بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ګټه وټه

که د تنخوا ټاکلو پرمهال مو دا ۱۳ ټکي وکارول، دنده به مو په اوبو لاهو کړي وي

لیکنه: ياران

لیکوال: حسام پور
ژباړه: حمیدالله حمیدي

د معاش ټاکل د مذاکرې تر ټولو مهم اړخ دی، چې لازم مهارت او هنر ته اړتیا لري. د معاش په اړه بحث کول هغه هنر دی، چې باید ښه یې زده کړئ. مهمه نه ده چې نوې دنده اخلئ، یا دا چې په یوه شرکت کې مو درې کاله کار کړی، خو هر کله چې د معاش یا تنخوا لوړېدل غواړئ باید په ښه ډول د مذاکرې دغه مهارت ولرئ.

د معاش لوړولو لپاره مبارزه د مذاکرې تر ټولو مهم اړخ دی، ځکه تاسو غواړئ له خپلې خوښې سره سمه تنخوا درته وټاکل شي، خو د شرکت رئیس یا مدیر بیا غواړي، چې په هرڅومره کم معاش وي تاسو قانع کړي. دلته نو په یوې پېچلې مرحلې کې راګیرېږئ. کله هم چې له دې ډول مذاکرې سره مخ کېږئ، نو تر خپلې وسې هڅه وکړئ معاش مو لوړ شي، ځکه ښایي بیا تر کلونو هم درته دغه چانس برابر نه شي. په هر حال، ددې ټولو لپاره ځینې لارې چارې هم شته، چې باید زده شي او وکارول شي.

۱۳ هغه خبرې چې ستاسو د مذاکرې پایلې پر اوبو لاهو کوي:

۱- منم یې خو له لومړي وړاندیز وروسته
پام مو وي، چې تاسو همدا اوس د مذاکرې په پیل کې یاست، نو د کار په پیل کې مو چانس په لته مه وهئ.

۲- زما د خوښې اندازه دومره یا هغومره ده
هېڅکله هم خپل وروستی وړاندیز په لومړي سر کې مه وایاست. تاسو په هماغه لومړي سر کې د همدې مذاکرې لپاره د رئیس دفتر ته ورغلي یاست، نو پرېږدئ چې د معاش د لومړنۍ اندازې وړاندیز هم دوی درته وکړي. په دې سره تاسو ته چانس په لاس درځي، چې د خپلې خوښې د معاش د ترلاسه کولو لپاره ورسره چنې ووهئ.

۳- یوازې همدومره؟
هېڅکله هم د خبرې ځواب دغه ډول مه ورکوئ، ځکه دغه څه د کار مالک ته سپکاوی بلل کېږي. ان که د شرکت د څښتن له لوري تاسو ته وړاندیز شوې کچه د خندا یا ناهیلۍ وړ هم وي، خو تاسو حق نه لرئ ووایئ: یوازې همدومره؟ یو څه مو باید په یاد وي، چې بریالي کسان تل له بې ادبۍ پرته خپل مخالفت څرګندوي.

۴- نور ماته تر دې ډېرې راکوي
ان که دغه څه رښتیا هم وي او نور شرکتونه درته تر دې ډېرې پیسې درکوي، خو د کار د څښتن تر اغېزې لاندې راوستو لپاره باید له دې جملې کار وانخلئ. له دې خبرې جدي ډډه وکړئ، ځکه کېدای شي د کار څښتن یې د جزیاتو په اړه در څخه وپوښتي، نو په درواغو او لاسي ځان په دام کې مه غورځوئ.

۵- نه!
د مذاکرې پرمهال باید انعطاف منوونکي اوسئ او هڅه وکړئ د هغوی د نامناسب وړاندیز په بدل کې دویم وړاندیز وکړئ، ځکه په (نه) ویلو سره ډېر ژر د خبرو اترو دروازه تړل کېږي.

۶- دا زما وروستی وړاندیز دی
دا ډول خبرې د ګواښلو په څېر دي او د خبرو اترو دروازه تړي. د یوه شرکت رئیس ته ددې ډول خبرو اورېدل د منلو نه دي، نو د مذاکرې د پای ته رسولو لپاره چمتوالی ونیسئ.

۷- زه اړتیا لرم
هېڅکله هم داسې مه وایئ، چې د پور یا یو څه اندازه پیسو په بدل کې دې دندې ته تیار یم. شخصي مسایل مو په کاري مرکه کې مه ورګډوئ، بلکې د خپلو وړتیاوو له مخې ورسره مخکې ولاړ شئ.

۸- فلاني ته دومره معاش ورکوئ، زه تر هغه ښه یم
د معاش ټاکلو مذاکرې پرمهال هېڅکله هغه خبرې مه ورګډوئ، چې د اوازو په توګه مو اورېدلي وي او هېڅکله هم ځان له نورو سره مه پرتله کوئ. دا یو غیر مسلکي ګام دی، بریالي کسان هېڅکله هم دغه ډول ټکي نه کاروي.

۹ – وروستۍ اندازه چې قبلوم باید لږ تر لږه دومره وي
دا ډول خبره به مو په کار کې لومړنۍ تېروتنه وي، ځکه معاش به مو له هغه اندازې کم وي، چې په لومړي سر کې پرې ولاړ وئ. خو که هغه اندازه قبول کړئ، چې د شرکت رئیس له لوري درته وړاندیز کېږي، احسان به مو پر هغه وي.

۱۰ – زما د کار ارزښت تر دې لوړ دی
دا سمه ده چې د مذاکرې پرمهال باید د خپل کار ارزښت ته اشاره وکړئ، خو هڅه وکړئ دغه څه په یوه بله بڼه ثابت کړئ، څو بې کبره ښکاره شئ. بریالي کسان کولای شي له کبر پرته خپل ارزښتونه بیان کړي.

۱۱- کېدای شي زه تاسو ته د ارزښت وړ شخص نه ښکارم
نه! هېڅکله دا ډول ونه وایئ. ستاسو موخه باید دا وي چې د مذاکرې پرمهال باید مؤدب ښکاره شئ او پایله دا شي، چې تاسو د ټیم تر ټولو وړ کس یئ.

۱۲- که مې معاش لوړ نه شي دنده پرېږدم
ددې ډول جملو له کارولو ډډه وکړئ، ځکه پایله به یې ستاسو لپاره ښه نه وي.

۱۳- نه پوهېږم
یوه څه ته مو باید پام وي، چې که تاسو د هرې مذاکرې پرمهال د (نه پوهېږم) جمله وکاروئ، مقابل لوري ته دا چانس ورکوئ، چې مذاکره پخپله ګټه پای ته ورسوي. په همدې دلیل، مذاکرې ته له پوره تیاري سره حاضر شئ، څو په هره برخه کې پر ځان د باور لرلو له مخې خبرې وکړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران