراتو هغه خلاصه ده چي معاهدې پکښي د مذاکراتو لاندي نيول سوي وي او يا هم تشريح سوي وي او د هغه خلاصه په کښي وړاندي کړل سوي وي، لکه د لاهې د سولي د ۱۸۹۹م کال کنفرانس پای لیک چي په ۲۷ هيوادونو پکښي ګډون کړی وو او بلآخره څو اعلاميې او پروتوکولونه پکښي تنظيم سول.

دغه سند ته مقاوله ليک هم وايي، چي د اصلي معاهدې سره تنظيم او د هغې مهمو پيچيده نقاطو وضاحت پکښي سوی وي، همدارنګه امکان لري چي ځيني تکميلي احکام هم ولري.

۱۱: عمومي سند (General act): دغه کلمه په حقيقت کي د نهايي سند په وړاندي کرار لري او په هغه اسنادو باندي اطلاقيږي چي په کنفرانس کي د مذاکرې وړ تړونونو د نوم اخيستلو څخه علاوه په خپله هم د يوې معاهدۍ په شکل رامنځته کيږي په داسي ډول چي هره يوه په خپل ځان کي تړونونه لري او د هغې يو مطلب جوړوي، لکه د برلين کنفرانس عمومي سند چي د مختلفو مسايلو په هکله لکه د هغې جملې نه د کانګو او نايجريا په بحرونو کي د کښتۍ چلوني د آزادۍ اصل په رسميت وپيژندل سو او يا هم د ۱۹۲۸م کال د ژنيو د عمومي کنفرانس سند د نړۍوالو اختلافاتو د سوله ايز حل په اړه.

۱۲: صلحه ليک يا مصالحه ليک (Compromise): دا کلمه د عربي او پښتو ژبو څخه ترکيب سوي او دغه ډول سند قضايي مراجعو ته د اختلافاتو د ارجاع په منظور سره د هيوادونو تر منځ منعقد کيږي، لکه د ۱۹۷۶م کال مصالحه ليک چي د فرانسې او انګلستان تر منځ د آيرويز د بحر د حدودو معلومولو په هکله د حکميت ديوان ته ارجاع سو.

۱۳: اساسنامه (Status): دا هم فارسي کلمه ده چي په پښتنو کي هم په دې نوم شهرت لري او د نړیوال سازمان د جوړيدو د سند په توګه استعماليږي، لکه د کار د نړۍوال سازمان اساسنامه، د يونسکو اساسنامه، د ملګرو ملتونو اساسنامه او نور.

۱۴: موقت قرار (Modus Vivendi): دا يوه فارسي کلمه ده چي په پښتو کي هم په دې نوم سره شهرت لري او هغه سند ته ويل کيږي چي د يو لنډ وخت او يا موقت وخت لپاره پرې تعهد کيږي.

۱۵: طرحه يا برنامه (Plan or programme): دا هم فارسي کلمه ده او په پښتو کي هم ورته کلمه ورته استعماليږي چي په اقتصادي، محيط زيست او نورو برخو کي د هيوادونو تر منځ همکاري معمولاً په يو سند کي ځای پر ځای کيږي چي ورته طرح يا برنامه وايي لکه د ملګرو ملتونو د سازمان د پرمختګ برنامه د (UNDP) يا هم ځيني نوري برنامې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران