خوندیتوب روغه سټه

له تندي پرته په بدن کښې د اوبو د کمی نښې

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

د اوبو چښلو پرته ژوند ناممکن دی. په بدن کښي د اوبو کمی ډېرو ناروغیو ته ښه راغلاست وايي. کله چي بدن اوبو ته اړتیا لري نو د تندي احساس کوو، مګر ضروروي نه ده چي خامخا د بدن د اوبو په ضرورت کښي د تندي احساس وکړو. ځیني داسي نښي هم سته چي ښيي ستاسي بدن اوبو ته اړتیا لري، دې کار ته ډي هايډرېشن یا په بدن کښي د اوبو کمی وايي. هغه علایم ئې په لاندي ډول دي:

– د خولې بدبويي
زموږ په خولو کښي سته لعاب د خوراک په هضمېدو کښي مرسته کوي، خو که خوله وچه وي؛ لعاب ونلري، نو ددې مطلب دا دئ چي په خوله کښي مو باکټریاوي وده کوي او خوله بدبويه کوي. او د خولې بدبويي ښيي چي په بدن کښي مو د اوبو کمي ده. په داسي حال کښي چي تاسي د تندي احساس نه کوئ، خو بدن مو بیا هم اوبو ته اړتیا لري. نو ددې له پاره په وقفه يي ډول اوبه وچښئ.


– د طبیعت (موډ) خرابوالی
کوم خلک چي لږ اوبه چښي، هغوی د نورمال خلکو په پرتله لږ خُشک طبیعته وي. په دې اړه یوه تجربه چي پر ښځو ترسره سوې ده، داسي چي ۲۵ تنو ښځو په يوه ورځ کښي ډېري اوبه ورکړل سوې، خو دوه ورځي یې بیا پرله پسې هیڅ اوبه ونه چښلې، نو ددې ښځو طبیعت د نورو هغو په پرتله ډېر خراب و او د سردرد شکایت ئې هم کوی.

– د ویني ټیټ فشار
کله چي اوبه ډېري ونه چښو، فشار مو ټیټ کېږي. چي له امله یې زړه بدن ته وینه په زحمت سره رسوي او ورسره مو سرڅرخي، پر سترګو تاریکه راتلل، ناڅاپي سردردي کېږي. نو په دې وخت کښي باید د تندي احساسولو پرته اوبه وچښل سي.

– د ستړیا احساس کول
د ورزش کولو وروسته د انسان په بدن کښي نه یوازي د اوبو کمی احساسېږي بلکي د ګلایکوجن اندازه هم کمېږي. ګلایکوجن په اصل کښي د ګلوکوز يو ډول دی چي د انسان په بدن کښي راجمع کېږي او د اړتیا پر مهال د انسان وجود ته پیاوړتیا ورکوي. په بدن کښي د اوبو کمی پر ګلایکوجن باندي اغېز کوي، چي کرار کرار کمېږي او انسان د ستړیا احساس کوي. په دې وخت کښي د خوږ شي خوړلو ته د انسان زړه کېږي. بناً هغه خلک چي ورزش کوي باید د اوبو لرونکو مېوو څخه استفاده وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي