ژوند او ژواک

افغان طالبانو له ټرمپ غوښتي چې افغانستان کې دې پالیسي بدله کړي

افغان طالبانو د امریکا پر نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې په افغانستان کې دې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو ( بارک اوباما، او جورج بش ) پر پالیسیو له سره غور وکړي او ټینګار یې کړی چې امریکا او ناټو متحدانو یې د افغانستان له جګړې هیڅ هم نه دي تر لاسه کړي.

ټرمپ چې د جمعې په ورځ یې د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه تر اوسه د افغانستان په اړه خپله پالیسي نه ده په ډاګه کړې، خو په افغانستان کې یې امریکايي سرتیرو ته ویلي چې تر بریالیتوب پورې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

*********

ويښته مو ولې تویيږي؟ شپږ تیروتنې چې موږ یې کوو
که غواړئ، د مخ پوستکی مو ځلا او تازګي پیدا کړي
پرینکا چوپړا د ټرمپ په ضد د میرمنو د لاریون هرکلی کړی
د بدن د انرژۍ د کچې د لوړولو ۶ طبیعي لارې
*********

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي” د افغانستان خلک هیله لري چې ټرمپ او کابینه به یې په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ پالیسۍ بدلې کړي او امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي.“

طالبانو چې افغان حکومت سره یې د سولې خبرې رد کړي تیر کال په افغانستان کې مرګونو بریدونو ته زور ورکړی و.

افغان حکومت طالبان د پاکستان د پوځي استخباراتو نیابتي جګړه مار ګڼي او وايي، دوی په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي .

په کابل، کندهار او هلمند کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته افغان ولسمشر یو وار بیا د پاکستاني د پوځ مشر ته په ټیلفوني خبرو کې ویلي چې ددې بریدونو ترسره کونکي په پاکستان کې ازاد فعالیت کوي.

ټرمپ که څه هم د افغانستان په اړه خپله نوې پالیسي نه ده په ډاګه کړې، خو څارونکې باور لري چې نوموړی به په افغانستان کې شته امریکايي سرتیري وساتي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */