ژوند او ژواک

طالبان متحده عربي اماراتو ته پلاوی استوي چې ووايي دوی د کندهار برید نه دی کړی

طالبان هڅه کوي چې عربي متحده امارات قانع کړي او ورته ووايي، چې دوی د کندهار په هغه برید کې لاس نه درلود چې په کې ددې هیواد پنځه ډیپلوماټان ووژل شول. دا خبره رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د یو لوړو پوړي طالب چارواکي له خولې کړې ده .

د کندهار د والي په میلمستون کې چاودنې د پنځو عرب ډیپلوماټانو او د کندهار د مرستیال والي سربیره، څو لوړ پوړي افغان چارواکي هم ووژل، او د کندهار والي او د اماراتو سفیر یې ټپیان کړل.

افغان چارواکو ددې برید پړه پر طالبانو او د هغو پر پاکستاني ملاتړې ادارې اۍ ایس اۍ اچولې ده.

طالبانو بیا ددې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی او دایې د پټو استخباراتي کړیو کار بللی چې د دوی په وینا د طالبانو او دوست هیواد عربي متحدو اماراتو ترمنځ اړیکې خرابول غواړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، که څه هم طالبانو وخت په وخت عام او په حکومت کې شامل افغانان په داسې بریدونو کې وژلي، خو داسې ښکاري چې د یو بډای عرب هیواد چې له طالبانو سره یې ښې اړیکې لرلې د ډیپلوماټانو وژل ورته یو څه درانه تمام شوي، ځکه خو هڅه کوي څو د عربي اماراتو چارواکي قانع کړي چې دوی ددې برید تر شاه نه و.

متحده عربي امارات د ګوتو په شمیر هیوادونو څخه و چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی و.

دا مهال د طالبانو یو شمیر لوړپوړي چارواکي د متحده عربي اماراتو په نژدې عرب متحد قطر کې اوسي او باور دی چې یو شمیر نور طالب مشران په عربي متحدو اماراتو کې ژوند کوي.

د رویټرز خبري اژانس په قطر کې د یو لوړپوړي طالب چارواکي له خولې ویلي، دوی پلان لري چې یو هییت متحده عربي اماراتو ته واستوي څو له چارواکو سره یې په کندهار کې د وژل شویو ډیپلوماټانو غمرازي وکړي او هغوی ته ډاډ ورکړي چې دوی دا برید نه دی کړی.

رویټرز ددې طالب چارواکي له خولې ویلي:
” د عربي متحده اماراتو په شمول موږ د اسلامي نړۍ له ځینو هېوادونو سره ډيرې صمیمي اړیکې لرو او نه غواړو چې پر دوی بریدونه وکړو“

دې طالب چارواکي ویلي، موږ افغانستان کې پر یو شمیر بهرنیو ډیپلوماټانو بریدونه کړي، خو داسې څو فرصتونه برابر شوي چې موږ کولی شول د اسلامي هېوادونو ډیپلوماټان هدف وګرځوو، خو موږ دا کار ځکه ونه کړ چې دوی زموږ دوستان دي.

تر اوسه د طالبانو ددې څرګندونو په اړه عربي متحده اماراتو څه نه دي ویلي.

د کندهار چارواکي وايي، د برید په اړه لا هم څیړنې کوي. افغان چارواکو ویلي، په لومړنیو څیړونو کې څرګنده شوې چې برید په کوټه کې طالبانو د اۍ ایس اۍ په ملاتړ پلان کړی و.

جنرال عبدالرازق چې په کندهار کې د امنیې قومندان او له دې بریده روغ وتلی وايي، د عربي متحدو اماراتو یوې څیړونکې ډلې چې بریتانوي متخصصان په هم په کې و په کندهار کې ددې برید په اړه ځینې معلومات راټول کړي او تللي دي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */