ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې

د ګټې خبرې – کله هم ډېر مه غږیږﺉ!

انسان، چې پر یوه موضوع څومره ډېر غږیږي، د خبرو جهت له لاسه ورکوي.

د پیغام د انتقال لپاره تاسې یو کتاب خبرو ته اړتیا نه لرﺉ، کېدای شي تاسې خپل پیغام په څو جملو کې مخاطبانو ته ورسوﺉ، خو که د پیغام لپاره ډېرې کلیمې غوره کوﺉ او ډېر پرې غږیږﺉ، ستاسې اصلي پیغام ورکیږي او کېدای شي د خبرو په اوږدو کې ډېر داسې څه ووایﺉ، چې ستاسې له پیغام سره هیڅ تړاو ونه لري.
زه خپله، چې پر یوه موضوع له چا سره له حده ډېر غږیږم، خبرې رانه بلې خواته ځي او پکې خرابیږم.

په ځانګړې توګه ویندویان او هغه کسان، چې د یوې ادارې ځانګړی دریځ او سیاست او پالیسي بیانوي، هغوی باید شمېرې خبرې وکړي. څومره، چې موضوع شاربي، یا تشریحات ورکوي، هومره ترې خرابیږي. تشریحات د پوهنتون استادانو ته پریږدﺉ، تاسې یوازې خپل پیغام ولیږدوﺉ.

زه پر ټلویزیون هر بحث نه ګورم، په تېره د هغه کسانو بحث، چې له بریده ډېرې خبرې کوي او ټولې کلیشه يي او تکراري. دا ډول خلکو یوازې لفاظي کوي او که خبرو ته یې غوږ شﺉ، درې څلورې مترادفې او د یوې معنا څښتنې کلیمې سره کتار کړي. عام خلک کېدای شي دوی پوه او د خبرو قهرمانان وګڼي، خو زما او ستاسې په څېر یوڅه لوستي کسان یې ښه پېژني، چې په کله کې یې څه دي.

هیڅ وخت کوښښ مه کوﺉ، چې په یوه موضوع کې ډېر تشریحات ورکړﺉ. حتما له تاسې نه خبره بلې خواته ځي او پکې خرابیږﺉ. په تېره په هغو موضوعاتو کې، چې تاسې پکې ډېر مسلط نه یاست. په داسې مسایلو کې تېښته کوﺉ. بریالي ویندویان او چارواکي هغه کسان دي، چې په ډېرو حساسو او تړلو مسالو کې شمېرلې خبرې وکړي او له زیاتو جزیاتو ورکولو ډډه وکړي.

د ولسمشر کرزي د پخواني ویاند د ټولو ښېګړو ترڅنګ یوه کمزوري داوه، چې په خبري کنفرانسو کې ډېر غږیده او په دې ترڅ کې به کله کله خبرې هم ترې خرابې شوې، خو دا اوسنی یې یو کمال لري، چې لږې خبرې کوي او په ډېرو کنفرانسونو کې نه راڅرګندیږي. دا معقول کار دی، ځکه د ډېرو ویلو لپاره به څه نه لري، بیا د ولسمشر له ادرسه خبرې شاته یو ستر مسوولیت هم لري.

ډېر غږیدونکي کسان ته هغه پورې چالان وي، تر څو یې بل څوک په خبرو کې ورونه لویږي. یا یې خپله پام شي، چې دا مخاطبان مې، چې غلي دي، حتما له خبرو مې ستړي دي، یا زه، چې څه وایم د هغوی لپاره په زړه پورې او بامعنا نه دي. دا څیز کولای شﺉ تاسې هر یو تجربه کړﺉ. کله، چې پوه شوﺉ، خلک یوازې ستاسې خبرې اوري، خو باډي لنګویج یې بل څه وايي، سملاسي خپلې خبرې بندې کړﺉ. زه داسې کسان پېژنم، چې ډېر یې خوښیږي پخپله وغږیږي، خو په خبرو کې یې د اورېدو لپاره هیڅ هم نه وي، اما دومره شله وي، چې نور خلک بیخي خبرو ته نه پریږدي.

یو څیز، چې ما په څپل ژوند کې تجربه کړی دی، هغه د خبرو او عمل مساله ده.

هغه کسان، چې ډېر غږیږي او په هرڅه کې ځان جامع الکمالات ګڼي، په حقیقت کې داسې نه ده، چې دوی ټول په هرڅه پوهیږي. په دوی کې یې ډېری برخه داسې کسان دي، چې په عمل کې هیڅ نه شي کولای.

زه د خپلو پوهنتون د استادانو مثال درکوم. دوه درې داسې استادان پېژنم، چې په ټولګي کې په خپلو ښه مسلط دي، خو له هغو بهر یې ما نه چېرې کومه مقاله لیدلې او نه مې هم په ټلویزیوني بحثونو کې د هغوی علمي او مستدل بحث لیدلای دی. تاسې هغه څوک واورﺉ، چې د ویلو لپاره نوي څه لري.

ځینې خلک پر موضوع فکر او غور کوي او بیا پرې غږیږي، خو ځینې نور هغه سطحي او کلي غږیږي. د دویمې ډلې خلکو پر خبرو اورېدلو خپل وخت مه ضایع کوﺉ، ځکه هغه څه، چې دوی یې وايي، تاسې سل ځایه نور هم اورېدلي دي. اوس نو کوښښ وکړﺉ داسې کسان پیدا کړﺉ، چې خبرې یې خپلې او نوې وي او د نورو پر خبرو او لیکنو شخوند نه وهي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */