افغانستان سیاست

طالبانو ته اختریزه ډالۍ؛ ولسمشر غني یې ۸۸۷ بندیان خوشې کوي

لیکنه: بشر درویش
اعلان

ولسمشر غني د کوچني اختر په ویاړ نن اعلان کړه، چې د وسله والو طالبانو ۸۸۷ بندیان له زندانونو خوشې کوي.

هغه دا اعلان په ارګ کې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته وکړ.

ولسمشر دا کار د قانون له مخې خپل صلاحیت وباله او ویې ویل: دا کار د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو غوښتنې ته د درناوي لپاره کوي.

لوی څارنوالۍ ته لارښوونه

ښاغلي غني وویل: په مشورتي لویه جرګه کې مې د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو ویلي و، خو د جرګې د ګډونوالو په غوښتنه د دغو خوشې کیدونکو زندانیانو شمېر زیات شو.

نوموړي زیاته کړه: د دغو بندیانو د پریښودو لپاره مې لوی څارنوالۍ ته لارښوونه کړې ده.

ولسمشر د دغو بندیانو د خوشې کیدو په اړه وویل، چې د دغو بندیانو لومړۍ ډله به په راتلونکي اسد او دویمه ډله به په سنبلې میاشت کې خوشې کړي.

نورو بندیانو ته امتیاز

د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې د اختر په مناسبت یې د هغو ناروغانو د خوشې کولو امر هم کړی، چې په صعب العلاجه ناروغیو اخته دي.

هغه د دې ترڅنګ د عمر خوړلو بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړ.

ولسمشر وویل: دا بندیان به تر راتلونکو لسو ورځو پورې له زندانونو را خوشې شي.

د طالبانو غوښتنه او د مخالفینو مخالفت

د بندیانو خوشې کیدل د وسله والو طالبانو یوه همېشنۍ غوښتنه ده.

دوی وخت په وخت ادعا کوي، چې د افغان حکومت په زندانونو کې یې بندیانو سره بد چلند کیږي او د جنګي قوانینو خلاف چلند ورسره کوي.

افغان حکومت بیا له طالب او نورو ټولو بندیانو سره بد چلند ردوي او وایي تر پخوا یې په زندانونو کې له بندیانو سره کیدونکی چلند ډېر ښه کړی.

د حکومت یو شمېر سیاسي مخالفین بیا پر ولسمشر وخت په وخت نیوکه کوي، چې طالب بندیانو سره نه باید ښه چلند وکړي.

د دوی په وینا یاده ډله افغان سرتېري او ملکیان پخپلو زندانونو کې کړوي، خو حکومت د دوی بندیانو سره ښه چلند کوي، چې هغوی لا جګړو او تاوتریخوالي ته هڅولی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي