افغانستان رسنۍ

له تودې تر سړې جګړې؛ طالبانو خپل تبلیغاتي جګړه دوه برابره کړې

لیکنه: بشر درویش

له امریکایانو سره د سولې خبرو له پيل سره وسله والو طالبانو خپله تبلیغاتي جګړه دوه برابره کړې او په دې ډول غواړي عامه ذهنیت کې ځان پیاوړي کړي.

په دې اړه رویټرز خبري اژانس یو راپور جوړ کړی، چې بکې ویل شوي: طالبان په تبلیغاتي جګړه کې پر انلاین برخو زیات تمرکز کړی.

د راپور جزیات

رویټرز پخپل راپور کې لیکي: د طالبانو ویاند او د ورځینو خبرونو ایډیټر ذبیح الله مجاهد هر سهار د دغې ډلې له خبریالانو، چې د هېواد په مختلفو سیمو کې دي، د شپنیو عملیاتو راپورونه ترلاسه کوي.

د سرچینې په وینا هغه د دغو خبرونو له کتنې وروسته دا خپلې تخنیکي برخې ته سپاري څو رسنیو ته یې واستوي، یا یې له خپلو رسنیزو امکاناتو خپاره کړي.

رویټرز لیکي: که څه هم ډېر افغان خبریالان او دولتي چارواکي طالبان د دروغجنو خبرونو په خپرولو تورنوي، خو دغه ډله په تبلیغاتي برخه کې له حکومت او امریکایي ځواکونو څخه مخکې ده.

رویټرز د بېلګې په توګه پر مخابراتو وزارت د تېرې میاشتې برید یادوي، چې افغان حکومت یې په اړه په ځنډ او پاشلي جزیات ورکول، خو طالبانو سمدستي په پېښه کې لاس لرل رد او دا خبر له رسنیو خپور کړ.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې دوی خپل رسنیز فعالیتونه پراخه کړي او په قطر کې له امریکایي استازو سره د مذاکرې جزیات زر زر خپروي.

ټویټر او طالبان

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دوی ټویټر اکثرو بهرنیو دیپلوماتانو او نړیوالو رسنیو فالو کړی او په منظم ډول یې له خپریدونکو مطالبو استفاده کوي.

طالبانو په ۲۰۱۰ کې د ټویټر له ټولنیزې شبکې د خپلو فعالیتونو لپاره استفاده پيل کړه، چې ډېر خلک ورته حیرانه شول.

دوی فکر نه کاوه، چې په ترهګریزو چارو یوه سخت دریځه او د ټیکنالوژۍ مخالفه ډله دې له ټیکنالوژۍ څخه د خپلو موخو لپاره استفاده وکړي.

د ملاحظې وړ فعالیتونه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند رویټرز ته ویلي، چې د وسله والو طالبانو رسنیز فعالیتونه تر ډېره له مبالغو او دروغو ډک دي.

د هغه په وینا دغه ډله د عامه ذهنیت د مغشوشولو لپاره په نامسولانه ډول خپل رسنیز امکانات کاروي.

د پژواک خبري اژانس یوه سابقه داره خبریال جاوید همیم کاکړ هم ویلي، چې د وسله والو طالبانو لخوا په خپریدونکو خبرونو کې له مبالغو ډک ارقام وړاندې کیږي.

د بېلګې په توګه پر بګرام هوایي اډې د اپریل میاشت کې د برید د هغه ادعا یادونه شوې، چې طالبانو پکې د ګڼو بهرنیو سرتېرو د وژلو ادعا وکړه، خو امریکایي چارواکو بیخي هلته د برید کیدل رد کړل.

د کاکړ په وینا که له طالب ویاندویانو څخه خبریالان کومه پوښتنه وکړي، سمدستي ځواب ورکوي، خو د ځواب سم والی د بحث وړ دی.

مالي لګښتونه

رویټرز وایي د طالبانو رسنیز فعالیتونه اوس مهال په کال کې ۳۲۳ زره ډالره لګښت لري.

دوی په اردو، پښتو، عربي او فارسي ژبو مجلې چاپوي او هم په ۱۰ ژبو په ټولنیزو شبکو او وېب پاڼو کې خپل فعالیتونه مخته وړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي