افغانستان سیاست

طالبان د جنګ لپاره جوړ شوي د سولې چل نه ورځي

لیکنه: خوشال خلیل

د خوشال خلیل لیکنه

له ډاکټر نجیب سره خو تر اخره مذاکرو ته مجاهدین حاضر نشول، هغه به چې هر څه ویل مجاهدینو به تبلیغات کول چې دا دروغ وايي او په دې چل خپل قدرت او وخت غځوي تر دې چې هغه مجبور شو د بنن سیوان طرحه ومني او له قدرت نه لاس په سره شي چې ځه زه دې نه یم خو چې اوس سوله وشي او مجاهدین سره جوړ شي، خو هغسې ونشول. له له هغه وروسته د جنګونو د بندولو په خاطر موږ له تاریخي پلوه لږ تر لږه د سولې په موخه د مذاکراتو د پيل څو ګوتې په شمار تجربې لرو.

د کابل د تنظیمي جګړو پر مهال ښکېلې خواوې د سعودي شهزاده نایف او جنرال ضیاالحق د زوی په منځګړیتوب کیناستل او خبرې یې شروع کړې او توافق وشو چې نور به جنګ نه غځوي د شهزاده له تګ سره بیا په یو بل د راکټونو باران پيل شو.

بیا د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د حاجي عبدالقدیر په نوښت ټول تنظیمي رهبران او د جنګ لوبغاړي څو پرله پسې ورځې راټول و چې د سولې په سر توافق وکړي، حاجي قدیر تر هغو ساتلي و چې بالاخره یې توافق وکړ چې نور به جنګ نه کوو او په یو لړ شرایطو یې هم موافقه وکړه، خو چې د جلال اباد له شاهي ماڼۍ را ووتل، بیا یې ښکرې سره اړم او په سلګونه عام وطنوال مو شهیدان شول.

دا تصویر په 1992 م کال کې د کابل ښار د جګړې یوه څنډه ښيي

بیا د عربانو او پاکستانیانو په منځګړتوب د خدای کور کعبه کې سره راټول شول او د کعبې امام د خانه کعبې دروازه ورته خلاصه کړه او هلته یې د الله تعالي په کور کې تعهد وکړ چې جنګ به نه کوي، خو چې کابل ته راغلل، بیا یې ښکرې سره اړم او سلګونه انسانان ووژل شول.

بل، ځل د طالبانو او مسعود ترمنځ پلاوي وټاکل شول، تاشکند، دوشنبې او اسلام اباد پورې وګرځیدل او چني یې سره ووهلې خو اخر هم چې را وګرځیدل بیا سره اړم شول او جنګ پيل شو. دغه راز به هر ځل د مذاکراتو وروسته جنګ زور اخیست او بلا انسانان به په کې وژل کېدل.

د کرزي صاحب حکومت تر اخره ونشوای کولی چې طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، خود افغانستان اوسنی حکومت په لومړي ځل درې کاله مخکې د دې چانس پیدا کوي چې استازي یې له طالبانو سره په اسلام اباد کې مخامخ شي، خو له هغې وروسته د ملاعمر د مرګ خبر خپرېږي او مذکرات پاتې او طالبان نوی امیرالمومنین ټاکي او جنګ زور اخلي او تر ننه دا جنګ روان دی.

دا یو څو بېلګې زما په یاد پاتې وې، چې د افغانستان متخاصمې ډلې مخامخ خبرې او مذاکرات کوي او بیا ناکامېږي، د دغو مذاکراتو پوره ارشیف او مستندات موجود دي که زموږ څیړونکې وغواړي په تحقیق کې معلومولی شي چې په دغو ټولو مذاکراتو کې د ښکېلو اړخونو قوي مرکه چیانو ګډون درلود او ښه پاخه کافي دلایل یې درلودل، خو بیا هم ناکام شول. د دغو مذاکراتو په پلاوو کې د هغه وخت تر ټولو جید دیني عالمان، سیاسي شخصیتونه او حتا متخصص کسان موجود و، خو بیا به هم هر څه په ناکامۍ تمامیدل.

اوس چې بیا ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره د کابل کنفرانس کې طالبانو ته د قید او شرط پرته سولې وړاندیز وکړ، د سولې لپاره یې تدوین شوې طرحه وړاندې کړه، بیا طالبانو شرط کېښود چې ټول بهرنیان دې ووځي او موږ بهرنیانو سره خبره کوو، هغوی د کابل حکومت ته په عین شکل د نجیب د وخت د مجاهدینو ادبیات استعمالوي او وايي مرتد حکومت سره سوله نه کوي او باید واک نه لاس په سر شي، دا هغه اشتباه یا قرباني وه چې ډاکټر نجیب ورکړه، چې له امله یې زموږ یو نیم سل کلنه اردو او دولتي تاسیسات چور شول، دا ځل باید دا اشتباه تکرار نشي او نن سبا چې څوک د ولسمشر غني د سولې په پلان او ارادې نیوکې کوي، موږ ته هماغه د ډاکټر نجیب د وخت ذهنیت را یادوي. سولې ته د ولسمشر غني اراده موږ له دې معلومولی شو چې د لومړي ځل لپاره یې د سولې تدوین شوې طرحه وړاندې کړه او د قید او شرط پرته مذاکراتو وړاندیز یې وکړ او د لومړي ځل لپاره یې اوربند وکړ. تېر اوربند یوه کنترول شوې تجربه وه چې ولسمشر په خپل ابتکار یو جانبه مطرح کړ او د ټولنې نبض ته په کتو ولیدل شول چې طالبان ښارونو ته راغلل او عسکرو سره غاړې وتل او یو ټیسټ یې وکړ چې خلک سوله غواړي او حتا طالبان په غیږ کې نیولی شي.

دغو تجربو ته په کتو عام ولس د ولسمشر غنی د سولې په طرحې شک نه لري، خو زموږ سیاسي نخبه ګان او یو شمېر کړۍ چې د جنګ پلویان دي، یا هم ناست کابل کې او له اسلام اباد او تهران نه دیکته کېږي هغوی په رسنیو او سوشیال میډیا کې دا شکونه راپورته کوي او د سولې پروسه انتخاباتي شعار او یا هسې هوايي خبرې بولي کټ مټ هماغه د مجاهدینو د مهال په څير د خلکو ذهنیت خرابوي، دوی په اصل کې خپله هغه کسان دي چې سوله ورته یوه پروژه وه او له دې پروژې یې امکانات ترلاسه کول او ددغو امکاناتو په مټ یې مزې او چړچې کولې او یا هم دا تبلیغات د خپلو سیاسي موخو او حکومت سره د مخالفت په خاطر کوي.

د حکومت له خوا د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره ټول انتظامات نیول شوي، اوس توپ د دطالبانو په میدان کې پروت دی چې کومه خوا یې شوټ کوي، تر دې مهاله هغوی بیا بیا امریکا سره پر خبرو ټینګار کوي، خو دا هسې یو سیاسي تاکتیک دی، کنه دوی هم پوهېږي چې د سولې اصلي مخاطب یې د افغانستان حکومت او دولت دی او باید په مذاکراتو کې څرګنده کړي چې د اوسني نظام او دلته له شته ټولنیزو، سیاسي او دولتي بنسټونو سره څه ډول چلند کوي داهغه خبرې دي چې باید د افغانستان حکومت سره وشي، طالبان له ایډیالوژیک پلوه د جنګ لپاره جوړ شوي او د سولې په چل نه پوهېږي، وګورو چې دا چل څنګه او څوک ور زده کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

خوشال خلیل