افغانستان سیاست

طالبان دې دویمې سولې ته هم چمتو شي! د تواب غورځنګ لیکنه

لیکنه: ياران

تواب غورځنګ، د امنیت شورا پخوانی ویاند

کېدلای شي، چې طالبان له امریکا او افغان حکومت سره د سولې هوکړې ته ورسېږي. دا چې له طالبانو سره هوکړه افغانانو ته په څومره بیه پرېوځي، په دې پورې اړه لري، چې افغان حکومت او د هېواد سیاسي قشر، له پاکستان او نورو سیمه ییزو لوبغاړو څخه د یوې حتمي لوبې د ګټلو لپاره څومره سره یو کېږي او له خپلو کوچنیو توپیرونو یو بل ته تېريږي.

کله چې طالبان سیاسي سوله وکړي، اړینه ده، چې د تاوتریخوالي او زور زیاتي د کارولو پر ځای، چې دا مهال يې د موخو د ترلاسه کېدو لپاره اصلي وسیله بلل کېږي، نورې هغه لارې غوره کړي، چې د یوه سیاسي بهیر په توګه د دوی له محبوبیت او مشروعیت سره مرسته وکړي. په دې لارو کې باید د تګلارې، کړنګلارې او په لویه کې د ارزښتونو د بدلون مسلې شاملې وي.

له امریکا او افغان حکومت سره دسولې هوکړه به د سیاسي بهیر په توګه د طالبانو د فعالیت د پیل ټکی وي، خو اصلي سوله باید له هغه ملت سره، چې دوی بې شمېره دردونه ورکړي او په ځانګړې توګه له هغه نسل سره وکړي، چې د دوی له ارزښتونو سره ژور مخالفت لري.

تر یولسم سپټمبر وروسته نسل
هغه نسل، چې تر یوولسم سپټمبر پېښې په وروسته کلونو کې یې د عمر، وړتیاوو او زده کړییزې کچې له پلوه وده کړې، د طالبانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د ټولو هغو سیاسي او جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلو سره ژور ارزښتي مخالفت لري، چې د افغانستان په تېرو او موجودو ناخوالو کې ښکېلې بللې کېږي.

د افغانستان د امنیت شورا پخوانی ویاند، تواب غورځنګ

د دې نسل زده کړو، له نړۍ سره ګ‌‌‌‌‌‌ډې ژبې او معاصرې ټکنالوژۍ ته لاسرسي یوازې دوی نه؛ بلکې د افغانستان اوس د هغه تر تېر متمایز او بدل کړی دی. که څه هم دوی ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت ته اړتیا لري، چې په خپلو کې پر لویو موضوعاتو د ژورو خبرو او بحث لپاره په دوامداره او نورماله توګه د ضرورتونو د پوهاوي له مخې له فرصتونو ګټه واخلي، خو پر ځینو مسلو یې ترمنځ د فکر او دریځ یووالی شتون لري. دوی د داسې افغانستان غوښتونکي دي، چې د وګړو د شخصي ازادۍ ترڅنګ پکې د انسان بنسټیز حقونه خوندي وي. دوی دغه راز د داسې هېواد غوښتونکي دي، چې د سیاسي بهیرونو او ډلو ارزښتونه او مفکورې یې له نړېوال پرمختیایي یون سره په ټکر کې نه وي؛ او دوی داسې وطن غواړي، چې یوه ځانګړې ډله پکې د دې حق ونه لري، چې د ټولنې د نورو وګړو لپاره د ژوند د څرنګوالي اصول مشخص کړي.

طالبان؛ په ځانګړي توګه سیاسي پرېکړه کوونکي او جنګیالي یې نژدې اتلس کاله کېږي، چې له ځوان افغان نسل سره اړیکې نه لري. که څه هم زیاتره ښارمېشتي طالبان ټولو هغو زمینو ته لاسرسی لري، چې ځوان افغان نسل ترې د وطن د راتلونکې په اړه د خپلو فکرونو او دریځونو د یو کولو لپاره ګټه اخلي، خو په همدې پلېټ فورمونو او شبکو کې د ځوان افغان نسل او طالبي مفکورې ترمنځ تر ټولو ستر واټن بلکې جدي مخامختیا لیدل کېږي. سره د دې، چې تر اوسه د طالب پلویانو یوازې د جنګ پر منطق اتکا کوله او له همدې کبله یې نظریات له غبرګونونو او ننګونو سره مخ وو، خو تر جنګ وروسته طالبي- سیاسي روایت یوازې د افغانستان د اساسي قانون او د حکومت د ډول د بدلون ترکچې بحث شوی دی. تر جنګ وروسته طالب څنګه د سیاسي بهیر په توګه له زورزیاتي پرته خپل فکرونه او تګلارې پر خلکو مني؟ تر جنګ وروسته طالب څومره لېوال دی، چې له نوي افغانستان سره د خپلو ارزښتونو د نژدې کولو په اړه فکر وکړي؟ او ترجنګ وروسته طالب څومره اماده دی، چې له نوي افغان نسل سره پخلا او سلا شي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې کېدلای شي، چې په راتلونکې کې پر بحثونه وشي، خو تر اوسه له جګړه مارې ډلې پر سیاسي هغې د اوښتو لپاره، د عملي لارو چارو په اړه د طالبانو دریځ او راتلونکي ګامونه روښانه نه دي.

مجدد ادغام او ټولنیزه سوله
په ټولنه کې د سوله ییز ژوند او د هېواد په کچه د سیاسي فعالیت لپاره د طالبانو د تحریک او جنګیالیو په اړه به ښایي، له امریکا او افغان دولت سره د دې ډلې د سولې په هوکړه لیک کې جزییات ذکر شي. مګر دا به یوازې د یوه سیاسي هوکړه لیک ترکچې محدود جزییات وي او عملاً به ډېر وخت ته اړتیا وي، چې ټولنه طالب او طالب ټولنه ومني. زه د خپل ملت په سترولۍ کې هېڅ شک نه لرم، خو دا حتماً وایم، چې د هغه سرتېري د مور لپاره به د طالب بخښل ډېر سخت وي، چې د خپل زړه سر لژند وجود یې د دې ډلې سره د جګړې له امله خاورو ته سپارلی دی. هغه ملت، چې اتلس کاله پرې د طالب له لوري د هېڅ ډول تېري او زیاتي کمی نه دی شوی، د سولې لپاره باید دغه تریخ غړپ وکړي او طالب ته د سیاسي ډلې او جنګیالیو ته یې د عادي وګړو په توګه د ژوند او فعالیت بستر ورکړي.

خو طالب باید دا ومني، چې په افغانستان کې له نویو ارزښتونو، نویو خلکو او نویو فکرونو سره مخ دی. افغانان، په ځانګړې توګه نوی نسل یې نه امیرالمومنین مني، نه له دیني ارزښتونو څخه د دوی منحرف او محدود تعبیر او نه هم اسلامي امارت. که فرضاً دوی د سیاسي ډلې په توګه هم وغواړي، چې خپل ځیني سنتي ارزښتونه وساتي، دا ورته ستونزمنه بلکې ناشونې ده، چې پر نورو یې هم په زور ومني. زموږ نسل به طالب ته هرکلی ووایي او د سولې مذاکراتو له پایلو به هم ملاتړ وکړي، مګر طالب دې دا تمه، چې یو ځل بیا به د نورو لپاره د ژوند او فکر د شرایطو د ټاکلو فرصت ومومي نه لري. طالب دې راشي او وطن کې دې ژوند او سیاست وکړي، خو تر هغه، چې د خپلو ارزښتونو پر پراخولو فکر ونه کړي، نه به یې سیاست بریالی وي او نه به یې ژوند ارام وي. طالب دې تر سیاسي سولې وروسته، له هغه ملت سره ټولنیزې سولې ته چمتووالی ولري، چې کابو د هر کور او ټبر یو یا څو کسه یې وژلي او ټپیان کړي دي! په زیاترو لیرې پرتو سیمو کې د طالب د جګړې له امله متاثر شوي خلک، په ځانګړې توګه خپل مدعیان پېژني، خو زموږ نسل د دې پلوي هم نه دی، چې زموږ ملت دې، له طالب سره تر یوې تپل شوې جګړې وروسته په کور پر کور بدۍ واوړي. زموږ هیله دا ده، چې طالب د افغانستان نوی ټولنیز پوټنشیل د یوه ستر او مثبت بدلون په توګه ومني.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران