افغانستان انتخابات سیاست

د لومړۍ مېرمنې کیدو خوبونه؛ ارزو نورستانۍ د ژوند ملګري د بریالیتوب لپاره خپله کمپاین کوي

لیکنه: بشر درویش
اعلان

په افغانستان کې له ولسمشر غني وراخوا ډاکټر فرامرز تمنا یوازینی بل ولسمشریز نوماند دی، چې مېرمنه یې د سیاست ډګر ته راوتې او د خپل ژوند ملګري د دفاع لپاره عملاً کار کوي.

د ولسمشر غني مېرمنه( بي بي ګل غني) خپله په کمپایني هڅو نه ده بوخته، خو د فرامرز تمنا مېرمنه( ارزو نورستانۍ) خپله ټلویزوني بحثونو ته ځي او د سیاسي او ښځینه حقونو د فعالې په توګه د خپل ژوند ملګري د سیاسي تګلارو دفاع او تحلیل کوي.

دلته به د ارزو نورستانۍ په ګډون د درېیو ټاکنیزو ټیمونو د ښځینه استازو د یوه ترسره شوي بحث مهم ټکي درسره شریک شي.

د بحث لنډه کیسه

یاد شوی بحث په اریانا نیوز خبري شبکه کې شوی، چې د ولسمشریز نوماند او د تدبیر او پراختیا ټیم د مشر ډاکټر فرامرز تمنا  د مېرمنې ارزو نورستانۍ ترڅنګ پکې د ولسمشر غني د دولت جوړونکي ټیم استازې مریم صدیقه سادات او د ډاکټر عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د ښځو د برخې مرستیالې نفیسه عظیمي برخه لرله.

د نورستانۍ نیوکې

په دغه بحث کې ارزو نورستانۍ پر ولسمشر غني او نورو نوماندانو توندې نیوکې وکړې او د خپل ژوند ملګری یې تر ټولو غوره نوماند او د ولسمشرۍ مستحق وباله.

د دې په وینا د ژوند ملګری یې د ځوان نسل استازی دی او ټیم یې متخصص، پروګرام لرونکی او اکاډمیک دی.

هغه وایي: د فرامرز تمنا ټیم د ټولنې له منځه جوړ شوی او رقیب نه لري.

ارزو په نړیوال نظام کې بدلونونو او د ټرمپ ولسمشرکیدو او د عمران خان صدراعظمیدو ته په کتو سره هیله منه ده، چې د دې د ژوند ملګری به هم د امکاناتو او زور نه لرلو باوجود ولسمشر شي.

هغه ولسمشر غني چېلنج کړ، چې له ژوند ملګري سره یې مناظرې ته حاضر شي.

د ارزو په خبره د غني واکمنۍ کې قومي نفاق او نورې ستونزې زیاتې شوي او هم د ښځو حقونه په پراخه کچه نقض کیږي.

د بي بي ګل غني ننګول

ارزو نورستانۍ د ولسمشر غني پر مېرمنې( لومړۍ مېرمنې) بي بي ګل غني هم توندې نیوکې لرلې.

د دې په وینا هغه د افغانستان لومړۍ مېرمنه نه ده، ځکه بهرنۍ ده او د افغانستان په وضعیت نه پوهیږي.

د ارزو په وینا هغه مېرمنه د افغانستان لومړۍ مېرمنه کیدای نه شي، چې په افغانستان کې یې د زېږون ستونزمن دردونه نه وي تجربه کړي.

ارزو تور لګوي، چې یو ځل یې د نورو مېرمنو په ملتیا له بي بي ګل غني سره ولیدل.

وایي لیدنه کې بي بي ګل ته د کونړ د ښځو ریسې د حامله مېرمنو لپاره د امبولانسونو له نشتوالي شکایت وکړ، خو هغې ورته وویل: زرنج ریکشې به واخلو، په هغو کې یې روغتون ته ولېږدوئ!

د فرامرز تمنا د ژوند ملګرې ادعا لري، چې ارګ ښځو ته په جنسیتي نظر نه؛ بلکې په جنسي نظر لیدلي او په منځ کې یې ښځو نه د فحشا د وسیلې کار اخیستل کیږي.

لفظي شخړه

په دغه بحث کې د ارزو نورستانۍ له دغو خبرو سره د نوموړې او د د دولت جوړونکي ټیم استازې مریم صدیقه سادات ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

مېرمن صدیقه د ارزو د نیوکو په ځواب کې وویل: د ښځو له حقونو سره ټولو نه زیات ظلم تا او د ژوند ملګري دې کړی، فرامرز تمنا حمیرا قادري( خپله لومړۍ او طلاقه شوې مېرمنه) ۳ کاله له خپل ماشوم زوی څخه لیرې ساتلی و.

د مېرمن سادات په خبره فرامرز تمنا په پوهنتون کې له خپلې شاګردې( ارزو نورستانۍ) سره اړیکې جوړوي او بیا واده ورسره کوي.

له دې سره ارزو نورستانۍغوسه کیږي او صدیقه سادات ته په شخصي ژوند کې یې د نه لاسوهنې خبرداری ورکوي.

ارزو پر صدیقه سادات تور لګوي، چې بې سواده ده او په پارلماني ټاکنو کې یې ځکه ماتې خوړلې.

د صدیقې او نفیسې خبرې

په بحث کې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله د ټیمونو استازو نورې خبرې هم لرلې.

د غني د ټیم استازې وویل: د غني او تمنا د ټیمونو کوم توازن نشته، ځکه غني له تمنا سره مبارزه نه کوي.

نوموړې د غني حکومت له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې په دغه حکومت کې د ښځو د مشارکت کچه لوړه شوې او د ولسوالانو، ښاروالانو، ولایتي معاونیت او تر دې په لوړه کچه د وزارت او معینیتونو تر سطحې ښځې په واک کې دي.

د صدیقه سادات په وینا له ښځو څخه د فحشا او نورو لپاره ابزاري استفاده د حکومت ملامتي نه؛ بلکې د افرادو ستونزه او ملامتي ده.

د ډاکټر عبدالله د ټیم استازې نفیسه عظیمي هم وویل: فرامرز تمنا ته درناوی لرو، خو موږ تر بل هر ټیم پياوړي یوو، بګراونډ او قوت مو معلوم دی.

نفیسې عظیمي د تدبیر او توسعې ټیم(فرامرز تمنا) په اړه وویل: ډېر خلک یې لا په نوم سم نه پېژني، یو کمزوری او نوم ورکی ټیم دی.

هغې دا ادعا هم وکړه، چې ټاکنې به ډاکټر عبدالله ګټي، ځکه په وینا یې هغه په ملي او نړیواله کچه یو منل شوی شخصیت دی او تل په سختو حالاتو کې د افغانانو ملګری و.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي