سیاسي شننې عمومي نړۍ

شيخانو ته د طالبانو ننواتې – سرخط ورځپاڼه

عربي متحده امارات د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دي چې ان په ۱۹۹۰مېلادي کال کې یې په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندلې وه او په تېر ه يوه نيمه لسيزه کې هم داسې ډېر څرکونه ليدل شوي چې طالب مشرانو ته د شتمنيو عشر او زکات ورکوي، بسپنې ورته را ټولوي، په هغه هېواد کې يې د ناستې پاستې پوره زمينه ورته برابره کړې ده. دا د تېرې يوې نيمې لسيزې د جګړې او د طالب د عوايدو ښه سرچينه هم ګڼل کېده.

اوس تازه راپورونه دا دي چې افغان طالبان هڅه کوي چې عربي متحده اماراتو ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان په کندهار کې پر عربي ډیپلوماټانو په برید کې دوی لاس نه لري.


د پیر سید احمد ګیلاني ژوند ته کتنه
• ټرمپ په افغانستان کې میشتو امریکايي سرتیرو سره غږیدلی
هندي پولیسو دوه افغانان په یوې محصلې د جنسي تیري په تور نیولي
ټرمپ د اوباما د ادرې ټول بهرني استازي، پرته له دې چې بدیل يې ولري، وشړل


په قطر کې د مېشتو طالبانو له ډلې یوه لوړپوړي غړي ویلي چې افغان طالبان په پام کې لري یو پلاوی ولېږي چې د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره وګوري او هغوی ته د تسلیت ورکولو تر څنګ په ډاګه کړي چې دوی د کندهار په برید کې لاس نه لري.

طالب مشرانو ويلي، دوی په افغانستان کې یو شمېر بهرني ډیپلوماټان او ماموریتونه په نښه کړي، خو د اسلامي هېوادونو ډیپلوماټانو ته یې هيڅکله زیان نه دی رسولی، دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه چا د کندهار د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

خو افغان چارواکي دا پېښه د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو کار بولي او وايي چې د ترهګرو په يوه مدرسه کې د بريد تابيا شوې وه.

طالبان ځکه عربي متحده اماراتو ته په ګونډو کېږي چې دوی له د دې درکه زيات عوايد تر لاسه کول او تر څنګ يې د دوی ډېری هورې مېشت وو او کاربارونه يې له هغه چينله روان کړي وو، ان ځينو خو يې خپلې شتمنۍ د عرب شيخانو په بانکونو کې ساتلې.

که اوس د دې پړه له ځانه چپه نه کړي او عربي متحده امارات راضي نه کړي، نو له څو جدي ننګونو سره به مخ شي.

يو دا چې د دوی د جګړې مشروعيت به يو څه ور پيکه کړي، هغه مشروعيت چې دې ډول هېوادونو ورکړی او د خپلو ګټو له‌پاره يې پرې هر وخت لاس تېر کړی او ورانکارۍ يې پرې کړې دي.

دويم، هغه مرستې او بسپنې به پرې ودرېږي چې عرب شيخانو به ورته د عشر، زکات او نورو هغو په نوم ورټولولې او ور استولې.

درېيم دا چې هغه هېواد ته به د طالب مشرانو لاس‌رسی او تګ راتګ ستونزمن شي، د هغو چارواکيو کارونه به يې له خنډ سره مخ شي چې شيخانو په خپلو مارکېټونو کې د کاربارونو اجازه ورکړې وه.

اوس نو طالب اړ دی چې عربي متحده اماراتو ته عذر و زارۍ وکړي او دا پړه له ځانه چپه کړي.

طالبان وايي، دوی د اسلامي هېوادونو په ډيپلوماټانو کله هم بريد نه دی کړی، خو په افغانستان کې چې هر وخت ملکي وګړي شهيدانوي، افغان امنيتي ځواکونه قرباني کېږي او تر څنګ يې لوی چارواکي تر تېغ تېروي دا لکه چې د دوی په نزد مسلمانان نه دي، د دوی د وينې بهول لکه چې ورته روا دي؟

طالبان د جګړې قرارداديان دي، دوی پر دې ښه پوهېږي، که دا مرستې او دا قراداد ترې واخيستل شي، نور نو هيڅ نه‌شي کولای، د ملاعمر، منصور او نورو دا ډول په څېر به په پرديو زندانونو کې پوډه شي او يا به يې هم له مرګ او ژونده ان کورنۍ هم بې‌خبره پاتې شي. دوی اوس له همدې وېرې دومره لالهاند دي چې هسې نه له يوه تياره برخليک سره مخ شي، ځکه خو هرې خوا ته لاس اچوي.


نجونې څنګه د مخ ویښتان له منځه یوسي؟
کیله د نورو ګڼو ګټو سربیره روحي فشار کموي
هندي وزیر ته د چادرې په اړه د دنګل فلم د نجلۍ ( زایره وسیم) سخت ځواب


په تېر کې د يو شمېر عربي هېوادونو ملاتړ د طالب جګړې ته رنګ او ځواک ورکړی و، که داسې نه وي، نور طالب هغه قدرت نه دی چې يو هېواد ته دې ګواښ شي. د طالب ماشين د همدې پرديو استخباراتي کړيو په مټ ګرځي، طالب ټول همدا شی دی، اوس په هغو خبرو څوک نه‌شي تېرايستلای چې د دوی جګړه د عقيدې جګړه ده، دا له ورايه مالومه ده چې د واک او شتو تر لاسه کولو له‌پاره هر پردي استخباراتي قرارداد ته اوږه ورکوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */