کلتور او هنر

تنوشري دته په نانا پټیکر د جنسي ځورونې تورونه لګولي

د هندۍ سینما مشهور او پخوانی فلمي ستوری نانا پټیکر دا ځل د جنسي ځورونې د تورونو ښکار شوي او پرې د بالیوډ د فلمي لوبغاړې تنوشري دته، لخوا د جنسي ځورونې تورونه لګېدلي دي.

نانا پټیکر د هندي سینما مشهور فلمي ستوری دی چې په ډېرو فلمونو کې کامیابه ادا کاري کړې ده.

نوموړې پسې د کلونو وړاندې کیسې تازه شوې او تازه تنوشري دته ویلي چې له نوموړې به د خپل حق پوښتنه وکړي.

هندي رسنۍ وایي، تنوشري دته تېره ورځ پر نانا پټیکر دغه د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي او ویلي یې دي چې نانا پټیکر لس کاله وړاندې د یوه فلم (هارن اوکی پلیز) د ډکولو پر پرمهال له لومړۍ ورځې، ناوړه حرکتونه کول او په خبره یې څو ځلې یې ورباندې د جنسي تیري هڅه هم کړې وه چې په وینا یې بیا مجبوره شوه په هغه فلم کې کار کول پریږدي.

بل لورته؛ هندۍ رسنیو د نانا پټیکر له قوله ویلي چې نوموړی نه مني چې ده دې کوم څوک ځورولي وي.

پټیکر ویلي، لومړی خو دی په دې پوهیږي چې جنسي ځورونه معنا څه؟ په داسې مهال چې د فلم د شوټینګ یا ډکولو پر مهال هلته تر ۱۰۰ زیات خلک موجود وي.

نانا پټیکر ویلي، دا چې وروسته د قانون فیصله څه ده او رښتیا څه دي نو وخت به یې معلوم کړي.

نوموړي ویلي، انتظار باسي چې په قانوني ډول په دغه قضیه کې څه کولی شي، خو زیاتوي د رسنیو په خبرو کولو خپل وخت نه ضایعه کوي، ځکه د رسنیو سره خبرې کول یې د وخت د بربادۍ په معنا دي.

د جنسي ځورونې دا کیسه تقریبا لس کاله وړاندې په ۲۰۰۸ کال کې واقع بلل کیږي، خو تنوشري دته اوس دغه مسئله رسنیزه کړه او وایي غواړي په عدالت کې اوس خپل حق وغواړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی